کورنیو چارو وزارت: د پولیسو بدچلند په تړاو د ملي شورا غړو ادعا څېړو

د انځور حقوق EPA
Image caption ولسي جرګې د دغې موضوع په تړاو بیګاه نیمه شپه بې سارې غونډه درلوده

کورنیو چارو وزارت تر هغه وروسته د پلټنو ژمنه وکړه چې یو شمېر قهرېدلو پارلماني وکیلانو ځانګړي پولیس له ځان سره په ناوړه چلند او سپکاوي تورن کړل. یوه ویاند وویل د ناقانونه وسلو او ګاډو د بندیز قانون پلی کوي، خو که واک ناوړه کارېدلی وي، پوښتنه یې کوي.

ولسي جرګې د ځینو وکیلانو په غوښتنه، برایي بېسارې ناپلان شوې غونډه راوبلله چې کورنیو چارو وزیر هم وربلل شوی و.

دوی وایي د کابل جلال آباد پر لویه لار د څو وکیلانو موټرونه د تلاشۍ له پاره درول شوي، او ساتونکي یې بې وسلې شوي او سپک شوي دي. پولیس وایي د وکیلانو له ساتونکو نه یې هله د وسلو اخسیتو اقدام وکړ چې هغوی پر پولیسو ته ډزو ته ځان جوړاوه.

بي بي سي ته یوې امنیتي سرچینې ویلي، په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازې مریم سلېمانخېلې موټر شاوخوا د یوه ساعت لپاره محاصره وو چې بالاخره د نوموړې ساتونکو پولیسو ته وسلې تسلیم کړې.

کابل کې له موټرو د تورو هندارو لرې کول پیل شول

چارواکو د موټرو له ښیښو تور فلمونه پاک کړل شول

مشرانو جرګې د وکیلانو د امتیازونو قانون رد کړ

د دغې سرچینې په خبره، د همدې پېښې په بهیر کې په ولسي جرګه کې د هندوانو او سیکانو یوازینی استازی نریندر سینګ خالصه سیمې ته ورسېد او تور پورې کوي چې د ښاغلي خالصه ساتونکو د پولیسو پر وړاندې ورته عمل وکړ.

له بیا بیا اړیکو نیولو وروسته هم ونه توانېدو چې له اغلې مریم سلیمانخېلې سره خبرې وکړو، خو ښاغلي خالصه له بي بي سي سره په خبرو کې له پولیسو سره د ده د ساتونکو د مقاومت خبره رد کړه او پولیس یې په بد چلند تورن کړل.

نوموړی ادعا کوي چې پولیسو یې له ساتونکو وسله واخیسته، د ده او ځینې نورو وکیلانو ګريوان ته یې لاس واچاوه او سپکې سپورې یې ورته وویلې.

سرچینه دا هم تاییدوي چې له پېښې څو شېبې وروسته د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي هم هلته ورسېدل. دا وکیلان چې تور پورې کوي له دوی سره ناسم چلند شوی، د کورنیو چارو له وزیره یې غوښتل چې سیمې ته ورشي او سپیناوی وکړي. د کورنیو چارو وزیر د پارلمان په یوه بې سارې غونډه کې د شپې له ۱۱ نیمو تر یوې نیمې بجې په بحثونو بوخت وو.

Image caption د ولسي جرګې غړی نریندر سینګ خالصه وايي، پولیسو یې ګرېوان ته لاس اچولی او سپکې سپورې یې ورته ویلې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د ولسي جرګې د ځينو غړو هغه ادعاوې به وڅېړي چې وايي له دوی سره ناسم چلند شوی دی. د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي ټینګار کوي چې قانون به په ټولو یو ډول پلی کېږي.

د همدې پېښې په تړاو له تېرې شپې راهیسې د خواله رسنیو کاروونکو غبرګون هم راپارېدلی. د خواله رسنیو کاروونکو د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړکړی او د 'وکیلان ملامت دي ' په نوم یې یو هشټګ کارولی دی.

بل خوا د پارلمان ځینې غړي تور پورې کوي چې په وروستیو کې د نا امنیو له امله دوی پر کورنیو چارو وزارت نیوکې کړې او په دغه وزارت کې یو شمېر کړیو د وکیلانو پر ضد امنیتي ځواکونو ته لارښونه کړې چې ویې ځوروي.

امنیتي بنسټونو او د پارلمان ځینو غړو په وار - وار ویلي دي چې د تورو ښيښو لرونکو او له بې اسناده موټرونو نه د جرمونو په ترسره کولو کې ګټه اخیستل کېږي.

د ولسي جرګې یو غړی نعمت الله کریاب نن په پارلمان کې نورو وکیلانو ته په خبرو کې د پارلمان د تېرې شپې پر ناستې نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې باید دا ستونزه په خبرو حل شي او قانون ته دې ټول درناوی ولري.

د انځور حقوق MOI/FACEBOOK

د کورنیو چارو وزارت وايی په تېره میاشت کې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو کچه ۴۵سلنه راټيټه شوې.

دغه وزارت نن اعلان وکړ چې له تېرې ورځې راهیسې یې د نږدې ۱۵۰ موټرو تورې ښيښې سپینې کړې دي او له ۳۰ ډېر بې اسناده موټر یې نیولي دي.