ناټو: کلک هوډ لرو چې افغانستان بیا د ترهګرۍ ځاله نه شي

د ناټو سرمنشي ينز سټولټنبرگ د دغه تړون د دفاع وزیرانو غونډه کې وویل، فساد افغانستان کې يوه جدي ستونزه ده او په وينا يې ناټو چې د افغان ځواکونو روزنه او مالي سمبالښت کې مرسته کوي له فساد سره مبارزه ورته خورا مهمه ده.

د ناټو د دفاع وزيران په برسلز کې خپله ناسته کې پر افغان سوله، امنيت، تېرو ولسمشرۍ ټاکنو او د فساد پر وړاندې مبارزه باندې وغږېدل.

د ناټو سرمنشي بروکسل کې د ناټو د د فاع وزيرانو له غونډې وروسته خبرې ناستې ته وويل، دوى په افغانستان کې تل پر روڼتيا ټينگار کړى او تر خپل وس هره هغه چاره ترسره کوي چې ډاډ ترلاسه کړي، ځانگړې شوې پيسې پر خپلو اصلي موخو ولگول شي.

د ناټو په پرونۍ غونډه کې د نړيوال بانک او ځينو نورو نړيوالو بنسټنو استازو هم گډون کړى و.

د ښاغلي سټولټنبرگ په وينا د دوى د گډون موخه هم داوه چې دغه چاره د شونتيا ترکچې په ښه توگه تر سره شي.

ناټو چارواکي وايي د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو غونډه- چې افغان دفاع وزير اسدالله خالد هم پکې حضور درلودـ افغانستان کې د ناټو ماموريت ته پر ژمنتيا ټينگار وکړ.

د ناټو ژمنې

د انځور حقوق NATO

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازى نيکولاس کې وايي د ناټو غړو هېوادو خپله غونډه ټينگ هوډ څرګند کړ چې نه پرېږدي افغانستان يو ځل بيا د ترهگرۍ پر ځاله بدل شي.

"ما په هغه خونه کې افغان ماموريت ته د ناټو دفاع وزيرانو په لوړ غږ او څرگنده ژمنه واورېده چې ويل يې بايد د دغه ماموريت د دوام ډاډ ترلاسه شي. دويم ما يوالي ته د دوى پياوړې ژمنه واورېده، چې موږ د متحدانو په توگه راغلي يو او ځانونه به د متحدانو په توگه عياروو. دريم دفاع وزيرانو په څرگنده ويل چې افغانستان کې د ناټو ماموريت چې د افغان ځواکونو روزنه، ملاتړ او سلا مشوره ده، د دې لپاره دی چې افغانستان بيا د نړيوالې ترهگرۍ پر ځاله بدل نشي. د ا ماموريت پر دغو شرايطو ولاړ دى او تر هغه بايد دوام وکړي چې دا شرايط پر ځاى شي."

د ناټو سرمنشي هم د يوې پوښتنې په ځواب کې- چې امريکا له سوريې خپل ځواکونه واېستل او ايا دا اندېښنه لري چې له افغانستان سره هم ورته کار وشي او مسووليت د ناټو اروپايي متحدينو ته ورتر غاړې شي وويل:

"امريکا بيا بيا افغان ماموريت ته پر خپله ژمنه ټينگار کړى".

د انځور حقوق NATO
Image caption د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه کې افغان دفاع وزیر هم ګډون درلود.

خو نوموړي دا هم زياته کړه چې ناټو افغانستان ته له امريکا سره په گډه تللې اوهلته به د خپل حضور په تړاو پرېکړې هم په گډه کوي.

ښاغلي سټولټنبرگ وويل دوى نه غواړي افغانستان کې له اړتيا ډېرې مودې لپاره پاتې شي خو دا اندېښنه يې هم څرگنده کړه که نړيوال ځواکونه له وخت ډېر وړاندې دغه هېودا پرېږدي نو کېداى شي بيه يې ډېره لوړه وي.

خو ښاغلي سټولټبرگ وويل دوى افغان ماموريت ته ژمن دي خو د دغه ماموريت ارزونې او ځواکونو په شمېر کې ادلون بدلون به دوام لري.

ورته مطالب