غني: د افغانستان ځینې ګاونډیان د ناپيېلتوب اصول نه مراعتوي

غونډه

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح،

سږ کال اذربایجان د ناپيېلتوب غورځنګ د ولسمشریزې غونډې کوربه و

د ناپيېلیو هېوادونو سرمشریزه کې د وینا پر مهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د افغانستان یو شمېر ګاونډي هېوادونه د ناپیېلیتوب اصول تر پښو لاندې کوي. دغه سازمان د سړې جګړې د اوج پر مهال ۱۹۶۱ کال کې د یوګوسلاویا پلازمېنه بلګراد کې رامنځته شو او مهم اصول یې د یوه بل د خاوري تمامیت ته درناوی، شریکې ګټې او برابري، د یوه بل پر خاوره له یرغل کولو ډډه کول، سوله ییز او ګډ ژوند او د یوه بل په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه بلل شوي.

د دغه سازمان تازه غونډه په اذربایجان کې شوې. ولسمشر غني که څه هم رسماً د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو له دې مخکې کابل بیا بیا پر پاکستان تور پورې کړی چې د افغان دولت وسله والو مخالفانو ته یې پناه ورکړې، روزنه ورکوي او ملاتړ یې کوي، خو پاکستان بیا بیا دغه ادعا رد کړې ده.

ولسمشر غني وايي، دې سرغړونو ته په پام سره باید د ناپيېلتوب او مثتبتې بې طرفۍ تعریف له سره وشي، چې ټولیزې ګټې خوندي شي او د ولسونو راتلونکی خوندي پاتې شي.

ښاغلی غني وايي که وسله وال طالبانو او پلویانو یې چې ''دوی ته پټنځایونه ورکوي، ملاتړ یې کوي، زموږ د سولې وړاندیز منلی وای، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر کم او شتون ته به یې اړتیا ته پاتې کېده. ''

ولسمشر غني زیاته کړه، حکومت د ټولیز امنیت مسئولیت لري او 'په دې لار کې ' د افغانستان له ۳۵ زره ډېر رضاکار او اتل سرتېري وژل شوي '' چې په وینا یې د افغانستان له ازادۍ، عزت او اساسي قانون ساتنه کوي.

د عکس سرچینه، ARG

ښاغلي غني وویل، ''پټنځایونو، مخدره موادو او له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکو '' په نړیواله کچه دوی ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

د نوموړي په خبره همدغه تګلاره د دې لامل شوې چې طالبانو ''په افغانستان کې د ملکي خلکو ډله ییزه پلان شوې وژنه پیل کړې او د تاوتریخوالي تفکر خپرولو او ورانکارۍ له لارې غواړي موږ له منځه یوسي. ''

ولسمشر غني دغه راز د ''مجرمانه اقتصاد '' او په ځانګړې توګه د پولو په اوږدو کې د مخدره موادو کارځایونه یو بل ګواښ وبلل چې په وینا د نړۍ په لر او بر کې مخامخ د ځوان کول او کورنیو پر نیکمرغۍ او سوکالۍ ناوړه اغېز کوي.