ماین پاکانې به بامیان له ماینونو پاک اعلان کړي

اغلې رضايي د بامیانو په پوهنتون کې ټولنپوهنه لوستې
Image caption اغلې رضايي د بامیانو په پوهنتون کې ټولنپوهنه لوستې

په افغانستان کې د اطفایې او عسکرۍ په څېر، ماین پاکي هم د نارینه وو کار بلل کېږي او له همدې کبله ډېرې لږې ښځې زړه ورته ښه کوي.

د ټولنې او کورنۍ د نارینه وو ملاتړ ترلاسه کول هم سخته ده.

خو اوس یو شمېر افغانو ښځو د لومړي ځل لپاره ماین پاکي پيل کړه. دوی دمګړۍ د بامیانو د یوې غرنۍ سیمې د ځنځیري بمونو د پاکولو دنده پیل کړه.

دغو نجونو ماین پاکانو خپلې موخې ته د رسېدو او د کورنۍ د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره ډېرې سختۍ ګاللي دي.

دی وايي په دې سیمه کې د ناچاودو توکو د څار لپاره د ځمکې نبض ګوري چې کلونه کلونه یې عام وګړي قرباني کړي دي.

دا ماین پاکانې د یوې پراخې غرنۍ سیمې د پاکولو مسولیت لري، هغه ځنځیري بمونه سره راټولوي چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې پخواني شوروي ځواکونو پر مجاهدینو توغولي وو.

Image caption په شیبر ولسوالۍ کې ماین پاکي وروسته له هغې پیل شوه چې کابو شپږ میاشتې وړاندې دوه ماشومان ورونه له خپل یوه ملګري سره په دغه سیمه کې د ماین قرباني شول

۲۶کلنه فضه رضايي، دوه لورګاني لري چې یوه یې اوه او بله یې درې کلنه ده:

"زه یوه مور یم او غواړم د ټول بامیان او ان د افغانستان ټول ماشومان د خپلو اولادونو په څېر له دې خطره وژغورم. مور مې ترهېدلې وه او ویل به یې ماین پاکي خطرناکه دنده ده، ضرور به ووژل شې. خواښې مې هم همدغه باور درلود. کله چې مې زده کړې وکړې او ور روښانه مې کړه چې که چا د ماین پاکۍ زده کړې کړې وي، بیا خطرناک کار نه دی. خو دوی ته ډاډ ورکول سخت کار و."

اغلې رضايي د بامیانو په پوهنتون کې ټولنپوهنه لوستې او د ژوند ملګری یې بیا د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کوي.

نوموړې خپله دنده له یوه پټ دښمن سره جګړه بولي: "کله چې مې مېړه کور ته راځي وصیت ورته کوم چې اولادونه مې بې وزله پاتې نه شي، ښايي زما په څېر د هغوی پالنه وکړي، خو پام به پرې کوي. ستونزمنه ده ځکه زه له پېریانو سره په جګړه کې ښکېله یم. ښايي یوه ورځ پر ماین برابره شم. هر سهار په یوه عجیب احساس کې یم چې کورته به ژوندۍ راستنه شم او که نه. له یوه پټ دښمن سره جګړه سخته ده."

په شیبر ولسوالۍ کې ماین پاکي وروسته له هغې پیل شوه چې کابو شپږ میاشتې وړاندې دوه ماشومان ورونه له خپل یوه ملګري سره په دغه سیمه کې د ماین قرباني شول.

Image caption په افغانستان کې د اطفایې او عسکرۍ په څېر، ماین پاکي هم د نارینه وو کار بلل کېږي

د ۱۳ کلن امیرعلي او ۱۵ کلن لیاقت ناڅاپي مرګ د هغوی د مور قندي ګلې او پلار محمد بخش ملا ورماته کړه:

"د روژې میاشت وه. کار ته د تګ په پار مې موټر چمتو کاوه، په دې وخت کې د ګاونډي زوی راغی او ویل یې په وښو پسې ځم. زما دوه زامن هم ورسره ولاړل. نږدې ۱۱ بجې وې چې چاودنه وشوه. خبرنه وم. کله چې ماښام راغلم روژه مې ماته کړه، ومې پوښتل چې هلکان چېري دي؟ کور والاوو راته وویل، د کلي له خلکو سره غره ته تللي، بیا مو په ګډه د شپې تر دوو بجو پلټنه وکړه، خو پيدا مو نه کړل. کورته ستانه شوو او په بل سهار مو جسدونه پیدا کړل."

قندي ګل ته ډېره ستونزمنه وه چې په پرله پسې پوښتنو دا چوپتیا ماته کړي خو بیا یې هم باورنه راته چې بچي یې وژل شوي دي:"کله هم چې پر دسترخان راټول شو، دوی مې ډېر رایادېږي. هره ګړۍ مې سترګو ته درېږي او فکر کوم د خپل پلار ترڅنګ بچي هم همدلته ورسره ناست دي."

د ملګرو ملتونو په مالي مرسته دا ۱۸کسیزه ډله د ماین پاکۍ د یوه بنسټ تر چتر لاندې کار کوي. له دغه ټیم سره د یوځای کېدو انګېزه د ترخو تجربو پایله وه.

۲۲ کلنه فاطمه امیري د دغه ډلې له ځوانو، هڅاندو او تکړه غړو څخه یوه ده:

"لس کلنه وم، په یکاولنګ ولسوالۍ کې زموږ یوه ګاوندي خپل جای نماز پر یوه ځای پر ځای کړي ماین هوار کړ. کله چې پر سجده شو سر یې پر ماین ور برابر شو. بل ځل بیا زموږ یو بل ګاونډی د لوی اختر په ورځ غره ته ولاړ، ویل یې بېرته ژر راځم، خو هېڅکله بیا راستون نه شو. هماغه وخت مې پرېکړه وکړه چې کاشکې مې وسایل درلودای او د سیمې ټول ماینونه مې پاک کړي وای."

Image caption ټاکل شوې ډېر ژر به بامیان د افغانستان لومړی له ماینونو پاک ولایت اعلان شي

اغلې امیري وايي، د کورنۍ له ملاتړ سره- سره یې د کليوالو او خپلوانو قانع کول هم ډېر وخت ته اړتیا وه:

"په پیل کې پر ټولو بده لګېده او ویل به یې نجلۍ مو نه وه لیدلې چې دریشي وکړي او غره ته لاړه شي. خو پلار مې ډېره ملا وتړله او ویل به یې چې لور او زوی توپیر نه ورته لري. د کلي مولوي مو ویل ولې باید یوه نجلۍ پتلون واغوندي؟ وروسته موږ د خپل کار په اړه وضاحت ورکړ. اوس یوازې زموږ په کلي کې ۲۵ نجونې غواړي ماین پاکانې شي."

د دغو ماین پاکانو کار یوازې د ناچاودو توکو خنثی کول نه دي، بلکې د هري کاري ورځې په پای کې موندل شوي چاودېدونکي توکي په هماغه سیمه کې الوځوي.

ټاکل شوې ډېر ژر به بامیان د افغانستان لومړی له ماینونو پاک ولایت اعلان شي. فاطمه وایي:

"ترڅو چې سا راکې چلېږي او په رګونو کې مې وینه جریان لري، کولای شم او چمتو یم د ماین پاکۍ دنده د افغانستان نورو ولایتونو ته هم وغځوم. "

ناچاودلي ماینونه له کلونو لټون وروسته لا هم افغانستان کې په منځني ډول هره ورځ د څلور تنو ژوند اخلي.

په افغانستان کې د ماینونو د انسجام او پاکوالي اداره وايي، لا هم تر ۱۷۵۰ کیلومتر مربع ځمکه په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه ده.

ورته مطالب