د بشري حقونو د څار سازمان: د 'سي‌ ای ‌اې' تر واک لاندې افغان ځواکونو جنګي جرمونه او سرغړونې کړې

  • صابر عزیز
  • بي بي سي
د ویډیو تشریح،

''د 'سي‌ ای ‌اې' تر واک لاندې افغان ځواکونو جنګي جرمونه او سرغړونې کړې''

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې وایي، هغو افغان ځواکونو چې د 'سي‌ای‌اې' ملاتړ ورسره دی، له بشري حقونو جدي سرغړونې کړې او په عملیاتو کې یې ملکي وګړي په نښه کړي دي. په دې راپور کې د ولسو وګړو وژنې صحرایي محاکمې یادې شوې او ان ځينو دا تېروتنې جنګي جرمونه بللي دي.

شپني عملیات، هوایي بریدونه، نیونې، د ځینو کسانو تری تم کول او پر روغتیایي مرکزونو بریدونه هغه تکتکیونه یاد شوي دي چې دغه ځواک ورنه کار اخلي او د ملکي مرګ ژوبلې لامل ګرځېدلي دي.

دغه سازمان له افغان حکومته غواړي چې ژر تر ژره ټولې دولت پلوه وسله والې ډلې چې پکې د'سي ‌ای‌ اې' له ملاتړه برخمن ځواک هم شامل دی، او په ټوله کې هغه ځواکونه چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر قوماندې لاندې نه دي، منحل کړي.

بي بي سي دې ته کتنه کړې ده چې دا چې دغه دولت پلوه وسله والې ډلې څوک دي او د خپلو جنګي یا پوځي عملیاتو کې څه ډول چلند کوي.

د وحیدالله په نامه یو افغان وګړی له کابله په رخصتۍ خپل کلي ته تللی وو، د شپې له خپلې کورنۍ سره ناست و، چې ناڅاپي یې په کلي هوایي بریدونه پیل شول.

د عکس تشریح،

د دې ځواکونو په عملیاتو کې اکثر د عامو خلکو کورونه وران شوي دي

په داسې حال کې چې دغه ۳۳ کلن پلار له درېیو اولادونو، مېرمنې او کورنۍ له نورو غړو سره یو ځای پرلپسې چاودنو وېرولي وو، د خپل کور په دروازه کې یې د بلې چاودنې له غږ سره دروازه ماته او ناڅاپه یې خونې ته وسله وال کسان دننه شول.

د هغه په وینا، ډېری دغه سرتېري افغانان وو، خو یو شمېر بهرنیو ځواکونو یې هم ملتیا کوله:

"افغانان هم ورسره وو خو قومانده امریکایانو ورکوله، یوه افغان ماته وویل چې امريکا راته امر کړی، که تاسو له خپل ځایه بې ځایه شوئ، ټول به ووژنم."

هغه ادعا کوي چې په دې شپه ټول کلی کې وحشت خپور و، ټول کورونه تلاشي شول، دروازې په بمونو والوځول شوې او ټول نارینه ترسهاره په غره کې وساتل شول، خو تر پایه پوه نه شول چې دا څوک وو او ولې یې پر دوی دا حالت راوستی و.

ځانګړي ځواکونه

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې ډېری دا ډول عملیات هغو ځانګړو ځواکونو ته منسوب شوي چې د امریکا د استخباراتي ادارې 'سي ‌ای ‌اې' تر امر لاندې فعالیت کوي.

دغه بشر پالي سازمان ۱۴ داسې پېښې مستندې کړې دي چې د مسئولانو په وینا یې د 'سي‌ ای ‌اې' له ملاتړه برخمن دغه افغان ځواک بدې کړنې او له بشري حقونو جدي سرغړونې کړې چې د جګړې قوانین په نقض او ان ځينې یې جنګي جرمونه شمېرل شوي.

په دې څېړنه کې یوازې د تېرو دوو وروستیو کلونو پېښو ته کتنه شوې او د بشري حقونو سازمان په وینا دې موده کې دا ډول عملیاتو کې د پام زیاتوالی راغلی.

په راپور کې د ۰۴ ۰۱،۰۲،۰۳، په نامه قطعې، د کندهار یرغلیز ځواک، د خوست ساتونکی ځواک یا کمپاین یادونه شوې چې ظاهراً د افغانستان د ملي امنیت ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي، خو راپور کاږي چې د دغو ځواکونو د ګمارنې، روزنې، سمبالښت او مدیریت واک له 'سي ‌ای ‌اې' سره دی.

د بشري حقونو سازمان وایي د شپنیو عملیاتو ډېرې پېښې چې دوی څېړلې، دغه وسله والو په غیرقانوني توګه، د ناسمې پېژندنې، کمزورو معلوماتو او یا هم په سیمه ییزه کچه د خپلمنځي دوښمنیو پر بنسټ ملکي خلک پرته له توپيره هدف ګرځولي دي.

د عکس سرچینه، HRW

د عکس تشریح،

پټریشیا ګاسمن وایي د دغو ځواکونو کړنې بې رحمانه او صحرایي محاکمې بلل کېدای شي

د دغه بشرپالي سازمان د اسیا برخې مسئولې پټریشیا ګاسمن چې یاد راپور یې چمتو کړی بي بي سي ته وویل چې د دغو ځواکونو کړنې بې رحمانه او صحرایي محاکمې بلل کېدای شي:

"د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو د شدت په موخه، 'سي ‌ای ‌اې' افغان ډاروونکی ځواک جوړ کړی، دوی د بد چلند عملیاتو کې لکه صحرایي محاکمې او د خلکو د لادرکه کولو لامل ګرځي. په یوې پسې بله پېښه شوې. دغو ځواکونو پر هغو کسانو ډزې کړې چې ورسره بندي وو او د یوې سیمې ټول خلک یې په شپنیو عملیاتو او هوایې بریدونو کې پرته له توپیره په ویره او وحشت کې اچولي ".

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د غزني، وردګ، هلمند، کابل، کندهار، ننګرهار، پکتیا، ارزګان او زابل ولایتونو څخه د دا ډول عملیاتو ۳۹ عیني کتونکي غږولي.

د وردګ ولایت اوسېدونکی مسیح الرحمن د شپنیو عملیاتو یو هغه قرباني دی چې په دې راپور کې یې یادونه شوې. مسیح الرحمن د یوې دیارلس کسیزې کورنۍ یوازې ژوندی پاتې غړي دی، او څه موده مخکې بي بي سي هم ورسره خبرې کړې وې.

د عکس تشریح،

د مسیح الرحمن د کورنۍ ۱۲ غړي د دې ځواکونو په عملیات کې وژل شوي

هغه ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی و چې د تېر کال په مني کې د شپنیو عملیاتو پر مهال د خپلې کورنۍ د ټولو غړو له وژل کېدو خبر شو:

"زما دری زامن، څلور لوڼې، یوه مېرمن او څلور د کاکا لوڼې په د شپې لخوا په هوایې برید کې ووژل شوې. کله چې راغلم کور مې وران او کورنۍ مې ټوله هدیره کې تر خاوره لاندې وه."

د بشري حقونو سازمان په راپور کې راغلي چې دغه ځواکونه پرته له دې چې چاته ځواب ویونکي و اوسې عملیات کوي. یاد سازمان له افغان حکومته غوښتي چې ژر تر ژره ټولې دولت پلوه وسله والې ډلې چې پکې د سي ای اې له ملاتړه برخمن د ۰۴ ۰۱،۰۲،۰۳، قطعې، د کندهار یرغلیز ځواک، د خوست ساتونکی ځواک شامل دی، منحل کړي.

د ویډیو تشریح،

'د جغتو وژل شویو ولسي وګړو ته عدالت غوښتل'

د افغان حکومت غبرګون

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل چې د دغو ځواکونو له کړنو څار ستونزمن دی خو په داسې لارو چارو کار روان دی چې له مخې یې دا ډول عملیات په ډېر دقت ترسره شي او ملکیان زیان پکې ونه ویني:

"دا حالت افغان ولسمشر ته هم د منلو نه دی، له همدې امله د ملي امنیت رئیس استعفا وکړه، موږ په دې برخه کې څارنه زیاته کړې او اصلاحات راولو."

د بشري حقونو د څار سازمان د ناسمو راپورونو پر بنسټ د نیول شویو کسانو د خوشي کېدو او همدا راز زیانمنو خلکو ته د تاوان ورکولو غوښتنه هم کړې ده.

په راپور کې د امریکا له حکومته هم غوښتنه شوې چې د دې عملیاتو د قوماندې ورکولو د مسئولیت په اړه وضاحت ورکړي او په دې برخه کې د خپلواکو څېړنو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، GMIC

د عکس تشریح،

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وایي حکومت دې برخه کې څارونه زیاته کړې او اصلاحات راولي

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي تر اوسه افغان امنیتي ادارو او حکومت په دې ډول عملیاتو کې ترسره شویو سرغړونو د څيړلو لپاره کومه کارنده کړنلاره نه ده رامنځته کړې.

په ځینو مواردو کې افغان حکومت د څيړنو ژمنه کړې ده، خو د هرې پېښې په اړه د ترسره شویو څېړنو پایلې له خلکو سره نه دي شریکې شوې.

د وردګو ولایت د اوسېدونکي وحیدالله په وینا، دې چارې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن نور هم زیات کړی دی.