د شکایتونو کمېسون: د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو ځنډول له قانون سرغړونه ده

  • 7 نومبر 2019 - 16 لړم 1398
کمېسون د انځور حقوق Iec
Image caption ټاکلې وه چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د اکتوبر په ۲۷مه اعلان شوې وی، خو د ټاکنو کمېسیون په خپل وخت د پایلو په اعلان ونه توانېد او اوس یې د لړم ۲۳مه د دغو پایلواعلان ته ټاکلې.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسون وايي، پرېکړه یې کړه چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ۲۱۱۸ صندوقونو رایې بیا شمېرل او وارزول پکار دي.

د دې کمېسون مشرې زهره بیان شینوارې کابل کې د پنجشنبې په ورځ (د نومبر۷) خبري غونډې ته وینا کې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو پر ممکنه ځنډېدو هم اندېښنه وښوده:

"د لومړنیو پایلو ځنډول له قانون سرغړونه ده او ولس او د شکایتونو کمېسون ته د منلو نه دي".

ټاکلې وه چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د اکتوبر په ۲۷مه اعلان شوې وی، خو د ټاکنو کمېسیون په خپل وخت د پایلو په اعلان ونه توانېد او اوس یې د لړم ۲۳مه د دغو پایلواعلان ته ټاکلې.

له بلې خوا د ولسمشرۍ ټاکنو ځینې نوماندان د ځینې رایو پر بیا شمېرلو ټینګار کوي او کمېسون هم ژمنه کړې چې دا رایې وشمېري.

مېرمن شینوارې هم پر ټاکنو خپلواک کمېسون غږ وکړ چې کومې رایې بیا شمېرلو ته اړتیا لري، نو باید ژر تر ژره یې وشمېري.

ټاکلې وه چې د ټاکنو خپلواک کمېسون د رایو بیا شمېرلو لپاره درې ورځې مخکې ولایتونو ته خپل کسان ولېږي، خو لا هم دا کسان نه دي لېږل شوي.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې بیا د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه غوښتي تر هغې چې د ټولو کارول شویو رایو وروستۍ شمېر معلوم نه شي د رایو له بیا شمېرلو ډډه وکړي.

خو د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنیزه ډله وايي د رایو شمېرل باید ژر تر سره شي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې پر خپل وخت اعلان شي.

ورته مطالب