بامیان به ډېر ژر له ځمکنيو ماينونو پاک لومړنى افغان ولايت اعلان شي

بامیان به ډېر ژر له ځمکنيو ماينونو پاک لومړنى افغان ولايت اعلان شي

دغه بې سارى پرمختګ به د افغانو ښځو د یوازينۍ ۱۸ کسیزې ماین پاکوونکې ډلې په مټ ترلاسه کېږي. دم ګړۍ یې د بامیانو د یوې غرنۍ سیمې د خوشه يي بمونو د پاکولو دنده روانه ده. زموږ خبریال اولیا اطرافي چې د ماین پاکوونکيو ډلې لیدو ته ورغلی وايي، دوی خپلې موخې ته د رسېدو او د کورنۍ د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره ډېرې سختۍ ګاللي دي.