کمېسیون: د رایو د چاڼ بهیر پیل شوی او ژر به بشپړ شي

حبیب الرحمن ننګ د انځور حقوق Election Commission of Afghanistan
Image caption د ټاکنو کمېسون دارلانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ بي بي سي ته وویل، ډرملاګ کمپنۍ له خوا د چاڼولو بهیر رسماً پیل شو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، مرکزي سرور ته د رایو له بشپړ لېږد وروسته اوس د رایو چاڼول پیل شوي دي. د کمېسیون په خبره، د رایو چاڼول د جرمني کمپنۍ ډرملاګ له خوا ترسره کېږي او هېڅ ډول لاسوهنه په کې نشته. د دې کمیسیون یو کمېشنر وايي، هیله مند دی چې دغه لړۍ په درې ورځو کې پای ته ورسېږي.

مرکزٍي سرور کې د رایو چاڼولو بهیر وروسته له هغه پیل شوی چې د معلوماتو عمومي زېرمې ته د قرنطین شویو بایومټریک الو د معلوماتو لېږدول پای ته ورسېدل.

د ټاکنو کمېسون دارلانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ بي بي سي ته وویل، ډرملاګ کمپنۍ له خوا د چاڼولو بهیر رسماً پیل شو، خو دا یې روښانه نکړه چې څه شمېر رایې تراوسه چاڼ شوي او څومره تکراري هغه دوی موندلي دي.

ده بي بي سي ته وویل، په دې برخه کې بیا ځلي او د کم عمرو راېې، د رایه ورکوونکي د عکس له مخې کاریدلې رایې، مخکې له اوو بجو او وروسته له پنځو بجو اچول شوې او له مرکزونو بهر کارېدلي رایې په اتومات ډول د مرکزي سرور له خوا پیژندل کېږي او په خبره یې به دې لړۍ کې به هېڅ ډول انساني لاسوهنه نه وي.

دی زیاتوي، د پاکو او ناپاکو رایو له بېلولو وروسته به پایله د ټاکنو له کمېسیون او د ټاکنیزو ډلو له څارونکو سره شریک شي.

د اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکی ټاکنیزي ډلې یو لوړپوړې غړی او څارونکی داود سلطانزوی وايي، د رایو چاڼولو بهیر باید ژر بشپړ شي، په وینا یې په کې ځنډ به د ټاکنو په پایلو کې د لاس وهني لامل شي.

د انځور حقوق Election Commission of Afghanistan

بل خوا د عبدالله به مشرۍ د ثبات او همپالني ټاکنیزه ډلې غړی محمد یونس نواندیش د رایو د چاڼولو له پیل چندان ډاډه نه ښکاري.

د معلوماتو عمومي زېرمې ته د بایومټریک الو د معلوماتو لېږدولو بهیر پرون بشپړ شو.

د ټاکنو کمېسیون د دې بهیر له بشړولو سره ویلي وو په مرکزي سرور کې د رایو چاڼول درې ورځې وخت نیسي، خو د ټاکنیزو ډلو څارونکي بیا په دومره وخت کې رایو چاڼولو ته هیله من نه دي.

ورته مطالب