ولسمشرۍ ټاکنې؛ د رایه اچوونکو شمېر کم شوی

افغانستان د انځور حقوق IEC

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی چې د دې کمېسیون مرکزي سیسټم ته د ۲۲ زره او ۵۸۸ ټاکنیزو محلونو رایو په لېږدولو معلومه شوې چې د دې هېواد ولسمشرۍ ټاکنو کې شاوخوا یو میلیون ۷۰۳ زره او ۷۷۳ بایومټریک شوې رایې کارېدلي دي.

د ټاکنو کمېسیون له دې وړاندې ویلي و چې په ۶۸۴ ټاکنیزو محلونو کې دوه میلیونه ۶۹۵ زره او ۸۹۰ رایې اچول شوې وې.

د ټاکنو د کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وايي، تراوسه د څه باندې یو میلیون رایه اچوونکو ټول معلومات مرکزي سیسټم ته لېږدول شوي دي.

د ټاکنو د کمېسیون غړې رحیمه ظریفي وايي، له څه باندې ۲۲ زره ټاکنیزو محلونو نه شاوخوا ۱،۷ میلیونه بایومټریک شوې رایې د ټاکنو د کمېسیون مرکزي سرور ته لېږدول شوي دي.

نوموړې زیاتوي، ۳۹۰۰ محلونه پاتې دي چې رایې تر اوسه مرکزي سرور ته نه دي لېږدول شوې. د دې په وینا د دغو محلونو د رایو په لېږدولو به د ټاکنو د کمېسیون د ګډونوالو په شمېر کې بدلون راشي.

څنګه پاکې او تقلبي رایې بیلېږي؟

څو ورځې وړاندې د ټاکنو کمېسیون مرکزي سیستم ته د رايې پاڼو د پایلو د جدولونه لېږدول او د بایومټریک شویو رایو نه مشخصولو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په ګډون د یو شمېر خلکو نیوکې راوپارولې.

د ښاغلي عبدالله دویم مرستیال اسدالله سعادي د ټاکنو کمېسیون ته خبرداری ورکړ چې د کمېسیون مرکزي سیستم ته دې د معلوماتو لېږدولو بهیر ودروي.

د ټاکنو کمېسیون یو بل غړی مولانا محمد عبدالله خبریالانو ته په دې اړه وضاحت ورکړ چې پاکې او ناپاکې رایې څنګه جدا کېږي.

هغه وویل، په ټول افغانستان کې له څه باندې ۲۹ زره ټاکنیزو محلونو څخه شاوخوا ۳۰۰۰ محلونه تړلي اعلان شوي وو.

د انځور حقوق IEC
Image caption دا بارکوډ د رایې برخلیک ټاکي

هغه وویل، وروسته له دې چې د بایومټریک الو معلومات مرکزي سیسټم ته ولېږدول شي، دا جوتوي چې په دقیق ډول د ټاکنو په ورځ څومره مرکزونه خلاص و.

د ده په وینا تراوسه د ټاکنو د کمېسیون مرکزي سرور تاییدوي چې د ټاکنو په ورځ ۲۲ زره او ۵۸۸ محلونه پرانېستي و.

ښاغلی مولانا زیاتوی، د بایومټریک الې د ګوتې نښان، د څېرې انځور، د پېژندپاڼې عکس او مشخص کوډ په بنسټ د رایه اچونکو د ګډون کچه معلوموي.

د ټاکنو د کمېسیون دې غړي زیاته کړه، د ټولو بایومټریک الو د معلوماتو له لېږدولو وروسته مرکزي سیسټم د دې وړتیا لري چې د رایه اچوونکو عکس، د ګوتې نښان، تکراري سټېکر، د کم عمره مشاومانو عکس، له انځور اخېستل شوی عکس، د سهار له اووه او ماښام له پنځه بجو وروسته کارېدلې رایې تشخیص کړي.

د انځور حقوق Iec
Image caption بایومټریک الو کې د پېژندپاڼو د اڼخور ثبول اړین و

هغه وايي، پاکې او تقلبي رایې د بایومټریک د الو او د نوماندانو د رایو کچه د پایلو د جدول په بنسټ جوتیږي. د ده په خبره د ټاکنو کمېسیون په بایومټریک کې ثبت شوې رایې د پایلو له جدول سره پرتله کوي او له دې لارې سمې او ناسمې رایې ښکاره کېږي.

په تېرو ورځو کې د ټاکنو کمېسیون مرکزي سیسټم ته د بایومټریک د معلوماتو لېږدلو د پڅ بهیر له امله له ستونزو سره مخامخ شوی و، خو اوس د دې کمېسیون چارواکي وایي، په نویو تګلارو یې دا بهیر چټک کړی او نژدې ورځو کې به د پاتې بایومټریک الو ټول معلومات مرکزي سرور ته ولېږدول شي.

ورته مطالب