د افغان اقتصاد پراختیا کې د کلیوالو ښځو ونډه

عکس د انځور حقوق Getty Images

افغان دولت وايي، په یوه، لس کلن پروګرام کې یې زرګونو کلیوالو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې او نړیوال بانک دغو ښځو ته د پراختیایي پروګرامونو او د ښه ژوند لپاره ژمن دی.

د کلیو او پراختیا وزارت وايي، په سیمه ییزې اقتصادي پراختیا کې کلیوالې ښځې ډېره ونډه لري،دا وزارت دغه څرګندونې د اکټوبر په پنځلسمه د کلیوالي ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي.

ملګري ملتونه هم وايي، کلیوالي مېرمنې په کور کې د خوړو په چمتو کولو کې مهمه ونډه لري.

د کلیو او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند وايي، د کلیو پراختیا پروګرام چې د نړیوال بانک له لوري پلی شوی، د کلیوالي ژوند په ښه کولو کې یې ښې پایلې لرلي: "ددغه پروګرام پایلې ډېرې ګټورې وې، موږ په دې لس کلن پروګرام کې ښځو ته نږدې سل زره کارونه پیدا کړل، موږ د کلیوالي اقتصاد ژوند ښه کولو په نوم یو نوی پروګرام هم پیل کړی، په دې پروګرام کې زموږ پاملرنه ۸۰ سلنه مېرمنو ته ده، په داسې حال کې چې په پخواني پروګرام کې دا پاملرنه ۵۰ سلنه وه، موږ دې کار ته ۱۰۰ میلیونه ډالر ځانګړې کړي دي."

په همدې مهال د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت په راتلونکو پنځو کلونو کې د ښځو د اقتصادي پراختیا لپاره د بل پروګرام د پیل خبر ورکوي.

دا چې د اکتوبر پنځلسمه د کلیوالي مېرمنو او نجونو نړیواله ورځ نومول شوې، ملګري ملتونه هم وايي، کلیوالي مېرمنې په کور کې د خوړو په چمتو کولو او د طبیعي سرچینو په خوندیتوب کې مهمه ونډه لري.

دا سازمان وايي، په کلیوالي سیمو کې د ښاري سیمو پرتله د بې وزلۍکچه ډېره ده.

د انځور حقوق Ministry of Rural Rehabilitation and Development M
Image caption د کلیو او پراختیا وزارت وايي، په سیمه ییزې اقتصادي پراختیا کې کلیوالې ښځې ډېره ونډه لري

د ښځو لپاره د اقصادي فعالیتونو زمینه برابرول، د وړو کارخونو جوړول له کلیوالي لاسي صنایعو څخه ملاتړ او مېرمنو ته پور ورکول د کلیو په کچه د پراختیا برابرولو له مهمو موخو څخه دي.

پښتنې په بلخ کې د کلیوالي پراختیا په ملاتړ یوه وړه کارخونه پیل کړې. نوموړې وايي، په دې کار سره یې هم خپل ځان او هم نورو کلیوالي مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

نوموړې وايي:"ما سره په دې کارخونه کې ۸ خوېندې کار کوي چې سږکال د بلخ په کچه لومړی مقام هم ترلاسه کړ،له دې سره سره چې زه پرمختللي وسایل هم نه لرم او په کور کې یې جوړوم".

ملګرو ملتونو سږ کال د کلیوالي ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې شعار له اقلیمي ګواښونو او ککړ چاپیریال اړوند ټاکلی.

د افغانستان په ډېرو کلیو کې مېرمنې د مالدارۍ، کرنې، لاسي صنایعو او په خیاطۍ بوختې دي دغه مېرمنې له دې لارې هڅه کوي چې له بې وزله اقتصاد سره مبارزه وکړي.

ورته مطالب