ظریفه غفاري؛ د بي بي سي د ۱۰۰ پیاوړو ښځو په لېست کې

ظریفه غفاري د انځور حقوق Zarifa Ghafari

بي بي سي د ۲۰۱۹ کال لپاره د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د سلو الهام بخښونکو او اغیزناکو ښځو نوملړ خپور کړی دی. په دې نوملړ کې له افغانستان د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار د ښاروالې ظریفې غفاري نوم هم راغلی دی.

ظریفه غفاري په ۱۹۹۲ کال په کابل کې زېږېدلې، تر دولسم ټولګي یې په افغانستان کې زدکړې کړې دي او لسانس او ماسټري یې د اقتصاد په برخه کې په هند کې بشپړ کړي دي.

ظریفه غفاري وړاندې له دې چې افغان حکومت کې دنده واخلي، د پیغلې (اېف اېم) په نوم یې یوه راډیو جوړه کړه چې په لوګر، غزني او میدان وردګو کې فعاله ده.

ظریفه غفاري وایي، راډیو یې د افغان ښځو د ستونزو او غږ انعکاس دی.

اغلې غفاري په ۱۳۹۷ کال کې د ازادې سیالۍ له لارې د میدان ښار د ښاروالې په توګه غوره شوه.

ظریفې غفاري ویلي، د ګومارنې په اړه یې د رسمي حکم صادرېدو سره سره بیا هم لومړۍ ۹ میاشتې و نه توانېده د یو لړ ستونزو له امله خپله دنده پیل کړي.

نوموړې وایي، دا چې ښځه وه او لوړې څوکۍ ته بریالۍ شوې وه، نو د نوې دندې پر وړاندې یې ځینو کړیو دسیسې جوړې کړې وې.

د اغلې غفاري په ټکو د یو شمېر تنګنظره نارینه‌ و پر وړاندې له ۹ میاشتنۍ مبارزې وروسته او د افغان حکومت په مرسته وتوانیده چې میدان ښار ته د ښارولې په توګه لاړه شي.

په میدان ښار کې د اغلې غفاري له دندې ۷ میاشتې l تېرېږي، خو دا وایي اوس هم ورسره تبعیضي چلند کېږي.

هېره دې نه وي چې تېر کال د نرګس ترکې په نامه یوه بله افغانه پېغله هم د بي بي سي د سلو پیاوړو ښځو په لېست کې راغلې وه. بي بي سي هر کال په دې لېست کې د نړۍ له هرې برخې هغه ښځې راټولوي چې کار او هڅو یې په ټولنه کې مثبت بدلون راوستی وي او نورو ښځو او نجونو ته یې الهام ور بښلی وي.