محب: ملا ذاکر او ځینې نور طالبان داعش سره یو ځای شوي

محب د انځور حقوق GMIC
Image caption حمدالله محب وایي، د طالبانو او امریکایانو هوکړه افغان جګړه نشي ختمولی

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي، تر هغو چې پاکستان طالبان د وسلې ایښودو ته ونه هڅوي، د امریکا او طالبانو کېدونکې هوکړه روانه جګړه نه شي ختمولی.

حمدالله محب نن د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې طالبان د سولې په پلمه د امتیاز په لټه کې دي او د ده په ټکو د ملا ذاکر په ګډون یو شمېر طالبان د جګړې لپاره داعش وسله والې ډلې سره یوځای شوي دي.

ملا ذاکر چې په ملاعبدالقیوم ذاکر مشهور دی، د وسله والو طالبانو پوځي مسؤل و. خو وروسته دې ډلې ویلي وو نوموړي د خپلې ناروغۍ له امله استعفا ورکړې او استعفا یې منل شوې وه.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د حمدالله محب "اوتې بوتې " په ځواب نه ارزي او دوی په دې اړه څه ویل نه غواړي.

ښاغلي محب همدارنګه وویل، په پخواني پلان کې له طالبانو سره د سولې په تړاو هېڅ قید او شرط نه لاره خو اوس یې لري:

"طالبان یو لاس نه دي، پر جنګ کنټرول نه لري او یو شمېر قومندانان یې داعش سره یوځای شوي. نو مهمه دا ده چې لومړی باید دوی ځان ثابت کړي چې پر خپلو قومندانانو او جنګیالیو څومره واک لري. وړاندیز مو دا دی چې هغه وخت د سولې خبرو ته کینو چې یو میاشت اوربند وکړي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي محب ویلي چې افغانستان کې د وسله والو طالبانو جګړه عقیدوي اړخ نه لري

نوموړي یوځل بیا طالبان د پاکستان لاسپوڅي وبلل او غږ یې پرې وکړ چې له پاکستان سره د خپلو اړیکو څرنګوالی په ډاګه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار همدارنګه ادعا کوي، د وسله والو طالبانو جګړه عقیدوي اړخ نه لري، خو د ده په ټکو ښايي ځینې وسله وال یې په دې اند وي.

حمدالله محب وویل چې د دوی د څېړنو له مخې وسله وال طالبان په افغانستان کې د درېیو مواردو لپاره جګړه کوي.

نوموړي وايي، لومړی برخه یې د واک د اخېستلو په هوډ کې دي او غواړي واک ته ورسېږي، دویمه یې بیا په قاچاق کې لاس د دوی لاس لرل دي، هغه که نشه يي توکي وي،الکول وي،وسلې وي او دده په ټکو که انساني قاچاق هم وي ټولو مواردو کې دوی لاس لري.

ښاغلي محب زیاته کړه چې درېیم مورد یې بیا د نورو له خوا لارښوونه ده، پیسې ورته ورکول کېږي او خپله جګړه د ترورېزم په چوکاټ کې مخته بیايي او دده په وینا دلته هغه عقیدوي جنګ له منځه تللی او دا په وضاحت ثابتیږي چې د طالبانو ټوله رهبري په قاچاقو کې شامله ده.

د انځور حقوق GMIC
Image caption حمدالله محب د سه شنبې پر ورځ کابل کې خبري ناستې ته وینا کوله

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وروستي سفر ته په اشارې وویل چې هغه د سولې لپاره نه، بلکې د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو د هڅو په موخه راغلی و.

نوموړي وویل، افغان حکومت له دغو استادانو سره همدردي لري او د را خوشې کېدو لپاره به یې له شته امکاناتو کار اخلي.

داسې راپورونه هم شته چې طالبان د دغو استادانو د خوشې کېدو په بدل کې د حقاني شبکې د بنسټ ایښودونکي د زوی انس حقاني خوشې کېدل غواړي، خو د ملي امنیت سلاکار وویل، تراوسه په دې اړه بحث نه دی شوی چې د امریکایي استادانو د خلاصون لپاره څه باید وشي.

انس حقاني د افغان حکومت په بند کې دی. د ملي امنیت سلاکار دا څرګندونې داسې مهال کوي چې یو شمېر افغانان او د سیمې هېوادونه غواړي چې امریکا او طالبان بیا خبرې پيل او هوکړې ته سره ورسیږي.

د امریکا د سولې مرکچې زلمی خلیلزاد هم له څه ځنډ وروسته کابل ته راغی او ورپسې یې د سه شنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وکتل.

د انځور حقوق PAK PM OFFICE
Image caption ښاغلي خان له زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې د افغان سولې په بهیر کې د خپلې پوره همکارۍ ډاډ ورکړ

د عمران خان د دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي خان له زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې د افغان سولې په بهیر کې د خپلې پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په خاطر باید ټولې خواوې عملي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان لومړي وزیر دغه راز ویلي، د سولې په برخه کې د شوی پرمختګ باید د منفي نظرونو له اغېزه خوندي وساتل شي. ده ویلي، د هغو کسانو او هڅو مخنیوی دې وشي چې غواړي شوی پرمختګ کمزوری کړي.

د دې خبرپاڼې له مخې عمران خان ویلي، هېواد یې د یوه اسانچارې په توګه د سولې د بریالیبتوب لپاره هر ممکن کار ته چمتو دی.

ورته مطالب