جګړې افغانستان کې کډوال مرغان هم په کراره نه دي پریښي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جنګ، د ځنګلونو وهلو، ښکار او وچکالۍ په دغه هېواد کې د ځايي او کډوالو مرغانو لپاره خوندي ځایونه اغېزمن کړي

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، جنګ، د ځنګلونو وهلو، ښکار او وچکالۍ په دغه هېواد کې د ځايي او کډوالو مرغانو لپاره خوندي ځایونه اغېزمن کړي دي. دا اداره تمه لري چې په غزني ولایت کې د کډوالو مارغانو لپاره دوه سیمې چې پخوا هم د الوتونکو د هګۍ اچولو لپاره مناسب ځای وو، خوندي اعلان شي چې دا بهیر به پراخ شي.

دې ادارې د اکټوبر ۱۲مې نېټې د کډوالو مرغانو د نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کلتوري میراثونو د ساتنې رئیس جلال الدین ناصري وايي چې په هېواد کې د ځینو ستونزو په ځانګړې توګه د جنګ له امله د الوتونکو خوندي ځایونه اغېزمن کړي دي.

ښاغلی ناصري وویل چې په ډېرو سیمو کې یې د الوتونکو پر ښکار بندیز لګولی چې دا چاره د کډوالو مارغانو د خوندیتوب په برخه کې مرسته کوي.

ده وویل: "د اقلیم بدلون د ټولو ژوندیو موجوداتو لپاره په ځانګړي توګه، د الوتونکو په ژوند منفي اغېز لري. بدبختانه افغانستان هم له دې ستونزې رنځ وړي. ښکار، جنګ او فقر اوس هم هغه څه دي چې د ځايي او کډوالو الوتونکو لپاره ګواښ دی. موږ د اقلیم په بدلون کې رول نه لرو، نو دا هېله بخښونکې خبره ده چې زموږ هېواد د ځايي او کډوالو الوتونکو لپاره ښه خوندي ځای کېدلی شي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان کې شمال ختیځ، مرکزي، او لویدیځ ولایتونه یو وخت د ځايي او کډوالو الوتونکو لپاره خوندي ځایونه وو.

افغانستان له هغو هېوادونو شمېرل کېږي چې د مرغانو ډېر دولونه لري.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې په دغه هېواد کې له ۵۰۰ ډېر ډوله الوتونکي شته چې له ډلې یې ۱۰۰ ډوله مارغان دي.

د دې ادارې چارواکي ټینګار کوي چې هڅې یې روانې دي څو د غزني د ولاړو اوبو او د ناهور دښتې په خوندي سیمو اعلانونولو سره، بیا د کډوالو الوتونکو لپاره مناسب ځای برابر شي.

منی، هغه موسم دی چې په کې کډوال مرغان له یوې سیمې بلې ته کډه کوي، خو کله کله لیدل شوي چې د دې الوتونکو بېلابېل ډولونه د مرکزي اسیا له هېوادونو افغانستان ته ځي.

په افغانستان کې شمال ختیځ، مرکزي، او لویدیځ ولایتونه یو وخت د ځايي او کډوالو الوتونکو لپاره خوندي ځایونه وو.

د راپورونو پر بنسټ، د غزني د ناور دښته د درې زره مترو په جګوالي د کډوالو الوتونکو د هګۍ اچولو لپاره مناسب ځای وو.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د بامیانو بند امیر او د شاه فولادي دره، د بدخشان واخان ولسوالۍ او په کابل کې کول حشت خان د مرغانو د ژوند ساتنې په موخه خوندي سیمې اعلان شوې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب