ټاکنو خپلواک کمېسیون د عبدالله د مرستیال څرګندونې رد کړې

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان ټاکنو کې د یوه مخکښ نوماند - عبدالله عبدالله ډلې کمیسیون تورن کړی چې سیستم ته د نایومتریک رایو په لېږد سره د دوی د سیال اشرف غني د بریالي کولو هڅې کوي. د ښاغلي عبدالله د ټکټ دویم مرستیال اسدالله سعادتي خبریالانو ته وویل چې ددغې درغلۍ شواهد لري او که مخه یې ونه نیول شوه اقدام به وکړي.

خو کمیسیون وایي د نتایجو د لېږد ټول بهیر د کورنیو او بهرنیو څارونکو تر نظر لاندې بېخي روڼ روان دی.

د ټاکنو کمیسیون، د ښاغلي عبدالله د ټاکنډلې له خوا لګېدلي تورونه رد کړل او هغوی ته یې بلنه ورکړه که د لاسوهنې شواهد لري وړاندې دې یې کړي. ددغه کمیسیون مرستیال مشر عصمت الله مل لږ وړاندې راته وویل چې خپلې ټولې چارې له قانون سره سمې او تر کلک لاندې ترسره کوي:

''موږ د ټاکنو کمېسون قوانینو ته ژمن یو. تر اوسه زموږ ټول کار د ناظرینو او کاندیدانو د استازو پر وړاندې له همدې قوانینو سره سم روان دی. موږ دا ځکه ردوو چې نه مو داسې څه لیدلي او نه چا ته اجازه ورکوو، چې د ملت په اراده کې څوک لاسوهنې وکړي. کمېسیون مسوولین ژمن دی چې د خلکو د رایو ساتنه به کوي. همدا نن د ښاغلي عبدالله عبدالله او نورو ټولو کاندیدانو د استازو او د ټولو ناظرینو په شتون کې ټول مسایل وڅېړل شول او داسې هېڅ کومه ستونزه نه ده رابرسېره شوې او نه هم اجازه ورکوو چې داسې وشي. ''

له دې مخکې ښاغلي سعادتي نن (شنبه، تله ۲۰) یوې خبري غونډې ته وویل:

"د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله خبر شوې چې د ټاکنو کمېسیون پرته له دې چې توپیر یې وکړي ټولې رایې هغه که بایومټریک شوې وي یا نه، د معلومات ثبتولو او د پاڼو په سکېن کولو پیل کړی چې دا هڅه یې ناکام ده."

ښاغلي سعادتي ادعا کړې چې د کمېسیون دا کار د سیسټماټیکو درغلیو بنسټ ږدي او کمېسیون کې دننه ځینې کړۍ تقلبي رایې سیسټم ته دننه کوي، خو د ټاکنو کمېسیون مرستیال وايي، مرکزي سرور ته د رایو لېږد په پروسه کې له تخنیکي پلوه سوکه والی راغلی و، چې د ښاغلي سعادتي او نورو ټولو ناظرینو په شتون کې د اړوند شرکت انجنران راغوښتل شول چې دغه ستونزه له منځه لاړه شي.

د انځور حقوق Dr.AbdullahAbdullah
Image caption د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندید عبدالله عبدالله دویم مرستیال اسدالله سعادتي

''نن موږ په یوه بل میکانیزم کار وکړ چې وکولای شو، پاتې ډیټا په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې یا له دې لږ زیات وخت کې مرکزي سرور ته ولېږدو او بالاخره په سرور کې پاکې یانې بایو مټریک شوې او ډپلیکیټ او تکراري یا دغسې نورې رایې سره بېلې کړو او بالاخره پایله ملت ته وړاندې کړو. ''

کمېسیون چارواکو له دې مخکې ویلي و په دې مرکز کې سلګونه کارکوونکي په دوو شېفټونو کې کار کوي چې د پایلو فورمونه ترلاسه کړي، کاپي، بیا کتنه او دوسیه کولو پروسه یې بشپړه کړي.

کمېسیون ویلي، د پروسې د روڼوالي لپاره ناظرین هم شته. د کمېسیون په وینا د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د دې بهیر له بشپړېدو، د بایومټریک له وسایلو مرکزي ډیجیټلي سیسټم ته د معلوماتو لېږدولو وروسته او د دې کمېسیون د غړو له تصویب وروسته اعلان شي.

ښاغلي سعادتي زیاته کړې چې د دوی ټیم د ټاکنو له کمېسیون سره یوه ناسته کړې وه او څو وارې یې ورته د لیک په استولو ویلي و چې د دوی د کار بهیر"بې لارې کوونکی" دی او د ټاکنو کمېسیون او د نوماندانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې یوازې بایومټریک شوې رایې اعتبار لري او له هغې پرته نورې رایې باطلې دي.

هغه ټینګار وکړ چې په هېڅ صورت"ورته د منلو وړ نه ده" چې ټاکنیز کمېسیون باطلې رایې سیسټم ته دننه کړي. هغه ادعا کړې چې ګڼې داسې پاڼې ورسره شته چې ښيې"سلګونه زره تقلبي رایې" د ټاکنو صندوقونو ته اچول شوي دي.

د انځور حقوق IEC
Image caption ښاغلي سعادتي ادعا کړې چې د کمېسیون دا کار د سیسټماټیکو درغلیو بنسټ ږدي او کمېسیون کې دننه ځینې کړۍ تقلبي رایې سیسټم ته دننه کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې لومړنۍ پایلې باید د بېلو شویو رایو د پایلو په بنسټ اعلان شي. هغه د کمېسیون له غړو وغوښتل چې په خپل لاس ځان بې باوره نه کړي او خپلې تېروتنې سمې کړي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې په دې ټاکنو کې دوه میلیونه او ۶۹۵ زره او ۸۹۰ تنو ګډون کړی و، خو ښاغلی سعادتي نیوکه کوي چې په ټاکنو کې د رایې ورکوونکو شمېر تر هغې کم دی کوم چې کمېسیون اعلان کړی او سپارښتنه کوي چې کمېسیون دې د بایومټریک پر اساس رایه ورکوونکي وشمېري.

ورته مطالب