خلیلزاد د سولې خبرو بیا پیلولو لپاره سلامشورې کوي

عبدالله او خلیلزاد د انځور حقوق Abdullah Abdullah
Image caption افغان سياستوال وايي خليلزاد له دوی سره په لیدنو کتنو کې د خبرو د بیا پیل امکانات ارزولي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد کابل ته تللی او له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیلولو پر سر یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو سیاستوالو سره خبرې کړې دي. خليلزاد په لیدنو کتنو کې د خبرو د بیا پیل امکانات ارزولي دي.

ښاغلی خليلزاد د سولې د مخامخ خبرو له درېدو نژدې دوه میاشتې ورسته پرون کابل ته رسېدلی او د ولسمشر او اجرائيه مشر په ګډون یې له یوشمېر سیاستوالو سره کتلي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صديق صديقي وايي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او ولسمشر محمد اشرف غني تر منځ خبرو کې د سولې لپاره د افغانستان د حکومت پر پلان خبرې شوې.

هغه ټینګار کوي چې دوی ته د سولې خپل پلان مهم دی او دا بهیر باید یوازې د افغان حکومت په مشرۍ وي.

ښاغلي صديقي زیاته کړه چې په بېجېنګ کې د سولې لپاره د افغانانو د خپل‌منځي خبرو له کنفرانس سره یې هوکړه کړې خو لا هم دغه کنفرانس ته د دولتي پلاوي جزئيات نه دي نهايي شوي.

د انځور حقوق @HamedGailani

یو شمېر افغان سياستوال چې ښاغلي خليلزاد په دغه سفر کې ورسره کتلي وايي دغه استازي ورسره د سولې د خبرو د بیا پیلېدو په تړاو د دوی نظر پوښتلی.

د ملي محاذ ګوند مشر سید حامد ګیلاني بي بي سي ته وویل د ښاغلي خليلزاد له دریځه ورته ښکارېده چې د سولې د خبرو بیا پیل ته لېوالتیا ډېره شوې.

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر هم ویلي چې له امریکا سره د خبرو بیا پیلولو او په تېرو پړاوونو کې د نهايي شوي تړون لاسليکولو ته چمتو دي.

له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې بیا ارګ اعلان وکړ چې د ټاکنو تر پایه یې د سولې هر ډول خبرې درولي او دوی ویلي و چې نوی ولسمشر او حکومت به یې د سولې خبرې پیلوي.

نژدې دوې میاشتې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو لړۍ له نهو پړاوونو او د سولې د هوکړه ليک له نهايي کېدو وروسته لغوه کړه.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایې ورکولو له بهیر وروسته یو وار بیا د دغو خبرو د پیلېدو هڅې هغه مهال ولیدل شوې چې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد اونۍ وړاندې له واشنګټنه د بېلابېلو اروپايي پلازمېنو او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په لور په سفر لاړ.

ځانګړې پاڼه: د افغان سولې بهير

د روانې اکتوبر میاشتې لومړیو کې پاکستان په قطر کې د افغان طالبانو د سیاسي کمېسیون یو پلاوی اسلام اباد ته وربللی و چې هلته یې له پاکستاني چارواکو سره وکتل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملا عبد الغني برادر (ښۍ خوا) او عمران خان

د طالبانو دې ۱۱ کسیز پلاوي چې مشري یې د طالبانو مرستیال مشر ملا عبد الغني برادر کوله، په افغانستان کې د سولې درېدلي بهیر د بیا پیلولو پر شونتیا خبرې وکړې.

طالب پلاوي په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدلي وو او په دغه لیدنه کې د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه هم ګډون درلود.

هغه مهال پاکستاني رسنیو ویلي وو، د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ یو پنځه کسیز پلاوی پاکستان ته رسېدلی دی.

د طالبانو - امریکا خبرې له پیله تر اوسه

تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو اوه پړاوونه تېر شوي؛ شپږ ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې.

لومړی پړاو: د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر دوحه کې پیل شوې.

دویم پړاو: د دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې.

درېیم پړاو: د ۲۰۱۸ کال د دیسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوي ته خبرو کې د ګډون اجازه ورکړه.

څلورم پړاو: د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغان سولې مزل اوږد او له لوړو او ژورو ډک دی.

پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل. د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.

شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د تېر غوايي پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.

اوم پړاو خبرې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول.

اتم پړاو کې، چې د اګسټ پر درېیمه پیل شو، د زلمي خلیلزاد په وینا، له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او پر تخنیکي جزییاتو یې خبرې وکړې، خو د اټکلونو خلاف دا ځل هم ددې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو.

نهم پړاو د اګسټ پر ۲۲مه پیل شو او د سپتمبر تر لومړۍ یې دوام وکړ. په دې خبرو کې امریکایانو او طابانو په اصولو کې یوې خپلمنځي هوکړې ته ورسېدل. زلمي خلیلزاد وویل، که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم وو، په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیان به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې له ۵ پوځي اډو ووځي.

ورته مطالب