کندهار: د کوچنۍ لور مخکې د پلار وژل پراخ غبرګون لري

د هغه کس وژلو ته پر خواله رسنيو توند غبرګونونه ښودل شوی، چي پرون په کندهار کي د خپلې کوچنۍ لور په مخ کې په ډزو ووژل شو .

دا کس د کندهار ارغنداب کې پرون هغه مهال ووژل شو چې له خپلې کورنۍ سره بازار ته راوان و.

د همدې پیښې انځور- چي پر خواله رسنیو لاس په لاس کیږي- کې یوه کوچنۍ نجلۍ ښيي، چې د خپل وژل شوي پلار څنګ ته په موټر کې هک پک ولاړه ده او نه پوهیږي چې له پلارسره يې څه شوي دي .

د خواله رسنیو ګڼ شمېر کارنو دا کار غندلى او دا کړنه یې د وحشت او بې رحمۍ اوج بللى دى.

خواله رسنیو کې د دې نجلۍ انځور هم ګرافیک شوی او پرې لیکلي، چې انسانه، زما هیلې دې زما تر مخه ووژلې، زما ژبه دې را ګونګه کړه، زه دې له ناز او ژوند ووېستم.

دې پېښې ته په غبرګون کې د کندهار والي حیات الله حیات خپل فیسبوک کې د وژل شوي کس لور ته لیکلي چې امنیتي ځواکونه به یې د پلار غچ واخلي.

نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دا کس افغان سرتېرو کې دنده لري، خو زیاتوي په داسې حال وژل کېږي چې مېرمن او لورکۍ یې په موټر کې ور سره ناست دي او په ده ډزې کېږي.

"په افغانستان کې داسې مثالونه کم دي، له بده مرغه موږله داسې دوښمن سره مخ یو، چې هیڅ ډول دود او کلتور ته پام نه کوي، خو ان شاء الله افغان ځواکونه به د دې پېښې عاملان په سزا رسوي".

د بهرنیانو غبرګون

پر افغانستان سربېره بهر هم دې پېښې ته غبرګون ښودل شوی.

د انا ګلډ په نوم یوې ټوېټر کارنې د وژل شوي کس انځور چې څنګه ته یې لور ولاړه ده خپور کړی او لیکلي یې دي، ډېره ډېره خپه یم:

"ایا دا انسانیت دی، زه خپل دین ته دوه لاسي سلام کوم. سړی راځي او د خپلې کوچنۍ لور مخ کې پلار وژني. که یو کس لږ احساس او انسانیت هم ولري، فکر نه کوم چې دا ډول سختي به وکړي دا افغانستان کې شوي دي".

پر کابل سربېره په نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې کېږي، چې پکې تر ډېره د ملي امنیت، قضا یا پوهنې برخې کارمنان په نښه کېږي.

که څه هم طالبانو یا داعش د دا ډول ځینو پېښو مسوولیت منلی، خو ډېرې بې مسوولیته پاتې شوې دي.