مولانا فضل الرحمان د حکومت پر ضد لاریون پیلوي

مولانا فضل الرحمان د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان له لر او بره به سبا یکشنبه د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان پلویان د اپوزیسيون د نورو ګوندونو په شمول د پلازمېنې اسلام اباد پر لور لاریون پېلوي، چې د دوی په خبره تر هغه به يې دغه احتجاج روان وي، چې د لومړي وزیر عمران خان حکومت یې رانسکور کړی نه وي.

د لومړي وزیر خان حکومتي ډله هڅه کوي، چې له اپوزيسیون سره ددغه احتجاج پر ختمېدو مذاکرات وکړي، خو مولانا فضل الرحمان ویلي، لاریون به يې پر خپل ټاکلي وخت ترسره کېږي.

مولانا فضل الرحمان د عمران خان حکومت ړنګولو وړاندیز وکړ

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېر کې د خپلواکۍ غوښتونکو احتجاج

پرون جمعه د حکومتي او اپوزیسيون ګدونو ترمنځ په همدې ترڅ کې لومړنی ملاقات شوی وو، چې د ځينو سرچینو په خبره لومړنۍ لیدنه بې له کوم پرمختګ پرته پای ته رسېدلې. بل پلو مولانا فضل الرحمان د سیند ایالت په لاړکانه ښارګوټي کې له خبریالانو سره خبرو کې ویلي، لاریون به يې په هر صورت پر خپل وخت ترسره کېږي:

''د خپلواکۍ لاریون به که خدای کول پر خپل وخت پېلېږي او پر یودېرشم اکتوبر به اسلام اباد ته رسېږي. په همدې ترڅ کې چې حکومت کوم ناقانونه ګامونه پورته کړي، چې په هغه کې په پنحاب، بلوچستان او سیند ایالت کې زموږ د ګوند د ایالتي او مرکزي مشرانو پر کورونو چاپې وهل شامل دي، له داسې کړنو سره به ښکاره خبره ده چې حالات خرابېږي. موږ به یو انچ هم له خپل ټاکلي وخت څخه شاته نه شو ''

د انځور حقوق AFP

مولانا فضل الرحمان چې لومړی يې د حکومت پر ضد دغه لاریون اعلان کړ، وروسته يې د اپوزیسيون شاوخوا ټولو ګوندونو نه یواځې د ملاتړ اعلان وکړ، بلکې د یو شمېر ګووندونو مشران او غړي به په همدې لاریون کې ګډون هم کوي.

په پاکستان کې د تېر کال تر ټول ټاکنو سملاسي وروسته چې پخوانی کرېکټ ستوری عمران خان په کې لومړی وزیر شو، د اپوزيسیون ټولو ګوندونو دغه ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او د پاکستان پر استخباراتو يې تور پورې کړ، چې همدوی د ښاغلي خان لپاره درغلي کړې.

لومړی وزیر خان چې لومړی ځل لومړی وزیر شو، د اپوزیسيون دغه تورونه ناسم بولي او وايي، د پاکستان ولس بدلون غوښت، او ځکه يې د ده ګوند ته رايې ورکړې.

اړونده مطالب