د څرخي پله زندان کې د طالبانو څانګه: د شپږم بلاک زندانیان څه وايي؟

Taliban prisoners in Pul-e-Charkhi prison
Image caption د کابل پر څنډه د څرخي پله تر زندان غټ ډبرین دېوالونه راتاو دي، پر سر یې اغزن تار تېر شوی، لوی برجونه او غټه دروازه لري. له شاوخوا لس زره زندانیانو یې دوه زره طالبان دي.

بې بې سي د افغانستان تر ټولو لوی (څرخي پله) زندان ته لاسرسی موندلی چې په یوه بلاک کي ۲۰۰۰ طالب بندیان ساتل کېږي. دا وسله وال څوک او د افغانستان لپاره څه ډول راتلونکی ویني.

خبرداری: په دغه راپور کې ځينې جزییات کېدای شي د ځینو لپاره د خپګان سبب شي.

د کابل پر څنډه د څرخي پله تر زندان غټ ډبرین دېوالونه راتاو دي، پر سر یې اغزن تار تېر شوی، لوی برجونه او غټه دروازه لري. له شاوخوا لس زره زندانیانو یې دوه زره طالبان دي.

طالب زنداني مولوي فضل باري له اوله طالب جنګیالی نه و، خو وايي په زندان له پنځو کلونو وروسته تر هر بل وخت اوس مرګ ته تیار دی:

"دومره مې زړه تنګېږي، پخوا مې لا نه وه سودا چې موټر بم به کوم،‌ خو اوس مې موټر بم ته نیت دی، یعنې په خدای مې دې قسم وي چې په کرار به زه نه کښېنم."

د اوس لپاره به مولوي فضل باري د څرخي پله زندان د کلکو دېوالونو تر شا بندي وي، خو دا زندان اوس د هېواد له یو شمېر زندانونو دی چې بې ساري شمېر بندیان ازادوي، د افغان حکومت د ښه نیت یوه هڅه چې د سولې له خبرو د باندې ساتل شوی.

د طالبانو اوږدمهاله موخه د افغانستان د "اسلامي امارت" بیا را ژوندي کول دي. د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د هغوی حکومتي نظام، چې پر شریعت ولاړ و او یو سخت رژیم و. ښځې یې له مدني ژونده بندې کړې وې او مجرمانو ته یې د سنګسار او لاس پرې کولو غوندې سزاوې اورولې.

دا مالومه نه ده که په راتلونکي کې طالبان واک ترلاسوي نو څه ډول قوانین به پلې کوي.

وروسته له هغه چې د امریکا په مشرۍ ځواکونو د طالبانو رژیم په ۲۰۰۱ کال کې ړنګ کړ، سلګونه زره افغانان وژل شوي چې لسګونه زره یې عام وګړي دي.

له څرخي پله زندانه زموږ د لیدو پر مهال طالبانو د خپلو شکایتونو او طالبانو سره د یوځای کېدو د لاملونو په اړه ازادې خبرې کولې، خو د خپلو ځانګړو فعالیتونو په تړاو یې ډېر څه نه شریکول، خو موږ خبر یو چې مولوي فضل باري ۱۵ کاله وړاندې له طالبانو سره یوځای شو، په هلمند کې د طالبانو قومندان شو او په هغه سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد جنګېده.

د مولوي فضل باري کوټه له خلکو ډکه وه چې ډېر یې طالبان وو. د باندې دهلېز کې او د کوټې په وره کې هم خلک زموږ د راتګ په خاطر تخته ولاړ وو، نورو له دوه پوړیزو چپرکټونو لاندې راته کتل. یو بل سپین ږیری بیا پر ځمکه ناست و او پر اوږدو تسبو یې ذکر کاوه.

Image caption مولوي فضل باري (ښۍ خوا) په لمانځه کې هره ورځ د بندیانو امامت کوي.

څلوېښت کلن فضل باري چې ډنګر سړی دی، پر یوه رنګین توس پلتۍ وهلی ناست دی. دی ډکه توره ږیره لري، تور پاج یې پر سر دی یو جدي سړی او له غوسې ډک غږ لري.

د کوټې فرش سرو ترکیو کمپلو پوښلی وو او پر څلورو دېوالونو بېلابېل پوسټرونه لګېدلي وو. ځیني د مکې او مدینې انځورونه وو، نورو بیا د یوې ښایستې نړۍ انځور ورکاوه : "د ګلونو ګېډۍ، ځړوبی، شنې منظرې … ان ایسکریم."

بندیانو د جنت انځور له ځانه سره د محبس تورو تیارو ته راوړی و،‌ د هغوی د عقیدې انګیرنه چې که دوی په جګړه کې ووژل شي نېغ به جنت ته ځي.

بندیانو پر دېوالونو رپونه هم جوړ کړي وو چې غټ دیني کتابونه او قرآن شریفونه پرې اېښي وو.

طالب بندیان د فضل باري خبرې په ځیر اوري. دی یو تجربه کار جنګیالی او عالم دی او ملګري بندیان یې ډېر درناوی کوي.

موږ ته یې مخ راواړاوه او ویې ویل: "خو زه دا هم درته وایم، تر هغو چې یو خارجي عسکر په افغانستان کې وي، سوله امکان نه لري."

Image caption د څرخي پله زندان کې د طالبانو خونه کې د مدینې منورې یو انځور

د سولې په وروستیو خبرو اترو کې - چې په سپتمبر میاشت کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ناڅاپي پرېکړې له کبله وځنډول شوې - د طالب بندیانو د برخلیک موضوع یو مرکزي ځای درلود.

په ۲۰۰۱ کال کې امریکا طالبان په دې تورن کړل چې اسامه بن لادن ته یې پټنځی ورکړی وو چې د نیویارک پر دنګو ودانیو د الوتکو وهل پرې تاوان وو.

د طالبانو او امریکا په مشرۍ ځواکونو تر منځ له ۱۹ کلنې جګړې وروسته، د افغانستان شخړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده.

امریکا وايي دوی په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۳۰۰۰ عسکر لري،‌ چې له طالبانو سره د ابتدايي تړون د ژمنې له مخې به د تړون په لاسلیکولو سره د پنځو میاشتو د ننه ۸۶۰۰ ته راکښته شي، خو هغه تړون د اوس لپاره ځنډول شوی دی.

د ۲۰۱۶ کال د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې وه چې دی به په افغانستان کې جګړه ختمه کړي. خو ډېر بیا نیوکه کوي د افغان حکومت له ښکېلتیا پرته به - چې تر دې دمه له خبرو اترو د باندې ساتل شوی - د امریکایانو دا ډول وتل دغه هېواد کې ګډوډي پرېږدي.

د څرخي پله شپږم بلاک ته ورتګ داسې وي لکه سړی چې د طالبانو سیمې ته ورشي. د زندان اوږده دهلیزونه په طالبانو ډک وي چې ازاد ګرځي، لامبي، سرونه خرېي یا پخلي کوي.

د ښاغلي فضل باري د کوټې ملګري د ژوند له هرې برخې دلته راوستل شوي. په دوی کې کروندګر،‌ ښوونکي او سوداګر شامل دي چې ټولو ته له طالبانو سره د تړاو لرلو له کبله دلته بندونه ټاکل شوي. په دوی کې مالیه ټولوونکي، جنګیالي، قومندانان او د بمونو مسلکیان شامل دي.

مولوي فضل باري او نور مشران د بلاک ورځنی مهالوېش تنظیموي او بندیانو ته د ساعتونو دیني زدکړو او عبادت لارښوونه کوي.

له لمر ختو تر ماخوستنه طالب بندیان پنځه وخته لمونځ کوي او ترمنځ یې دیني زدکړې او د قرآن تلاوت هم روان وي. د غرمې ډوډۍ پر وخت بندیان یو ساعت لپاره لمر ته ایستل کېږي چې هلته سیاسي خبرې د مجلس مهمه برخه جوړوي.

ډېری وايي لومړی ځل دوی د غچ په تکل له طالبانو سره یوځای شول، معمولاً د هوايي او ځمکنیو بریدونو په غبرګون کې.

Image caption د څرخي پله شپږم بلاک ته ورتګ داسې وي لکه سړی چې د طالبانو سیمې ته ورشي

"زموږ په کلي کې یو ځای چاپه ووهل شوه، فیض الله او د هغه ښځه یې ووژل، یو کوچنی هلک یې پاتې شو، چې رحمت الله نومېده. دوی نور سرپرست نه درلود نو هلک یې ماته راکړ. دی زما سره په دایره کې و، ما سبق ورته وایه. زما پر هغه ډېر زړه سوځېد، کله به چې هلیکوپترې راغلې، ده به بغارې وهلې، وېرېده چې دوی بیا موږ شهیدانوي."

دی وايي، وروسته له هغه جګړې ته اړ شو چې "جوماتونه ړنګ شول او ښځې او ماشومان شهیدان شول."

د طالبانو یو بل زنداني مشر ملا سلطان وايي ډېر "ظلمونه" یې ولیدل او غوښتل یې پر وړاندې یې ودرېږي.

دی وايي: "د یوه افغان په توګه دا زما حق و چې غږ پورته کړم ، زه دا یرغلګر نه منم."

د تېرې لسیزې په اوږدو کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د وتلو په بدل کې هوايي بریدونه زیات شوي چې په پایله کې یې معمولاً عامو وګړو ته مرګژوبله اوړي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نیمايي کې افغان او امریکا پلوو ځواکونو تر طالبانو ډېر عام وګړي وژلي وو.

خو ملګري ملتونه دا هم وايي چې طالبان بیا د تېرې لسیزې په دوران کې د اکثرې ولسي مرګژوبلي مسولین وو.

که طالبان وايي چې د جګړې پر میدان پېښې نور ځوانان د هغوی لیکو ته تشویقوي، هماغه پېښې په زندان کې د ننه هم د طالبانو پر شکایتونو تېل اچوي.

ویل کېږي چې مولوي فضل باري غوندې طالب مخکښان د دوی د مشر شېخ هبت الله اخوندزاده او نورو مشرانو نوۍ پالیسۍ او نظرونه د خپلو طالب زنداني ملګرو ترمنځ همغږي کوي.

د سولې خبرې په زندان کې د بحث یوه توده موضوع وه. ملا سلطان ویل: "موږ پوهېږو بهرنیان ستړي دي."

"موږ په دې باور یو چې هغوی پر ګونډو دي او ژر به پر خپله لار ځي او موږ افغانان به د یوه شرعي نظام تر چتر لاندې یوځای ژوند وکړو."

Image caption ملا سلطان وايي، افغانستان کې شریعت پلی کوونکی حکومتي نظام غواړي

ښکاري چې د طالب زندانیانو ژوند تر نورو بندیانو ښه دی. دوی خپل د خپل بلاک او مدرسې چارې په خپله پر مخ بیايي او روغتیايي او قضايي اسانتیاوو ته نسبتاً ښه لاسرسی لري.

د دوی یووالي او د مشر کشر ترتیب دوی ته په زندان کې ښه اغېز ور په برخه کړی. دوی ځینې وخت د لا ښو امکاناتو په موخه د څرخي پله د ټولو زندانیانو استازیتوب کوي. د زندان ساتونکي د طالب زندانیانو یووالي ته د یوه متحد ځواک په سترګه ګوري. د طالب زندانیانو یوه بل مشر مولوي مامور راته وویل "موږ د یوبل لپاره ځانونه قربانوو."

د زندان ساتونکي وايي د هغوی او طالب زندانیانو تر منځ ډېره همغږي شته.

د شپږم بلاک قومندان، ۲۸ کلن رحم الدین وویل: "زموږ او طالب زندانیانو تر منځ ډېره ښه همغږي راوانه ده."

"دلته پر یوه وخت کابو دوه زره بندیان دي، نو موږ د هغوی همغږۍ ته اړتیا لرو چې ستونزې یې حل کړای شو."

خو په څرخي پله زندان کې د وضعیت پر سر وخت نا وخت شخړې ښيي چې د بندیانو او ساتونکو تر منځ اړیکې هر وخت خوږې نه دي.

زندانیانو بي بي سي ته ویلي چې دوی د نه خوړو اعتصاب کوي، خپلې شونډې ګنډي او تر خولې سیمونه تېروي چې د دوی په وینا ګوندې له کمزورو امکاناتو یې شکایت واورېدل شي لکه بې کاره روغتیايي وضعیت، سړې قضايي پروسې او د ساتونکو له خوا نا سم چلند.

راپورونه دا هم وايي چې کله کله طالب زندانیانو پر ساتونکو وارونه کړي او د لنډې‌ مودې لپاره یې د زندان یوه برخه په خپل واک کې اخیستې وي. بي بي سي له کورنیو چارو وزارت څخه په دې اړه سپیناوی وغوښت خو ځواب یې تر لاسه نه کړ. په هر حال، بي بي سي ته په هرو څو میاشتو کې د نه خوړو د اعتصاب خبر ورکول کېږي.

Image caption په څرخي پله زندان کې تر شپږو کلونو وروسته، ۳۲ کلن قاري سعید محمد اوس د افغانستان شمال بلخ ولایت کې اوسېږي.

د سږ کال په لومړیو کې د ساتونکو او بندیانو ترمنځ څرخي پله کې نښتې وشوې چې په پایله کې یې څلور بندیان ووژل او ۳۳ ټپیان شول. شل تنه پولیس هم ټپیان شوي وو.

ناتایید شوو رپورټونو ویل چې زندانیانو د روغتیايي اسانتیاوو د نه شتون په خاطر اعتصاب کړی و چې وروسته په جنجال واوښت.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند هغه وخت بي بي سي ته ویلي وو نښته د څرخي پله زندان په هغه برخه کې شوې چې د مخدره توکو کاروبار په تور نیول شوي پکې ساتل کېدل او امنیتي کسانو د څارنوالانو په شتون کې د زندان بلاکونه تصفیه کول، یو شمېر زندانیانو په ډله ییزه توګه پر ساتونکو او څارنوالانو برید وکړ او هڅه یې وکړه چې وسلې ترې واخلي.

په داسې بې ثباته وضعیت له کلونو اوسېدو سره دغه زندانیان سرسخت شوي دي.

اوس په بې سارې کچه طالب زندانیان ازاد شوي یا ازادېږي. د جون په میاشت کې ولسمشر اشرف غني وویل چې کابو ۸۸۷ طالب زندانیان به له څرخي پله او د هېواد له نورو زندانونو خوشي کړي.

د اخترونو په مناسبت د ولسمشر له خوا د بندیانو بښل یو معمول دی، خو دا شمېره بې سارې وه چې نیوکګرو هغه حکومت لپاره د واک ښودل وبلل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له خبرو د باندې ساتل شوی وو.

طالبانو له افغان حکومت سره له نېغو خبرو ډډه وکړه ځکه هغوی یې په رسمیت نه پېژني.

مولوي فضل باري ته د بند یوازې دوه کاله پاتې دي. هغه پر خپله خبره ټینګ دی، وايي چې څنګه ازاد شي خپل جهاد ته به دوام ورکړي:

"چې له دې ځایه خلاص شم، بېرته له خپلو ملګرو سره یوځای کېږم. که مې پخوا اراده شل فیصده وه، اوس مې اراده سل په سلو کې ده چې خپل جهاد ته به ادامه ورکوم او له خپل وطن به دفاع کوم."

له هغو زندانیانو چې ازاد شوي وو، یو یې قاري سعید محمد نومېږي، چې د مولوي باري ملګری و او اوس یې کور د طالبانو سیمه کې دی.

د طالبانو سیمه

په څرخي پله زندان کې تر شپږو کلونو وروسته، ۳۲ کلن قاري سعید محمد اوس د افغانستان شمال بلخ ولایت کې اوسېږي.

وايي د کورنۍ د یوازېني مشر په توګه دی اړ دی پر کور اوسي او د خپلو ماشومانو روزنې ته پام وکړي.

دی په دې باور دی چې د ازاد شویو بندیانو له جملې دی له کمو کسانو دی چې ژوندی پاتې دی.

تر ازادېدو شل ورځې وروسته یې بي بي سي ته وویل: "زه په دې باور یم د ازاد شویو طالبانو له جملې په سلو کې ۹۵ بېرته د جګړې کرښو ته تللي او ډېری یې وژل شوي."

دده د پخواني ملګري مولوي باري لپاره که له طالبانو سره د یوځای کېدو ريښه په غچ کې وه، خو قاري سعید محمد وايي دی له سیمه ییزو پولیسو په عذاب شو چې په ۱۸ کلنۍ کې له ۱۵ ملګرو سره د طالبانو لوري ته ورواوښت:

"هالته اربکیان وو، نو هره ورځ به موږ د دوی له لاسه ځورېدو. که پولیس وو که اربکیان وو. په کلي کې هر سړی دوست او دښمن لري،‌ که به چا شیطاني ورته وکړه دوی به هغه پسې ورغلل، یا به یې بوتله یا به یې مشکلات ورته جوړ کړل. نو موږ دا فکر وکړ چې وروره هسې خو دی هم بیايي،‌ نو تر هغې ښه ده چې ځان په لاس مه ورکوه او یو کار پرې وکړه."

د افغانستان د پولیسو له لوري د تاوتریخوالي او اداري فساد پدیده د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د یوې پراخې ستونزې په توګه پېژندلې.

خو یوه نړۍ نور لاملونه هم شته چې ولې ځوان افغانان د طالبانو په لیکو ورګډېږي، لکه د امنیتي ځواکونو له لوري پر عامو خلکو د مرمیو او توپوپونو غورځول، بې روزګاري، د وسلو او موټرو غنیمت او ان له همزولو سره سیالي.

له طالبانو سره د قاري سعید محمد له لومړیو دندو یوه د مالیو راټولول وو. قاري او د هغه د ملګرو شپږ کسیزه ډله به پر موټر سایکلونو ګرځېدله او د تریاکو له کرونګرو به یې مالیه ټولوله.

د عادي جنګیالي په توګه قاري پر سر یو لړ مشران درلودل چې د دوی کارونه به یې ټاکل او څارل. د ټولو پر سر ولسوال او نظامي قومندان وو، بیا د هغوی مرستیالان او بیا ډلګۍ مشران وو.

قاري وايي هغه رسمي تنخوا نه درلوده خو ځینې لګښتونه ورکول کېدل لکه مرمۍ، د موټر سایکل تېل او د موبایل کرېډېټ.

دی وايي درې کاله وروسته یې ورو ورو عقده په جهاد بدله شوه، هغه وخت چې جګړه ټول هېواد کې خپره شوه ده ته دا فکر پیدا شو چې د بهرنیو ځواکونو پرضد په سپېڅلې جګړه کې ښکېل دی:

"لومړی ځل چې مې وسله غاړې ته واچوله یویشت کلن وم. په یاد مې دي چې فکر مې کاوه د کفر پر ضد د اسلام په دفاع کې ورګډېږم. هماغه فکر تر پایه راسره پاتې شو."

قاري سعید محمد وايي، له جهادي نظریې وروسته به چې کله هم له مرګ سره مخ شو، کوښښ به یې کاوه چې د کورنۍ او ماشومانو پرځای دا فکر ذهن کې ژوندی وساتي چې د خدای په لار کې مري، که څه یې هم اوس لومړیتوب خپله کورنۍ ده.

هغه یوه کیسه کوي چې پر یوه هوار ډاګ د محلي پولیسو په کمین کې ایسار شو او له کورونو څخه د روسي ثقیله مرمیو تر اور لاندې وو:

"په دې وخت کې د سړي فکر ډېر تېز چلېږي او تا ته دا فکر پیدا شي چې کور، بچیان او مېرمن به مې څنګه شي؟ دا شیطان تېر ایستل کوي او د سړي فکر د کور په لور ټېل وهي. خو ما خپل ټول فکر دې ته کاوه چې زه د الله په لار کې خدمت کوم."

قاري په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان ملي امنیت ونیو او د څرخي پله زندان ته یې ولېږه.

دی وايي اوس له هغو پنځلسو ځوانانو چې له ده سره یوځای د طالبانو لیکو ته اوښتي وو، یوازې دوه تنه ژوندي پاتې دي.

د حکومت سیمه

خو له اتلس کلنې جګړې وروسته افغانستان اوس پر مختلفو سیمو وېشل شوی دی. دا چې افغان دولت یوازې ۲۰ یا ۳۰ سلنه ځمکه باندې کامل کنټرول لري،‌ نورې سیمې یا خو د طالبانو په کنټرول کې دي او یا هم دواړه خواوې دعوه پرې لري. طالبانو د ۲۰۰۱ کال راهیسې هېڅ وخت دومره ځمکه په لاس کې نه وه لرلې.

په جګړه ځپلي افغانستان کې د ځوانانو لپاره امکانات ډېر کم دي، نو ډېرو ته په جګړه کې ښکېلېدل یو اسان غوراوی دی. خو دا چې سړی له چا سره جنګېږي ډېری وخت په دې پورې اړه لري چې سړی چېري زېږېدلی دی.

کله چې نعمت الله ۲۴ کلن و او په خاص کونړ کې اوسېده، پرېکړه یې وکړه چې خپل پاتې ژوند به افغان پوځ ته وقف کړي.

دده کیسه د جګړې په ګډوډۍ کې د یوه هېواد د جنجالي بېوروکراسۍ ویاندويي کوي.

د افغانستان په مختلفو سیمو کې تر درې کاله جګړو وروسته، نعمت الله او د هغه ټولی د روزګان ولایت د چینارتو ولسوالۍ د یوې لېرې پوستې د ساتلو لپاره ولېږل شو.

Image caption نعمت الله د هغه وژل شوي عسکر قبر سره دعاء کوي چې د ده په نامه یې کورنۍ خاورو ته سپارلی

د طالبانو کوچنیو ډلو به هر وخت د نعمت الله پر پوستې بریدونه کول، خو له دوامداره نښتو سره عادت شوي و، ځوابي ډزې به یې پیل کړې او خپل دښمن به یې پر شا وتمباوه

خو یوه شپه ګڼ شمېر طالب جنګیالیو د نعمت الله پر پوستې برید وکړ او د دوی ټولی یې تر فشار لاندې راوست.

نعمت الله وايي: "جګړې ډېر دوام وکړ او څنګه چې د سهار سپېدې وچاودې،‌ زموږ مرمۍ خلاصې شوې."

"زموږ سترګې یې راوتړلې، لاسونه یې شاته راوتړل. موږ یې د ټوپک په کونداغونو ووهلو. موږ ته یې ویل تاسو کفار یئ او د کافرانو مریان یاست."

"څنګه چې یې له ځانه سره روان کړو، ما مې د ژوند اخري شېبې شمارلې."

د نعمت الله تر نیول کېدو څو ورځې وروسته له دفاع وزارته د هغه کورنۍ ته زنګ راغی. ورته ویې ویل چې زوی مو وژل شوی دی، راشئ او مړی یې یوسئ.

د تابوت له تر لاسه کولو څو ساعته وروسته د هغه کورنۍ د خپل ورک زوی مړی ښخ کړ. کورنۍ ته یې ویل شوي وو چې تابوت سربسته دی ځکه مړی بېخي نه پېژندل کېږي.

اتلس میاشتې، د هغه کورنۍ او کوژدنې د هغه د قبر زیارت ته راتلل او دعاوې یې ورته کولې.

هلته په روزګان کې نعمت الله له ۵۴ نورو زندانیانو سره غرونو کې د ننه په پېچلیو سمڅو کې بندي و او طالبانو ټوله ورځ په غره کې سمڅې پرې کېندلې.

یو نیم کال، نعمت الله له یولس نورو پولیسو او ملي اردو سرتېرو سره په یوه کوټه کې بندي و. ډېر وخت به یې لاسونه او پښې په ځنځیرونو تړلي وو.

Image caption یو بل سپین ږیری بیا پر ځمکه ناست و او پر اوږدو تسبو یې ذکر کاوه.

د نعمت الله په یاد ده چې طالبانو به ډېره لږ ډوډۍ ورکوله، خو د زندان زړه تنګی تر لوږې بدتر وو، چې بالاخره یوه نیمه شپه دی او نور زندانیان د چاودنو په غږونو له خوبه راپاڅېدل. خلک ژر پوه شول چې بمباري ده:

"موږ دروازې ماتې کړې او دهلېز ته راووتلو، ومو لیدل چې زموږ نورو ملګرو هم ورته کار کړی و. د طالبانو هېڅ درک نه و. نیم ساعت وروسته ځانګړي‌ ځواکونه راننوتل او موږ یې له هغه ځایه چورلکو کې پورته کړو." لومړی کار چې نعمت الله وکړ پلار ته یې زنګ وواهه.

"ما ورته ویل، "زه نعمت یم." پلار مې راته ویل، "کوم نعمت؟" ما ویل، "ستا زوی." هغه باور نه شو کولی، کله چې مې د فېسبوک له لارې انځورونه ورواستول بیا یې ومنله چې زه ژوندی یم."

جلال اباد ته په رارسېدو د یوه ورک زوی د بیا راتګ خبر خپور شو. د نعمت الله د ژوندي راتګ په خوښۍ د هغه په کلي کې غټه میله روانه وه. خو مخکي تر دې چې په کور دننه شي، نعمت الله لومړی هدیرې ته ولاړ. هغه د اشتباه جنازې په اړه خبر شوی و او هلته یې خپل ملګري عسکر ته دعا وکړه.‌

له راستنېدو وروسته نعمت الله او دهغه ناوې هر وخت د ورک سرتېري دعا ته ورځي، دوی هغه د خپلې کورنۍ او خپل مسوولیت بولي.

د نعمت الله کیسه نادره نه ده. بي بي سي ته په افغانستان کې د څو ورته کیسو په اړه راپورونه رسېدلي، چې بندي شوي سرتېري کورونو ته د ستنېدا پر وخت مومي او له مخکې د بل جسد په تړلي تابوت کې ورته راوړل شوی وي.

له بیا بیا هڅو سره سره د افغانستان دفاع وزرات په دې اړه له وضاحت ورکولو ډډه کړې.

نعمت الله چې له دوه کاله انتظاره وروسته یې له خپلې کوژدنې سره واده وکړ، وايي،‌ د زندان له کړاو وروسته بیا هم غواړي بېرته د جګړې ډګر ته ولاړ شي:

"زه باید بېرته دندې ته ستون شم، خدای دې رحم راباندې وکړي. څو چې ژوندی یم د خپلې خاورې دفاع به کوم او په غیرت سره به یې ساتم."

Image caption نرګس (ښۍ خوا) له خپلې لور سولې (منځ کې) سره

د سولې بیه

د کلونو اوږدې جګړې عام وګړي له ژونده بېزاره کړي او ښځې او ماشومان تر ټولو بې وزله دي.

هغه ښځې چې په لویو ښارونو کې اوسېږي د طالبانو له واکمنۍ راهیسې یې ژوند یو څه ښه شوی دی.

د طالبانو د حکومتولۍ پر مهال زدکړې ته د نجونو د لاسرسي تقریبا صفر وه. له هغه راهیسې د نجونو د زدکړې کچه ۳۷ سلنې ته ختلې، که څه هم دا د نړۍ په کچه تر ټولو کښته شمېره ده.

خو د هغو ښځو لپاره چې د طالبانو په سیمو کې ژوند کوي، زدکړو او کار ته لاسرسی لاهم محدودیتونه لري او له ډېرو سره دا وېره شته، که طالبان بیا واک ته ورسېدل د دوی ازادۍ به بېرته ورټولې کړي.

دېرش کلنه ښوونکې نرګس چې د کابل په شمال کې اوسېږی او د شپږو بچیانو مور ده وايي، "ښکاره ده چې ښځې به ډېرې زیانمنې شي."

"هغوی ته به د زدکړو او کار اجازه نه وي، موږ به تر ټولو زیات زیان ووینو."

طالبان وايي چې هغوی د ښځو حقونو ته ژمن دي، خو ډېر بیا شک لري چې طالبانوکې دې دومره بدلون راغلی وي. نرګس له هغوی یوه ده:

"زه شک لرم چې طالبانو کې دې بدلون راغلی وي. ځکه، څنګه چې هغوی د سولې خبرې کوي، چاودنې روانې دي، زموږ مسلمان وروڼه او خویندې وژني. دا څه ډول بدلون دی؟"

نرګس وايي د طالبانو راتګ او وروسته نا امنۍ د دې لامل شول چې دا بې تعلیمه پاتې شوه:

"زه په څلورم ټولګي کې وم چې طالبان راغلل. جګړې پیل شوې او ښوونځي وتړل شول. نجونو ته اجازه نه وه چې له کوره ووځي. زه نهه کلنه وم چې حجاب مې پر سر کړ او پر کور کښېناستم او له وېرې د باندې نه وتلو. بیا پاکستان ته کډه شوو او ښوونځی پاتې شو. له راستنېدا وروسته مې اوس پام کېږي چې له څومره شیانو بې برخې شوم."

خو نرګس هوډ لري چې ۸ کلنه لور سوله (چې اوس ښوونځي کې ده) له ورته برخلیک سره به مخ نه شي.

سولې په خپل لږ عمر کې لا د جګړې ترخه لیدلي. هغه په وروستیو کي یې د یوه ځانمرګي برید شاهده وه:

"ما ولیدل چې بم وچاود او ځوانان مړه شول. زه ډېره وېرېدلم، ژړل مې، مور مې په غېږه کې ونیولم، ټکسي کې یې کښېنولم او کور ته یې راوستم."

Image caption تر اوسه په افغان جګړه کې سلګونه زره خلک وژل شوي دي.

د جګړې په روان اور کې د افغانستان د لروبر یوازېنۍ هیله امن دی، خو لومړی د امریکا او طالبانو او بیا د افغان حکومت راګډول یوه سخته چاره ښکاري.

افغان حکومت وايي هغوی به یوازې په هغه صورت کې له طالبانو سره وویني چې ټولې خواوې یو میاشتنی اوربند اعلان کړي. طالبانو په غبرګون کې ورته ویلي هغوی به یوازې په هغه صورت کې له حکومت سره کښېني چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

بیا خو هېڅ عجیبه نه ده چې نرګس غوندې عام وګړي په خپل هېواد کې د اوږدمهالې سولې په اړه شک لري.

هغه وايي: "زه فکر نه کوم امن دې راشي. له افغانستانه هغه ټوټه جوړه شوې ده چې هرڅوک یې پر خپل لوري کشوي، د دې جوتول سخته شوې ده چې څوک دوست دی او څوک دښمن."

"که امریکایان غواړي چې واک ونیسي، یا طالبان وي او یا حکومت، موږ یوازې د سولې غوښتونکي یو."

ورته مطالب