ارګ: پاکستان باید پر ډیورنډ کرښه ناقانونه کړنې ودروي

کونړ د انځور حقوق Getty Images
Image caption تر دې وړاندې د پاکستاني بریدونو له کبله ګڼ شمېر کورنۍ بېځایه شوې وې. (د آرشیف عکس)

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په کونړ کې د پاکستاني پوځیانو وروستۍ کړنې "ناقانونه " بللې دي او د درولو غږ یې کړی دی.

پرون د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او پاکستاني مليشو ترمنځ جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د چارواکو په وینا پاکستانیانو د پوځي تاسیساتو جوړولو ته ادامه ورکړه.

افغان پوځ بیا وايي چې په دویمه ورځ هم د ډیورنډ پر کرښه له پاکستاني ځواکونو سره سختې نښتې درلودې او له هغو سیمو یې پاکستانۍ ملیشې په شا کړي چې په وینا یې ناقانونه تاسیسات یې پرې جوړول.

د کونړ د امنیت آمر محمد یوسف چې د جګړې قومنده هم ورله غاړې ده بي بي سي پښتو ټلویزون ته وویل ځايي خلک هم د دوی په ننګه پورته شوي نارینه یې لومړۍ کرښې ته ورغلي او ښځې او ماشومان چې نژدې زر کورنۍ کېږي خوندي سیمو ته لېږدول شوي.

یو قومي مشر ملک شېرزمین وايي، اوس هم پر کلیوالو سیمو توغندي لګېږي.

د کونړ والي عبدالستار میرزک وال وايي د بې ځایه شویو کورنیو لپاره یې د لومړنیو اړتیاو یوه مرستندویه جوپه سیمې ته استولې.

پروني رپوټو ویل چې د پاکستاني پوځ د توپ په ګولۍ یوه مېرمن مړه شوې او درې کسان ټپیان دي، خو ننني رپوټونه ښيي چې درې میرمنې مړې شوې دي او دوه ماشومان ټپيان دي.

Image caption کونړ (عکس د آرشیف)

پاکستانۍ خوا تراوسه د دې جګړې په تړاو څه نه دي ویلي خو کابل کې سرچینو په ډاګه کړې چې اسلام اباد سیمه کې د اوربند غوښتنه کړې. په داسې حال کې چې نن یې هم پوځيانو د ناړۍ پر ولسوالۍ ګولۍ ورولې.

ارګ په غبرګون کې ویلي پاکستان باید ژر تر ژره د ډیورندکرښې په اوږدو کې ناقانونه کړې ودروي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، دوی پر پوله د پاکستاني ځواکونو د سرغړونو په اړه له ډیپلوماتیکو لارو خپل اعتراض کوي.

پرون د کونړ ولایت رسنيز دفتر وویل "د ډیورنډ پر فرضي پوله د پاکستاني ځواکونو له لوري غیر قانوني تحرکات شوي چې د افغان ځواکونو او ولس له خوا یې مخنیوی شوی دی. "

سرچینې وايي څو ورځې وړاندې دواړو خواوو وروسته له هغه سره خبرې وکړې چې پاکستاني پوځیانو په صفري نقطه کې پوځي تحرکات وکړل.

دا بریدونه وروسته له یوې مودې چې دغه سیمه په کرار وه بیا پیل شوي.

ورته مطالب