خلیلزاد له عمران خان سره پر افغان سوله غږېدلی

عمران خان د انځور حقوق Getty Images
Image caption خلیلزاد سره په کتنه کې عمران خان ویلي د هغو هڅو مخنیوی دې وشي چې ځینې لوري غواړي دا شوی پرمختګ کمزوری کړي

افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د سولې په تړاو خبرې کړې دي.

د عمران خان د دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي خان له زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې د افغان سولې په بهیر کې د خپلې پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په خاطر باید ټولې خواوې عملي ګامونه پورته کړي.

له یوې میاشتې په کمه موده کې دا دویم ځل دی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته سفر کوي.

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي له خلیلزاد سره په کتنه کې عمران خان ټینګار وکړ چې په جګړه کې له ټولو ښکېلو خواوو ته پکار دي تاوتریخوالی را کم کړي او په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان لومړي وزیر دغه راز د منفي نظرونو له اغېزه د سولې په برخه کې د شوي پرمختګ د ساتنې خبره کړې.

ده ویلي د هغو هڅو مخنیوی دې وشي چې ځینې لوري غواړي دا شوی پرمختګ کمزوری کړي.

د دې خبرپاڼې له مخې عمران خان ویلي، هېواد یې د یوه اسانچارې په توګه د سولې د بریالیبتوب لپاره هر ممکن کار ته چمتو دی .

د انځور حقوق PAK PM office
Image caption ښاغلي خان له زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې د افغان سولې په بهیر کې د خپلې پوره همکارۍ ډاډ ورکړ

داسې ښکاري چې د سولې بهیر د بیا پیل لپاره ډېر ټینګار پر اوربند یا د تاوتریخوالي پر راکمولو دی .

د تېرې جمعې په ورځ په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د امریکا، روسیې، پاکستان او چین استازو په غونډه کې هم په سملاسي توګه د تاوتریخوالي د کچې په راکمولو ټینګار وشو.

اسلام اباد ته د خلیلزاد له سفره وړاندې کابل ته کې و چې له ولسمشر او نور افغان چارواکو سره یې د سولې په تړاو سلا مشورې کړي دي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي چې محمد اشرف غني او زلمي خلیلزاد د سولې په اړه د افغان حکومت پر تګ لاره خبرې کړي دي:"دا تګلاره مونږ ژر سولې ته نژدې کولی شي. دا طرح څو مهمې موخې لري، اساسي اهداف یې دا دی چې څنګه کولی شو د سولې په اړه یوه ملي اجماع ته ورسېږو او طالبان په دې وهڅوو چې نېغ په نېغه خبرو ته چمتو شي، خو زموږ لومړنی شرط اوربند دی."

د دې تګلارې په دويمه ماده کې له طالبانو غوښتل شوي چې د سولې له خبرو مخکې اوربند وکړي .له اسلام اباد سره خبرې ددې تګلارې بله برخه ده، په دې اړه ویل شوي افغانستان باید پوه شي چې پاکستان ترهګرو ډلو ته پنا ورکوي او که نه.

کابل وايي، اسلام اباد د طالبانو ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې خوندي ځای ورکړی دی، خو پاکستان بیا د طالبان د ملاتړ خبره ردوي.

ښايي چین هم د افغان حکومت او طالب استازو په ګډون د یوې غونډې کوربه وي،دا غونډه پرون کېدله خو د نامعلوم وخت لپاره ځنډېدلې.

ورته مطالب