د کابل ښار له زوږه ډکه فضا لاسپیکرو نوره هم خرابه کړې

کابل کې غږیزه ککړتیا ان په حساسه ساحه کې هم خلک ځوروي
Image caption کابل کې غږیزه ککړتیا ان په حساسه ساحه کې هم خلک ځوروي

د کابل چاييریال ساتنې اداره وايي، په ښار کې غږیزه ککړتیا د ښاریانو لپاره جدي ستونزې رابرسره کړې. دا ادارې په ښار کې شور او ځوږ د اوسېدونکو روغتیا ته ګواښ بولي. په کابل کې غږیزه ککړتیا ان په حساسه ساحه کې هم خلک ځوروي، حساسې ساحې هغه سیمې دي چې پکې روغتونونه، استوګنځي، ښوونیز او تحصیلي مرکزونه دي.

لاسپېکر د کابل په کوڅو کې یو له اشنا غږونو، خو د ډېرو لپاره ځورونکی دی. دا وړ پلورل په کوڅو کې له پخوا دود دي، خو په وروستۍ یوه لسېزه کې لوډ سپیکرونو دا غږونه بدرنګ کړي.

لاسپيکر په لاس عزیزالله مې د کابل په یوه کوڅه کې ولید، یوه زړه کڅوړه چې پکې یې د ماشین جوړونې توکي یې اچولي په شاه کړې وه: "مجبور یو چې اواز وکړو، که کومه ورځ دا لاوسپيکر نه وي کار ته نه راځم. له دې پرته نه کېږي. اوس شرمېږم چې له لاسپیکر پرته غږ وکړم ورسره روږدی شوی یم."

دی وايي، ډېر ځلې د کورنیو د ځورونې لامل شوی هم دی او ترې غوښتل شوي چې لاسپېکر بند کړي.

د ایسکریم له پلورنې د کچالو تر خرڅلاو پلورنکي په لاسپیکر کې نارې وهي. هغه څه چې د پلورنکي لپاره هوساینه ده خو د اوسېدونکو لپاره لوی مزاحمت دی. دا غږ پر ناروغانو سربېره پر عادي کسانو هم ښه نه لګېږي.

Image caption د ښاروالۍ له کمپاین څو شېبې وروسته د ښار په دغه سیمه کې د بدلون نښې نه لېدل کېږي

د رحمان مېنې اوسېدونکی عبدالولي شینواری وايي، له لاسپیکر پرته هم دا کار کېږي:"که څوک ناروغ نه وي هم په تکلیفوي یې د سپيکر اواز ډېر لوړ وي. دوی کورونو ته یو ټک ټک کولی شي چې دغه شی مې راوړی دی."

په بازارونو کې غږیزه ککړتیا له دې څو چنده بدتره ده.

د ښار په یوه بله څنډه کې بیا د ښاروالۍ چارواکي د لا سپیکرونو په راټولولو بوخت دي. دوی یو کمپاین کې له پلورونکو لاسپيکرونه اخلي. د غرفو یا ټپریو او کراچیو پلورونکي خپه خو خلک خوشحال دي.

د کابل ښاروالۍ د چاپيریال ساتنې عمومي مدیر اجمل- چې په دغه کمپاین کې برخه لري- وايي، د ښار د غږیزي ککړتیا پاکول هم د دوی کار دی:

"مخکې موږ د غږیزي ککړتیا د ضررونو په اړه چې څومره صحت ته تاوان لري عامه پوهاوی ور کاوه. اوس مو عملي کار پیل کړی چې موږ باید دغه راټول کړو. دوی زموږ خبرو ته غوږ ونه نیو مجبور شوو چې را ټول یې کړو."

خو د ښاروالۍ له کمپاین څو شېبې وروسته د ښار په دغه سیمه کې د بدلون نښې نه لېدل کېږي. په دغه ګڼه ګوڼه سیمه کې لاهم د لاسپيکرونو غږ لوړ اورېدل کېږي.

د هوټل له سندرو نیولې د موټرونو تر هارنونو هغه غږونه دي چې د کابل په ډېرو سیمو کې خلک ترې ځورېږي.

په استوګنیزو سیمو کې بله ستونزه د چورلکو د ټیټ الوتغږونه دي، چې د ناامنۍ له امله حکومتي چارواکي، نظامیان او ډیپلوماتان پکې ډېر تګ راتګ کوي.

په همدغو سیمو کې خلک وايي، د نورو غږونو ترڅنګ په جوماتونو کې بې وخته نعتونو او مسلو هم غږیزه ککړتیا رامنځته کړې ده.

Image caption د کابل د چاپيریال ساتنې مشر کاظم همایون 'صوتي' ککړتیا د انسان، حیوان او نبات لپاره جدي ګواښ بولي.

د کابل د جوماتونو رئیس فضل کریم سراجي وايي، له لوړ غږ د مخنیوي په موخه د جوماتونو لپاره هم دوی کړنلارې لري:

"زموږ دین د اعتدال دین دی. موږ باید په هره برخه کې منځ لاري په پام کې ونیسو. هغه لوړغږ چې د خلکو د کرکې لامل ګرځي. خپله دین مو له دې منع کوي. موږ خپلو امامانو ته دستور لرو چې هغه لاسپيکرونه وکاروي چې غږ یې لوړ نه وي."

د غږیزې ککړتیا کنټرول لپاره اصول هم شته. د چاپيریال ساتنې اداره هر ډول کړنه چې له مجاز حده د ډېرې غږیزي ککړتیا لامل کېږي بنده کړې.

د کابل د چاپيریال ساتنې مشر کاظم همایون 'صوتي' ککړتیا د انسان، حیوان او نبات لپاره جدي ګواښ بولي.

دی وايي، د غږ اندازه ګیري واحد ډیسبل معیارونه په بېلابېلو هېوادنو کې توپیرلري. د ښار په منځ کې ۴۰ ډیسبله اجازه شته له دې ډېر د ننګونو لامل ګرځي.

اول محمد چې پر بایسکل خپل توکي پلوري د لاسپیکر لوړ غږ یې له لرې اورېدل کېږي. په خبره یې پرته له دې بله لار نه لري، مجبوره ده چې په لا سپیکر کې د خپل تګ خبر ورکړي:"چې دا ونه لګوو نو خلک څنګه پوهېږي چې دا د موږک دوا ده. د نورو پلورنکو توکي معلومېږي، زموږ وال خلک څنګه وګوري په دې مملکت کې ټول خلک چرتونه وهي په لاره چې ځي، روان دلته وي چرت په امریکا کې وهي تاسې فیصله وکړئ؟"

فیصله به سخته وي، دغه ارزانه لاوډ سپيکرونو ډېرو ته د ډوډۍ پیدا کولو اسانه لاره ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب