''افغان حکومت د پټې معاملې مخنیوی کوي''

سوله، طالبان، افغانستان د انځور حقوق ARG
Image caption د ولسمشرۍ ماڼې وايي د سولې په خبرو کې به دیموکراسي او نظام ساتل د دوی د استازو له پاره سرې کرښې وي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په چین کې له طالبانو سره تر سره کېدونکو خبرو کې به دیموکراسي او نظام ساتل د دوی د استازو لپاره سرې کرښې وي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په بیجينګ کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې غونډه کې د افغان پلاوی شمېر کم خو په وینا یې په هېواد کې د اوسېدونکو ټولو خلکو استازي په کې شته.

که څه هم ارګ د دغه پلاوی د غړو نومونه نه څرګندوي خو وايي چې په جوړښت کې یې د حکومت لوړ پوړي چارواکي هم شته.

مخکې یوې باوري حکومتي سرچینې بي بي سي ته ویلي وو، په بيجینګ کې جوړېدونکې غونډه به د روانې نوامبر میاشتې په وروستۍ اونۍ کې وي، چې په خبره یې د افغان حکومت او طالبانو استازي به په کې د نړیوالې ټولنې په حضور کې مخامخ سره خبرې وکړي.

محب: ملا ذاکر او ځینې نور طالبان داعش سره یو ځای شوي

طالبان چین کې په "بین الافغاني دیالوګ" کې ګډون کوي

سټولټنبرګ: طالبان باید د سولې خبرو کې نرمي ښکاره کړي

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني سترسلاکار وحید عمر له سولې د ځوانانو د ملاتړ په درېیمې غونډه کې وویل، حکومت د سولې راوستلو پر وړاندې خنډ نه دی بلکې په وینا یې 'د هغې پېچلې او پټې معاملې ترسره کېدو مخنیوي کوي چې په پایله کې به یې د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې له خاورو سره خاوري شي. '

تېره اونۍ د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې حکومت داسې معلومات تر لاسه کړي دي، چې ښيي د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې په تړاو نهه پړاوه خبرو کې امریکا یوازې طالبانو ته امتیازات ورکول او د هوکړه لیک لاسلیک کېدو وروسته به بیا هم په افغانستان کې جګړه روانه پاته شوې وای.

د ښاغلي محب په وینا د طالبانو ځینې مهم قومندانان له داعش سره یو ځای شوي خو د طالبانو ویاند د ښاغلی محب دا خبره رد کړې وه.

د انځور حقوق GMIC
Image caption څو ورځې وړاندې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي وو د طالبانو ځینې مهم قومندانان له داعش سره یو ځای شوي خو د طالبانو ویاند د ښاغلی محب دا خبره رد کړې وه.

افغان حکومت ټینګار کوي چې د سولې تړون دې د پاکستان، ایران، چین، روسیې او هند له هوکړې وروسته له طالبانو سره لاسلیک شي، ځکه په وینا یې که د ګاونډو هېوادونو هوکړه په کې نه وي، له لاسلیک کېدو وروسته به بیا هم په افغانستان کې جګړه روانه وساتل شي.

حکومت همدا ډول له اروپایي ټولنې، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو د افغان سولې په برخه کې د تضمن غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب