افغانستان: د پوليسو اکاډیمۍ د جنرال عبدالرازق په نامه شوه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان: د پوليسو اکاډیمۍ د جنرال عبدالرازق په نامه شوه

افغانستان کې د پوليسو اکاډمي د جنرال عبدالرازق په نامه شوه. دا اعلان نن د کندهار د مخکيني امنيه قومندان جنرال رازق د وژنې د لومړي تلين پر مهال/ افغان ولسمشر په کابل کې وکړ. جنرال رازق تېر کال د اکتوبر په ١٨ مه نېټه په کندهار کې ووژل شو چې د پېښې مسووليت يې طالبانو په غاړه واخيست. د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې نن د ده د لومړي تلين په مناسبت غونډې جوړې شوې وې. له کندهاره مامون درانى د جنرال رازق په کار او اغېز رپوټ راکوي.

اړونده مطالب