لا هم ۵۰ سلنه افغان نجونې د میاشتني عادت په اړه نه پوهیږي

نجونې

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي په ښونځیو کې د میاشتني عادت په اړه د معلوماتو ورکولو له دوه کلنو هڅو سره سره بیا هم په دې هېواد کې پنځوس سلنه نجونۍ په دې اړه پوره پوهاوی نه لري.

دغه وزارت ویلي، د پوهاوي د نشتوالي له کبله د میاشتني عادت پرمهال له ښوونځي د نجونو د ناسوبتیا کچه ۳۷ سلنه ده.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو یونیسف ادارې په افغانستان کې د ښځینه میاشتني عادت په اړه پوهاوی هېر کړل شوی یاد کړی او له افغان حکومت یې غوښتي چې په دې اړه چټک ګام واخلي.

له درې کلونو راهیسې افغان حکومت د لړم یا عقرب په اتمه نېټه د مېرمنو په ځانګړې توګه د زده کوونکو نجونو لپاره د میاشتنې عادت په اړه عامه پوهاوی کوی.

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي لا هم د دې هېواد په ښوونځیو کې پنځوس سلنه نجونې د میاشتني په اړه مالومات نه لري، په داسې حال کې چې دغه وزارت تېر کال د دې طبیعي حالت پرمهال روغتیا ته د پاملرنې په اړه یو کتاب چاپ او ښونځيو کې یې نجونو ته ویشلی و.

د پوهنې وزارت سرپرست مېرویس بلخي وايي، د نجونو د میاشتنې عادت په اړه د عامه پوهاوي د نشتوالي له کبله نجونې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان کېږي.

د انځور حقوق Getty Images

ښاغلی بلخې زیاتوي په تېرو دوه کلونو کې د پوهنې وزات او د ماشومانو د ملاتړ بنسټونو، د میاشتنې عادت په اړه د عامه پوهاوی کړی او اوس دا د شرم موضوع نه ګڼل کېږي.

د پوهنې وزارت وايي لا هم په ډېرو ښوونځيو کې روغتیايي اسانتیاوې، د نجونو لپاره ځانګړي ځایونه، او نور امکانات یا نشته او یا هم محدود دي.

د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا، د میاشتني عادت په اړه د عامه پوهاوي نشتوالی او ګڼې نورې ستونزې ددې لامل کیږي چې یو شمېر نجونوې ښوونځي پریږدي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغانستان کې د نجونو میاشتنی عادت

بلخو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په ښوونځيو کې نجونې میاشتنې چې کله له دغه طبیعي حالت سره مخ کېږي، د کمو معلوماتو درلودو له کبله خپلې روغتیا او پاکي ته سم پام نه کوي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ډیوه صمد وايي د میاشتني عادت پر مهال خپلې روغتیا ته نه پاملرنه د ځان دردي، ستړیا او ان او د شنډېدو لامل کیږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اعلان کړی چې نجونو ته ددې موضوع اهمیت ته په کتو یې سږکال خپل شعار "د عمل لپاره وخت دی" ټاکلی دی.

یونیسیف نه یوازې دا چې پر دې موضوع د روغتیا له اړخه ټینګار کړی، ترڅنګ یې ویلي، عامې روغتیا ته پام کوای شي د نجونو ترمنځ د زدکړو امکانات ډېر کړي.

Image caption یونیسف او د افغانستان پوهنې او روغتیا وزارتونو په ګډه یو لارښود کتابګوټی چمتو کړی دی

په افغانستان کې لا هم د مېرمنو د میاشتني عادت موضوع عامه شوې نه ده او د د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې شاوخوا اویا سنله نجونې په دې هېواد کې د میاشتني عادت پرمهال حمام نه کوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت تمه لري چې په ښونځیو کې د میاشتني عادت په اړه د لارښود به له نجونو سره مرسته وکړي چې ددې طبیعي حالت په اړه به معلومات پیدا کړي او د دې دوران پرمهال به روغتیا ته پام وکړي.

ورته مطالب