حیرتان ته د کورنیو ګرځندویانو تګ ډېرېدل

حیرتان
Image caption حیرتان کې د رېګ یا سال غونډۍ هم د سیلانیانو لپاره د خوښې وړ منظرې دي.

په وروستیو کې د افغانستان شمال کې حیرتان ښارګوټی د کورنیو ګرځندویانو لپاره د پاملرنې ځای ګرځېدلی.

حیرتان
Image caption ځینې سیلانیان دلته سیند کې کبان هم نیسی.

دغلته د امو سیند منظرې، په سیند کې روانې بیړۍ، کب نیونه، د اور ګاډي تګ راتګ او د حیرتان ریګونو په زړه کې د ګرمو اوبو چینې، هغه څه دي چې سیمه یې ګرځندویانو ته په زړه پورې کړې.

چکر
Image caption حیرتان کې ګرځندویان د کمرې په مټ دلته خپل چکر تلپاتې کوي.

د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ، د اورګاډي پټلۍ، ګرځندویان دې ته هڅوي، چې په ساعتونو سره د امو سیند په غاړه پاتې شي.

حیرتان
Image caption شګوفه له بدخشان ولایت راغلې، نوموړې وايي د جمعې ورځ ده له خپلې کورنۍ سره د امو سیند غاړې ته د چکر لپاره راغلې.

شګوفه وايي حیرتان ښارګوټی د مزارشریف له نورو تفریحي سیمو ډېر امن دی دوی ځکه دلته د ستړیا د له منځه وړو لپاره حیرتانو ته راغلي.

دلته د امنیت او خوندیتوب احساس کوم. کورنۍ له خپلو اولادو سره دلته راتلی شي او ښه ورځ تېرولی شي.

خیرتان
Image caption حیرتان کې د ګرمو اوبو یوې چینې هم د ډېرو پام ور اړولی. څوک یې لیدو ته راځي او څوک پکې لامبي.

خو په بلخ کې د ګرځندوی امریت چارواکي وايي ناامني د دې لامل شوې، چې د بلخ لرغونو سیمو ته د ګرځندویانو تګ راتګ کم شی.

حیرتان
Image caption ځوانان د حیرتان د ریګونو په غونډیو کې غېږې نیسي او د غونډیو له سرونو مخ پر ښکته د ځغاستې لوبه کوي.

-.