کونړ ولایتي شورا: د پاکستان بریدونو سلګونه کورنۍ بېځایه کړې دي

کونړ د انځور حقوق Karyab
Image caption ځایی قومي مشران وايي د افغانستان پر خاوره د پاکستاني ناقانونه تاسیساتو د جوړېدو پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته خلک خپلې سيمې پرېښود ته اړ شوي.

د افغانستان د کونړ ولایتي شورا وایي یو غړی، او همدا راز د ډیورنډ پر کرښه پرته د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د دې سیمې څه باندې ۵۰۰ کورنۍ د پاکستاني ملېشو د بریدونو له وېرې له خپلو کورونو کډې شوي دي. د دې ولسوالۍ قومي مشران وايي په تېرو دوه ورځو کې درې کلي له خلکو نه خالي شوي دي.

د بري کوټ کلي اوسېدونکی حاجي حسن وایي، د افغانستان پر خاوره د پاکستان د ناقانونه تاسیساتو د جوړېدو د مخنیوي په غبرګون کې پاکستاني ملېشو په دې ولسوالۍ د بیا برید ګواښ کړی.

ښاغلي حسن بي بي سي ته وويل د دې ولسوالۍ د دریو نسبتاً پراخو کلیو ښځې او ماشومان د پاکستاني ملېشو له بریدونو وروسته نورو سیمو ته تښتېدلي دي:

"له سیمې ښځې وتلې او کورونه خالي دي، نارینه پاتې دي او پوځيان هم په مورچو کې دي. پاکستاني پوځيانو زموږ په خاوره کې پوستې جوړولې، ملک خلک او افغان قومندان ورغلل چې پوستې لیرې کړي، خو لرې یې نه کړې او جګړه یې پیل کړه."

د کونړ د ځايي چارواکو په خبره پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ له کرښې دې غاړې ته د اوښتو هڅه کړې ده.

د ناړۍ ولسوالۍ د دوکلام کلي اوسېدونکی عبدالعزیز وایي، پاکستاني ملېشې غواړې د همدې کلي پر سر پوځي پوسته جوړه کړي خو د ټولې ولسوالۍ اوسېدونکي ورسره مخالفت کړی دی:

"پاکستانیانو د افغانستان په خاوره کې یوه پوسته جوړه کړه، نن بیا اوازه ده چې دا جګړه بیا پیلېږي، یوازې زموږ له سیمې پنځه سوه کورنۍ نن ووتلې."

د کونړ ولایتي شورا وایي، څو ورځې مخکې پر ناړۍ ولسوالۍ د پاکستان ملېشو د بریدونو د درولو په اړه خبرې وشوې او د دواړو خواوو ځواکونو ترمنځ اوربند هم اعلان شوی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان له پاکستان سره ٢٢٤٠ کيلو متره اوږده پوله لري چې هره ورځ زرګونه کسان پرې تګ راتګ کوي

د دې شورا یو غړی شیر زمین چې د ناړۍ ولسوالۍ وضعیت څارلو لپاره سیمې ته تللی وایي، پاکستاني ځواکونو اوربند مات کړی او اوس برید ته ګوته په ماشه ولاړ دي:

"پرون د دوو بجو نه تر بېګا ماسخوتنه پورې هغوی د هرناوی کلی جبري خالي کړ چې دا کلی د پاکستان حکومت تر ولکې لاندې دی او په دې موخه یې خلک تر وایستل چې موږ جګړه کوو، نو ددې مجبوریت له امله چې جګړه ونشي، د بریکوټ، دوکلام، پاشنګر، سامریک ولسونو ټولو کډې بارې کړې له مېرمنو او ماشومانو سره له خپلو مېنو ووتل. زموږ وړاندیز دا دی چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه په مرکزي کچه سره کیني او دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي چې دواړه خواوې سره زیانمنې نه شي."

د کونړ ځایي چارواکو په وینا، د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره د تاسيساتو جوړولو له کبله پنځه ورځې وړاندې په دوکلام کلي د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پیل شوې وه چې درې ښځې پکې وژل شوې وې.

افغان حکومت یې په غبرګون کې ویلي وو، د ډیورنډ "فرضي کرښې" په اړه یوازې د افغانستان خلک پرېکړه کولی شي نه حکومت او په دې برخه کې د افغان حکومت دریځ ډېر روښانه دی.

ورته مطالب