افغانستان کې له مخابراتي شرکتونو د سملاسي ماليې راټولولو سيستم فعال شو

ټليفون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د مخابراتو وزارت چارواکي وايي د دې سیستم پر مټ به وتوانېږي چې د ګرځندو ټلفونونو کاروونکو لس سلنه مالیه سملاسي او په شفاف ډول راټوله او له حکومت او خلکو سره یې شریکه کړي

د افغانستان د مخابراتو وزارت وایی د لومړي ځل لپاره دوی وتوانېدل د مخابراتي شرکتونو د مالیې ټولولو سملاسي یا ریل ټایم سیستم فعال کړي.

دغه سیستم دا وړتیا لري چې د یو کس د ټلیفون د اچول شوي کرېډېت کارډ لس سلنه مالیه په اتومات ډول د حکومت خزانې ته ولېږدوي. تراوسه شرکتونه هرمیاشت له خپلو عوایدو نه په فزیکی ډول راپور ورکوي او مالیه ترې اخیستل کېږي.

د مخابراتو وزارت چارواکي وايي د دې سیستم پر مټ به وتوانېږي چې د ګرځندو ټلفونونو کاروونکو لس سلنه مالیه سملاسي او په شفاف ډول راټوله او له حکومت او خلکو سره یې شریکه کړي.

دغه سيستم دا وړتیا هم لري چې د شبکې ټول میاشتني عواید او دغه راز د هر پېریدونکي د ساعتوتونو، ورځو او میاشتو لګښت معلوم کړي.

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ چارسمبالی وزیر فهیم هاشمي وايي، د سلام دولتي مخابراتي شرکت نه وروسته خصوصي شرکتونه دې هم د دې سیستم د نښلولو لپاره غاړه کېږدي.

تر اوسه یوازې د سلام مخابراتي شرکت دغه سیستم سره نښلول شوی دی. نوموړی وايي، "هیله لرو چې نور مخابراتي شرکتونه هم په دې برخه کې له مونږ سره همکاري وکړي، مونږ څو ځله له نورو شرکتونو سره هم په دې اړه خبرې کړي او په دې برخه کې هېڅ ډول پلمې د منلو وړ نه دي، بې قید او شرطه غواړو نور شرکتونه هم له ریل ټایم سیسټیم سره ونښلوو".

د مخابراتي شرکتونو د مالیاتو د ټولو پروسه په ۱۳۹۴ کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني د یو تقنیني فرمان په اساس پیل شوه او هغه مهال د شبکو د مالیاتو د ټولولو مسولیت د ماليې وزارت لخوا د اترا ادارې ته سپارل شوې وه.

خو له څه وخت وروسته دغه اداره په دې تورنه شوه چې له خلکو اخیستي مالیات نامعلوم دي او د حکومت بودیجې ته نه ځي.

دا مهال په افغانستان کې پنځه مخابراتي شرکتونو فعالیت کوي او څو ځله خلکو د دې شرکتونو له لوړو بیو شکایتونه کړي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې په دې برخه کې کنټرول راولي.

د مخابراتو وزارت د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۲۸ میلیونه خلک له ټلیفونه ګټه اخلي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې له دې لارې د حکومت بودیجې ته ۱۷ ميلیارده افغانۍ ګټه رسولې چې په کلني ډول پنځه تر شپږو میلیاردو افغانۍ کېږي.