دفاع وزارت: دهنه غوري ولسوالۍ مو له طالبانو بېرته ونیوله

دفاع د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان دفاع وزارت وایي د دهنه غوري ولسوالۍ د نیول پر وخت یې طالبانو ته مرګژوبله هم اړولې ده

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د بغلان (دهنه غوري) ولسوالۍ یې څه باندې درې کاله وروسته بېرته له وسله والو طالبانو ونیوله. د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، د دهنه غوري ولسوالۍ د بېرته نیولو په عملیاتو کې وسله والو مخالفانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.

دغه وزارت وایي چې له څو ورځنیو عملیاتو وروسته یې تېره شپه طالبان له دې ولسوالۍ په شا کړل او د ولسوالۍ پر ودانۍ یې حکومتي بیرغ وځړاوه. طالبان بیا وایي، د معلوماتو په راټولولو لګیا دي او په دې اړه لا نظر نه شي ورکولای.

بل لور د افغانستان کورنیو چارو وزارت چارواکو له بی بي سي سره خبرو کې تایید کړې چې د بادغیس امنیه قومندان شریف الله چمتو نن ( پنجشبه اکتوبر ۲۴) پلازمېنه کابل کې وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، ښاغلی چمتو په رخصتیو کابل ته تللی و چې د کابل شپږمه امنیتي حوزه ګمپنۍ سیمه کې وسله والو طالبانو په نښه کړ. وسله والو طالبانو ویلي، دغه برید دوی کړی دی.

دی وايي:"شریف الله چمتو چې کابل ته په رخصتۍ راغلی و،نن د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته په تروریستي برید کې ووژل شو، یو ساتونکی یې برسیرن ټپي دی" .

ښاغلی رحیمي زیاته کړه چې د دې برید غچ به اخلي.

د انځور حقوق Facebook
Image caption د کورنیو چارو وزارت وایي شریف الله چمتو کابل ته په رخصتۍ تللی و

د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ درې کاله وړاندې د ۱۳۹۵ لمریز کال په زمري میاشت کې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله.

دغه ولسوالۍ د پلخمري ښار لویدیځې څنډې ته د کابل- شمال په لویه لاره پرته ده.

کله چې طالبانو دا ولسوالۍ ونیوله، ورسره د بغلان ښار ته نژدې د ډنډغوري او ډنډ شهاب الدین سیمې هم ناارامه شوې.

د بغلان د ولایتي شورا منشي محمد حنیف کوهدامانی وایي، دهنه غوري کې د طالبانو ماتول، د ټول بغلان له امنیت سره مرسته کولای شي:

"دهنه غوري د بغلان له مهمو ولسوالیو نه ده او خطرناکه جغرافیه لري، د دولت مخالفان له څو کلونو راهیسې دلته ځای پر ځای و او دا سیمه یې د تجهیزاتو او غونډو مرکز و، دهنه غوري په بغلان کې طالبانو ته د ملاتېر ارزښت درلود، له هغه ځایه یې هر ځای ته تګ را تګ او فعالیت کاوه، اوس امنیتي ځواکونو د دې سیمې کنټرول په لاس کې اخېستی."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کوهدامانی وایي، دهنه غوري کې د طالبانو ماتول، د ټول بغلان له امنیت سره مرسته کولای شي

دهنه غوري د بغلان له هغو ولسوالیو نه ده چې څو ځله د طالب او افغان ځواکونو د جګړې له کبله د خبرونو سرټکو کې راغلې.

څو کاله وړاندې د سرحدونو چارو پخواني وزیر ګلاب منګل د دغې ولسوالۍ د سپین ږیرو په حضور کې یوه هوکړه لاسلیک کړه چې ډېر غبرګونونه یې وپارول.

د دغې هوکړې له مخې پریکړه شوې وه چې امنیتي ځواکونه به دهنه غوري کې پر طالبانو برید نه کوي او بدل کې به یې طالبان د کابل-مزار لویې لارې امنیت ساتي.

ورته مطالب