د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په ۲۳مه اعلانېږي

د انځور حقوق IEC
Image caption حوا علم نورستاني په یوه خبري غونډه کې وویل چې دوی د دغه نوي مهالویش په اړه هر اړخېزې مشورې کړي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به د لړم میاشتې په درویشتمه نېټه یعنې نژدې درې اونۍ وروسته اعلان کړي.

د دغه کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني په یوه خبري غونډه کې وویل چې دوی د دغه نوي مهالویش په اړه هر اړخېزې مشورې کړي چې د دې په ټکو، د ځنډ امکانات په کې نه وي.

د کمېسیون غړو د دغه ځنډ لامل تخنیکي ستونزې او په ځینو برخو کې د خپلو فعالیتونو کمزوري وبلله او دغه راز یې وویل چې انټرنیتي ستونزې او له نامعلوم لوري په مرکزي زېرمې ته د سایبري بریدونو ګواښونه هم د ځنډ لاملونه وو.

د انځور حقوق IEC
Image caption د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلانه به ډیجیتلي زېرمه کې ځای پرځای شوي معلومات چاڼېږي

په لومړیو کې ټاکل شوې وه چې د تلې د شپږمې نېټې ټاکنو پایلې د همدې میاشتې په ۲۷مه اعلان شوې وای، خو کمېسیون په خپل وخت د پایلو په اعلان ونه توانېد او اوس یې د لړم په ۲۳مه د دغو پایلواعلان ته ټاکلې.

د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلانه به ډیجیتلي زېرمه کې ځای پرځای شوي معلومات چاڼېږي او په ولایتونو کې به د مرکزونو رایې هم له سره شمېرل او له ډیجیتلي هغو سره به پرتله کېږي.

د کمېسیون غړو تر خپل منځه هر ډول مخالفت رد کړ او وېې ویل چې دوی یوازې د خپلو چارو په اړه یو له بله سره استدلال کوي چې کله نا کله د پریکړو د ځنډ لامل کېږي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې څارونکي داوود سلطانزوي د کمېسیون له خوا په ځنډ د لومړنیو پایلو اعلان ته اندیښنه وښوده.

نوموړی وایي، هرڅومره چې د ټاکنو دا بهیرغځېږي، په هماغې اندازې درغلیو او توطیو ته لاره هواریږي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند فریدون خوځون بیا وایي، دا ځنډ ورته هغه مهال د منلو دی چې یوازې د روڼتیا په موخه وي.

ورته مطالب