کونړ کې پر ډیورنډ کرښه نښته؛ "پاکستاني توغندیو" مرګژوبله اړولې

پاکستان سرحدي سرتېري د مهمندو په قبایلي سیمه کې لیدل کېږي د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان له پاکستان سره ٢٢٤٠ کيلو متره اوږده پوله لري چې هره ورځ زرګونه کسان پرې تګ راتګ کوي

رپوټونه وايي چې د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او پاکستاني مليشو ترمنځ جګړه پیل شوې. ویل کېږي نښته د دوکلام په سیمه کې شوې.

د کونړ ولایتي شورا غړیو محمد ساپۍ او شېرزمین بي بي سي ته وویل چې "پاکستاني توغندیو" د ناړۍ ولسوالۍ پاشنګر سیمه کې یوه ښځه وژلې او یو نارینه یې ټپي کړی او په دوکلام سیمه کې هم دوه کسان ټپیان شوي دي.

ښاغلي ساپي وویل، پاکستان د افغانستان پر خاوره تاسيسات جوړول، ځکه جګړه رامنځته شوې ده. ولایتي چارواکي وايي مړه او ټپیان ټول ملکیان دي.

د ناړۍ ولسوال ګل زمان بي بي سي ته وویل چې لومړنۍ ډزې نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې شوي چې تر اوسه لا روانې دي. تر دې وړاندې په دې سیمه کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د اغزن تار پر غځولو هم جنجال و.

د کونړ ولایت رسنيز دفتر وايي "د ډیورنډ پر فرضي پوله د پاکستاني ځواکونو له لوري غیر قانوني تحرکات شوي چې د افغان ځواکونو او ولس له خوا یې مخنیوی شوی دی. "

د کونړ رسنیز دفتر پاکستاني پوځيان د ډزو په پیلولو تورنوي او لیکي چې "د پاکستاني پوځیانو له لوري په ولسونو او امنیتي ځواکونو ډزې شوي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خپل ځان او ولس دفاع کړې."

سرچینې وايي څو ورځې وړاندې دواړو خواوو وروسته له هغه سره خبرې وکړې چې پاکستاني پوځیانو په صفري نقطه کې پوځي تحرکات وکړل.

نژدې دوه میاشتې وړاندې چارواکو خبر ورکړ چې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ د پاکستاني پوځیانو له خوا په ویشتلو شویو مرمیو کې درې کوچنيان وژل شوي و او ۶ نور یې ژوبل کړي ول.

د چارواکو په خبره، تر څو میاشتني ځنډ وروسته پر کونړ د تازه بریدونو د توغندیو شمېر له ۷۰۰ اوښتی دی.

ورته مطالب