هند کې نوې زېږېدلې ماشومه په قبر کې ژوندۍ موندل شوې

هندي چارواکي وایي، د دې هېواد په شمال کې یوه نوې زوکړې ماشومه نجلۍ چې ژوندۍ ښخه شوې وه په لږ کیندل شوي قبر کې موندلې شوې. د پولیسو سیمه ییز مشر ابې نندن سنګ خبریالانو ته وویل چې ماشومه هغه کلیوال موندلې چې له زوکړې لږ وروسته مړه شوې خپله لور یې خښوله.
ماشومه نجلۍ چې نژدې د ۹۰ سانتي مترو په ژوروالي کوتي کې اېښودل شوې وه، له موندل کېدو سره ژر روغتون ته ورسوله شوه چې اوس په ښه کېدو ده.
ځایي پولیسو د پېښې په تړاو څېړنه پیل کړې ده. د دوی یو مشر ښاغلي سنګ وویل "موږ هڅه کوو د ماشومې مور او پلار پیدا کړو او شک لرو چې دا کار به د دوی په خوښه شوی وي."
د پولیسو د مشر په وینا کلیوال دغه نجلۍ د تصادف له مخې هغه مهال موندلې ده چې د خپلې لور لپاره یې قبر کینده.
ښاغلی سنګ زیاتوي "کله چې کلیوالو د نژدې یو متر په ژوروالي قبر کینده، یوم پر یوې کندې لګېدلی چې له راسپړلو سره ګوري چې یوه ماشومه نجلۍ پکې ده."
د جنسي توپیر له پلوه هند په نړۍ کې یو له تر ټولو بد هېواد دی. د ښځو پر وړاندې ټولنیز توپیري چلند کېږي او نجونو ته د اقتصادي بوج په سترګه کتل کېږي، په تېره بیا په بې وزله ټولنو کې.
- هند: د ۱۰ کلنې نجلۍ د ماشوم پلار هغه سړی نه دی، چې په تور یې نیول شوی
- لندن شاهي روغتون کې د نو زېږو د بدلېدلو وېره پیدا شوې
- هغه کلیوال ماشوم چې هند یې تر سپوږمۍ ورساوه
کمپاین کوونکي وايي په دودیز ډول هلک ته لومړیتوب ورکول په دې معنا ده چې میلیونو ښځینه ماشومانې د مور په نس کې او په ماشومتوب ضایع کېږي.
که څه هم د مور په نس د نجونو ډېر جنینونه د جنسیت معلومولو په ناقانونه کلینیکونو کې ضایع کېږي، له زوکړې وروسته د ماشومو نجونو وژل هم کوم غیر معمول کار نه دی.