افغان دیپلوماتانو ته سپارښتنه: "پر خواله رسنیو سیاسي نظر مه ورکوئ"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بهرنیو چارو وزارت خپلو کارکوونکو ته ویلي چې پر خواله رسنیو دې سیاسي او امنیتي موضوعات نه شاربي

بي بي سي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه رسمي لیک ترلاسه کړی چې پکې د دې وزارت ټولو رسمي او قراردادي کارکوونکو ته جدي سپارښتنه شوې ده چې پر خواله رسنیو دې د هېواد د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه له هر ډول بحث او نظر ورکولو ډده وکړي.

دا لیک د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال ادریس زما لخوا لاسلیک شوی او په کابل او ولایتونو کې د بهرنیو چارو وزارت د ټولو څانګو په ګډون، له هېواده بهر د افغانستان سیاسي استازولیو او کونسلګریو ته استول شوی دی.

له دې لیکه څرګندېږي چې د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم خپلو ټولو کارکوونکو ته د خواله رسنیو د کارولو په اړه یو لارښود استولی دی.

د لیک په پای کې راغلي، که چېرې د دې وزارت کوم کارکوونکی سرغړړونه وکړي نو د مکافات او مجازاتو د اصل له مخې به قانوني چلند ورسره کېږي.

Image caption بي بي سي په دې تړاو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت رسمي لیک ترلاسه کړی

په دې وروستیو کې پر خواله رسنیو د بهرنیو چارو وزارت د یو شمېر کارکوونکو نظرونو په حکومت کې د ننه او همدا راز په عامو خلکو کې بحثونه او ان اختلافات را پارولي دي.

تر ټولو وروستۍ بېلګه یې د بهرنیو چارو وزارت پخوانی ویاند صبغت الله احمدي و، چې د افغان سولې په تړاو پر خواله رسنیو د خپلو څرګندونو له کبله له دندې ګوښه او وروسته لویې څارنوالۍ ته ور وپېژندل شو.

تېره میاشت پاکستان ته د طالب استازو د سفر پر مهال ښاغلي احمدي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې افغان دولت د سولې په لړ کې د سیمې د هېوادونو د هلو ځلو هرکلی کوي.

د انځور حقوق MFA
Image caption صبغت الله احمدي پر خواله رسنیو د خپلو څرګندونو له کبله له دندې ګوښه شوی و

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ پاکستان ته د طالب استازو پر سفر شک ښودلی و او د ښاغلي احمدي څرګندونې یې د هغه شخصي نظر بللې و. خو صبغت الله احمدي ټینګار کاوه چې د بهرنیو چارو وزارت رسمي دریځ یې شریک کړی دی.

نوموړی وروسته له دندې ګوښه شو، خو د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دې تړاو د ولسمشر محمد اشرف غني امر رد کړ او دایې د ټاکنیز کمپاین برخه وبلله.

له څو ورځو ناندریو وروسته صبغت الله احمدي له دندې لېرې شو او پر ځای یې میریس ناب د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویاند ونومول شو.

ورته مطالب