"ننګرهار کې ۷۲ داعشیان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي"

چارواکي وایي، داعش وسله والو پورې اړوند ښځې او ماشومان یې د افغاني دود له مخې رسنیو ته ونه ښودل. د انځور حقوق ننګرهار ولايت رسنيو دفتر‎
Image caption چارواکي وایي، داعش وسله والو پورې اړوند ښځې او ماشومان یې د افغاني دود له مخې رسنیو ته ونه ښودل.

د ننګرهار ځايي چارواکي وایي، په دې ولایت کې ورته د داعش ۷۲ غړي تسلیم شوي چې ۱۹ مېرمنې او ۳۵ ماشومان هم په کې دي.

چارواکي وایي، دې ډله کې درې مېرمنې او درې سړي اردني او يو مېرمن او يو سړی د پاکستان اوسېدونکي دي.

نن يوې رسنيزې غونډه کې د ۷۲ داعش ډلې غړو له شمېره ۱۸ نارينه او د طالبانو شپږ غړي چې حکومت غاړې ته ورغلي و رسنيو ته وښودل شول، خو هغه ۱۹ مېرمنې او ۳۵ ماشومان د خبريالانو مخې ته رانه وړل شول چې چارواکي وايي، د داعش د دې تسلیم شويو وسله والو د کورنۍ غړي دي.

چارواکي وایي، داعش وسله والو پورې اړوند ښځې او ماشومان یې د افغاني دود له مخې رسنیو ته ونه ښودل.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل، د داعش په تسليم شويو وسله والو کې درې نارينه او درې ښځينه د اردن او يو نارينه او يوه مېرمن د پاکستان وګړي دي. د ښاغلی مياخېل په وينا دا خلک ځکه امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي چې عملیاتو کې ډېرکمزوري شوي وو.

د انځور حقوق ننګرهار ولايت رسنيو دفتر‎
Image caption د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل، د داعش په تسليم شويو وسله والو کې درې نارينه او درې ښځينه د اردن او يو نارينه او يوه مېرمن د پاکستان وګړي

خبري غونډې د داعش يو اردني غړي مالک زايد وويل، له خپلو درې نورو ملګرو سره په قاچاقي ډول له ترکيې او ایرانه د افغانستان جګړې لپاره راوستل شوي دي:

"موږ په دوو ورځو کې را وتښتېدو، ما او مېرمنې مې ډېرې غرنۍ لارې ووهلې، لوږه او تنده مو تېره کړه، الحمدالله یوه کس مو پيدا کړ، هغه ته مو پیسې ورکړې او لارې ګودرې یې را وښودې."

د ننګرهار ځایي امنيتي چارواکو وويل، دې وسله والو د ننګرهار د شینوارو په هسکه مېنه، اچين، غني خېلو او د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې وسله وال فعالیتونه کول.

که څه هم د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې له دې وړاندې د اسلامي دولت نومې ډلې داعش د پاکستانیو غړو او مېرمنو ویل شوي و، خو دا په لومړي وار په دې ډلې کې د اردني وسله والو بېلګې يادېدای شي.

د اسلامي دولت نومې ډلې داعش افغان حکومت سره په دومره لوی شمېر کې د دې کسانو د تسلمېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ډلې پر وړاندې د افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو سره سره لا هم د ننګرهار د هسکې مېنې، اچين، پچيراګام او خوږیاڼو ولسوالیو په لېرې پرتو سيمو کې فعاليت کوي.

د ننګرهار ځایي چارواکو تېره ورځ وويل، په تېرو دوو مياشتو کې د دې ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د داعش او طالب وسله والو په خپلمنځي نښتو کې د دواړو ډلو ۱۷۵ وسله وال وژل شوي او ژوبل شوي.

ورته مطالب