"افغان حکومت د زابل له دای چوپان ولسوالۍ وتلی دی"

زابل د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولایتي چارواکي وایي، پوځي او ملکي اداره له دای چوپان ولسوالۍ نه وتلې ده

د سویلي زابل ولایت د دای چوپان ولسوالۍ د برخلیک په اړه ضد و نقیض رپوټونه ترلاسه شوي. د افغانستان دفاع وزارت وایي د دې ولسوالۍ مرکز یې بل ځای ته اړولی چې ځایي وګړي په آسانۍ چارواکو ته لاسرسی ومومي. خو طالبان وایي چې دغه ولسوالۍ یې، چې له اتو کلو کلابنده وه، بشپړه نیولې ده.

د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان بي بي سي ته ومنله چې د دای چوپان اداري او امنیتي پرسونل مرکز کلات ته رسېدلی او د دای چوپان له پاره به د زابل ارغنداب ته څېرمه یو ځای د مرکز په توګه وټاکل شي:

"د دای چوپان ولسوالۍ له تېرو اتو کلونو راهیسې محاصره وه او د طیارو لخوا یې اکمالات کېدل، د زابل او مرکزي ادارې فیصله وکړه چې مرکز یې باید د دای چوپای یو بل بغل ته ځای پر ځای شي. خو تېره ورځ له دای چوپان څخه ولسوالي په مکمل ډول را و ایستل شوه او تر اوسه پورې ځای نه دی ورته انتخاب شوی چې چېرې به نوې ولسوالۍ ایجاد شي. خو تر اوسه پورې د دای چوپان په نامه د ولسوالۍ اداره موږ نه لرو. تېره ورځ ختمه شوه ".

له بلې خوا چارواکي وایي، په زابل کې یې د طالبانو خلاف د رازق په نامه عملیات پیل کړي دي. ددغو عملیاتو نښه د کندهار - کابل پر لویه لاره شاه جوی ولسوالي ده چې په دې وروستیو کې په کې طالبانو پرمختګونه درلودل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چارواکي وایي، د افغانستان شمال کې جګړو لسګونه زره کورنۍ بېځایه کړې دي

د افغانستان په شمال کې بیا ځایي چارواکي وایي، په شمال ختیځو ولایتونو کې د وروستیو څو میاشتو نا امنیو شاوخوا ۷۰ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه کړي دي.

د تخار، بدخشان، کندوز او بغلان بې ځایه شوي تر ډیره په خیمو او ځینې یې په کرایي کورونو کې ژوند کوي چې یخه هوا او ورپسې بې وزلۍ یې ژوند له ګواښ سره مخ کړی.

د دې ولایتونو د کډوالو چارو مسولان وايي، د ټولو کډوالو لاسنیوی یې له وسه پورته ده. دوی وایي، که له جګړې بې ځایه شویو سره مرستې ونه شي، د ژوند کړۍ به پرې تنګه شي.

د انځور حقوق MOD.AF
Image caption په شمال کې بیا افغان چارواکي وایي د کندز دشت ارچي ولسوالۍ یې بېرته نیولې ده

د وروستیو جګړو په لړ کې پرون شنبه د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ یې له شاوخوا یوې میاشتنۍ نیونې وروسته بېرته له طالبانو ونیوله.

په تېرو څو میاشتو کې دا څویمه ولسوالۍ ده چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس کېږي.

دفاع وزات ویلي، د دشت ارچي مرکز او یو شمېر سیمې یې نیولې دي او له نورو برخو یې د طالبانو ځپلو لپاره عملیات پیل کړي دي. دشت ارچي د تخار ولایت له خواجه غار سره پوله لري او چارواکي وایي، له همدغه ځایه یې د دشت ارچي ولسوالۍ پر لور پرمختګ کړی و.

افغان چارواکي وایي، په وروستیو اوونیو کې حکومتي ځواکونو د تخار ولایتي مرکز تالقانو د شاوخوا سیمو په ګډون طالبان له بهارک او خواجه غار ولسوالیو هم ایستلي دي.

ورته مطالب