جلال اباد کې ځانمرګي برید او بمي چاودنې مرګژوبله اړولې ده

د افغانستان په ختيځ ښار جلال اباد کې ځايي چارواکي وايي، ماښام شپږ بجې د جلال اباد ښار ۴ ناحيه کې د نظم عامې پوليسو پر تالاشۍ پوستې یوې چاودنې ۲ پوليس وژلي دي. د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږیاڼی وايي، پېښه کې دوه پوليس او ۴ ملکي کسان هم ژوبل دي.

ویل کېږي چاودیدونکي توکي د ۴۰ متره سړک په اوږدو کې ځای پر ځای شوي وو، چې د چاودنې له کبله یې مرګژوبله رامنځته شوه. له دې مخکې نن ماسپښین په همدې ښار کې د ملي امنيت پر صفر دوه ځواکونو ځانمرګي بريد کې لږ لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل دي.

بريد د دې ځواکونو پر یوه موټر له ځايي مهال سره سم له غرمې وروسته دوې بجې د ښار ۴ ناحيې په بېز اکمالاتي سيمه کې وشو.

د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزی د ننګرهار چارواکو له قوله وايي، بريد کې د صفر دوه افغان ځواکونو درې سرتېرې وژل شوي او ۶ ژوبل دي دغه راز پېښه کې دوه ملکيان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي. د روغتون چارواکي وايي، ژوبلو کې شپږ ماشومان دي.

جلال اباد کې ځانمرګی برید؛ لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي دي

"ننګرهار کې د ۶ اردنیانو په ګډون ۷۲ داعشیان تسلیم شوي"

ننګرهار: جومات کې د چاودنې له کبله ۶۲ کسان وژل شوي دي

ځېنو ژوبل شوي کسان تر لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته استول شوي دي.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي، دغه برید دوی کړی دی او امنیتي ځواکونو ته یې د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

برید له ځايي مهال سره سم ماسپښین نژدې دوې بجې شوی دی. بل لور ته د جلال اباد حوزوي روغتون چارواکي وايي، دوی ته د پېښې له ځایه یو مړی او ۱۵ ژوبل کسان وروړل شوي دي، چې شپږ یې ماشومان دي.