کابل کې د پاکستان سفارت: یوازې سختو اړمنو کسانو ته ویزه ورکوو

پاکستان سفارت د انځور حقوق Getty Images

په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان کړی چې یوازې هغه کسانو ته به ویزه ورکوي چې سخته یا بېړنۍ اړتیا ورته لري.

سفارت په یوه خبرپاڼه کې له افغانانو غوښتي چې په سړه هوا کې له بېړنۍ اړتیا پرته د پاکستان کنلسګریو ته ور نه شي. د پاکستان د ویزې اخیستلو پر وخت د خلکو ګڼه ګوڼه افغانانو ته یو لوی سرخوږی دی.

د پاکستان سفارت د پنجشنبې ورځې خبرپاڼه کې ویلي، روان وضعیت ته په کتو د افغانانو لپاره به د ویزې ورکړه کې کموالی روالي، خو هغو کسانو ته به ویزه ورکوي چې سخته اړتیا ولري.

بل لور ته هند او پاکستان د خپلې ګډې پولې په سیمه کې د تګ راتګ لپاره د یوې لارې پر انیستلو هوکړه کړې چې د کرتارپور راهداري یا دهلېز نوم ورکړل شوی دی.

د هوکړې له مخې به د هند سیکان له ویزې پرته کولای شي له همدې لارې پاکستان ته ننوځي او پاکستان کې د خپلو مذهبي ځایونو زیارت وکړي.

د تېر کال نومبر میاشت کې د دغه دهلېز پرانیستلو هوکړه شوې وه. د هوکړې له مخې له هنده د هر دین پیروان کولای شي پاکستان ته سفر وکړي. دا سفر له ویزې پرته هم کېدای شي، خو پاسپورټ او ای ټي اې نومې اجازه پکې شرط دی.

د ځانګړو رخصتیو له ورځو پرته به دغه دهلېز ټول کال د تګ راتګ لپاره پرانیستی وي او هندي چارواکي به لس ورځې مخکې د زیارت کوونکو لېستونه پاکستان ته ورکوي.

یو افغان وګړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل د پاکستان له لوري نوې پریکړه به ستونزې لا ډېرې کړي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې هم کابل کې د پاکستان سفارت افغانانو ته د ویزو د ورکړې په اړه محدودیتونه لګولي وو او اعلان یې کړی و چې یوازې د پاخه عمر لرونکو، ناروغانو او ښځو ته به ویزه ورکوي.

دغه سفارت له افغان حکومت نه غوښتي وو، د هغه کسانو مخه دې ونیسي چې سفارت نه بهر خلکو نه د ویزې اخیستلو په نوم رشوت اخلي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هغه پولیس ونیوه چې کابل کې د پاکستان سفارت د ودانۍ مخ ته ې څو تنه ویزه غوښتونکي وهلي او ټکولي وو.

پر افغان پولیسو تور دی چې له یو شمېر هغو کسانو سره اړیکي لري چې ویزه غوښتونکو ته د پیسو په بدل کې کار کوي.

د پاکستان سفارت د خبرپاڼې له مخې په تېرو ۹ میاشتو کې یې افغانانو څلور لکه او پنځوس زره ویزې ته ورکړې دي.

ورته مطالب