سیګار: افغان ځواکونو ته ۶۰سلنه مرګژوبله د دفاع پر مهال اوښتې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ځواکونه تر ډېره دفاعي حالت لري.

د افغانستان ملي دفاع وزارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مرګ ژوبلې د ډېرېدا په اړه د سېګار هغه رپوټ رد کړ، چې پکې راغلي، افغان ځواکونو ته تر ۶۰ سلنه ډېره مرګ ژوبله د طالبانو د بریدونو په مقابل کې د دفاع پر مهال اوښتې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څاروونکي بنسټ یا سيګار تېره ورځ ناوخته په یوه تازه رپوټ کې همدا راز ویلي، د تېر میلادي کال د جون له لومړۍ بیا د اګست تر ۳۱مې سږ کال په همدغه موده کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دا وراوښتې مرګ ژوبله پنځه سلنه ډېره شوې ده.

خو دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی د دغه رپوټ په ردولو سره ویلي چې افغان ځواکونه له تېرو اتو میاشتو راهیسې له دفاعي حالت وتلي او تهاجمي یا یرغليز حالت يې غوره کړی دی.

د ده په خبره، افغان ځواکونو د مخالفو وسله والو ډلو پر ضد عملیات ډېر کړي او داسې نظامي تکتيکونه کاروي چې د سرتېرو د مرګ ژوبلې مخه نیسي:

"هره ورځ ټول افغانستان کې عملیاتو کوو، سره له دې چې عملیات زیات شوي، خو د ځواکونو د مرګ ژوبلې کموالی ښيي، زموږ پام ډېر دې ته دی چې سرتېرو ته جګړه کې مرګ ژوبله ونه رسېږي".

د نوموړي په خبره، په تېرو اتو میاشتو کې افغان ځواکونو له طالبانو ۱۳ ولسوالۍ نیولې او دا مانا لري چې افغان پوځ د دفاعي حالت په ځای یرغلیز یا تهجاجمي حالت لري.

* سیګار: افغان حکومت یوازې پر نیمايي خاوره ولکه او نفوذ لري

* ټرمپ د افغانستان په تړاو د سیګار رپوټونو د نه خپرېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي یا سیګار خپل تازه رپوټ کې د امریکا کانګرېس ته ویلي، چې د افغان امنیتي ځواکونو له ۶۰ سلنه ډېره مرګ ژوبله د طالبانو د بریدونو په مقابل کې د دفاع له امله ده.

سیګار دغه رپوټ کې دا شمېرې له ناټو یا پرېکند ملاتړ ماموریت ترلاسه کړې، چې د روان کال دوبي( د جون له اول د اګسټ تر ۳۱) کې د تېر کال تر ورته مودې د دې مرګ ژوبلې پنځه سلنه زیاتوالی هم ښيي.

سیګار زیاتوي، د ۲۰۱۷ کال له اکتوبر راهیسې افغان حکومت د افغان پوځ د پولیسو او پوځ د مرګ ژوبلې کره شمېره پټه ساتلې او عامه کړې یې نه ده.

سیګار هر درې میاشتې وروسته د مختلفو سرچینو له مخې د افغانستان امنیتي او رغونې وضعیت ارزوي.

د سیګار رپوټ کې دا هم راغلي، چې د روان کال دریمو دریو میاشتو کې د کال تر لومړیو دریو میاشتو د طالبانو د بریدونو "اغېز" پنځه سلنه ډېر شوی دی.

د دې رپوټ له مخې، ناټو د روان کال دریمو دریو میاشتو کې د طالبانو ۴۹ سلنه بریدونه اغېزناک بللي، خو د دې کال لومړیو دریو میاشتو کې ۴۲ سلنه دا بریدونه اغېزناک بلل شوي وي.

د طالبانو د بریدونو ډېرېدل

ناټو دا هم وايي، چې د طالبانو بریدونه هم سږنی دوبی تر تېر دوبي زیات شوي دي.

ناټو دا هم وايي، چې د روان کال لومړیو دریو میاشتو کې طالبانو ۳۴۹۵ بریدونه درلودل چې دریمو دریو میاشتو کې ۷۱۸۳ ته پورته شوي دي او دا د تېر کال تر ورته مودې ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ سنټکام د شمېرو له مخې د روان کال سپټمبر کې پر طالبانو ۹۴۸ هوايي بریدونه شوي چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې ساری نه لري.

په ۲۰۱۹ کال کې د طالبانو د بریدونو او هوايي حملو زیاتېدو نتیجه کې ولسي مرګ ژوبلې هم بې مخینې زیاته شوې ده.

د بي بي سی څېړنه ښيي چې تېر اګسټ هره ورځ په منځني ډول ټول افغانستان کې ۷۴ ولسي یا نظامي افغانان وژل شوي دي.

ورته مطالب