کونړ جګړه: 'افغان پوځ د ډیورنډ له کرښې پاکستانۍ ملېشې په شا کړې'

د بې ځایه شویو کورنیو لپاره ېې د لومړنیو اړتیاوو یوه مرستندویه جوپه سیمې ته استولې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د بې ځایه شویو کورنیو لپاره ېې د لومړنیو اړتیاوو یوه مرستندویه جوپه سیمې ته استولې

افغان پوځ وايي، د افغانستان ختیځ ولایت کونړ کې ېې په دویمه ورځ هم د ډیورنډ پر کرښه له پاکستاني ځواکونو سره سختې نښتې درلودې او له هغو سیمو ېې پاکستانۍ ملېشې په شا کړي چې په وینا ېې ناقانونه تاسیسات ېې پرې جوړول.

د پوځ یوه قومندان بي بي سي پښتو ټلوېزیون ته وویل، ځايي خلک هم د دوی په ننګه پورته شوي نارینه ېې لومړۍ کرښې ته ورغلي او ښځې او ماشومان چې نږدې زر کورنۍ کېږي خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

د کونړ والي عبدالستار میرزک وال وايي، د بې ځایه شویو کورنیو لپاره ېې د لومړنیو اړتیاوو یوه مرستندویه جوپه سیمې ته استولې.

تېره ورځ د پاکستاني پوځ د توپ په ګولۍ درې افغانې مېرمنې ووژل شوې او دوه ماشومان ټپيان شول.

پاکستانۍ خوا تراوسه د دې جګړې په تړاو څه نه دي ویلي، خو کابل کې سرچینو په ډاګه کړې اسلام اباد سیمه کې د اوربند غوښتنه کړې په داسې حال کې چې نن ېې هم پوځيانو د ناړۍ پر ولسوالۍ ګولۍ ورولې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

افغانستان له پاکستان سره ٢٢٤٠ کيلو متره اوږده پوله لري چې هره ورځ زرګونه کسان پرې تګ راتګ کوي

دا په داسې حال کې ده چې په (پنځم د لړم۱۳۹۸) کې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پیل شوې وه. ویل کېده دا نښته د دوکلام په سیمه کې شوې.

د کونړ ولایتي شورا غړیو محمد ساپۍ او شېرزمین بي بي سي ته ویلي و چې"پاکستاني توغندیو" د ناړۍ ولسوالۍ پاشنګر سیمه کې یوه ښځه وژلې او یو نارینه یې ټپي کړی و او په دوکلام سیمه کې هم دوه کسان ټپیان کړي وو.

ښاغلي ساپي وویل، پاکستان د افغانستان پر خاوره تاسيسات جوړول، ځکه جګړه پېښه شوې وه. ولایتي چارواکي وايي، مړه او ټپیان ټول ملکیان وو.

د افغانستان د ولسمشریزې مانۍ ویاند صدیق صدیقي هم کابل کې خبریالانو ته ویلي و چې د ډیورنډ "فرضي کرښې" په اړه یوازې د افغانستان خلک پریکړه کولی شي نه حکومت او په دې برخه کې د افغان حکومت دریځ ډېر روښانه دی. نوموړي وویل، حکومت د ډیورنډ کرښې په اړه د هېڅ ډول پرېکړې واک نه لري.

ارګ وروسته له هغې دا غبرګون ښیي چې پرون په تورخم کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دواړه هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ دا مهمه لاره هره ورځ ۲۴ ساعتونو لپاره پرانیستله.