سرور دانش: ټاکنیز ټیمونه باید د کمېسیونونو په چارو کې لاسوهنه و نه کړي

د انځور حقوق VPO2
Image caption ښاغلی دانش وايي د دوی ټاکنیز ټیم د ټاکنیزو کمېسیونونو پرېکړو ته درناوی کوي او د ټاکنو پایلې به ومني.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، هېڅ یو ټاکنیز ټیم باید د ټاکنو کمېسیونونو په چارو کې لاسوهنه و نه وکړي او نه باید پرې فشار واچوي.

ښاغلي دانش د افغانستان ولسي جرګې د اقتصادي کمېسیون وژل شوي شوي مشر سید مصطفی کاظمي د ۱۲ تلین مراسمو ته وینا کې وویل:

''هېڅوک حق نه لري چې ټاکنو ته د یوې وسېلې په نظر وګوري او هېڅوک او هېڅ یو ټیم باید د ټاکنو پر کمېسیونونو فشار رانولي، نه یې باید په داخلي مسایلو کې لاسوهنه وکړي او نه باید پرې کوم ځانګړی نظر وتپي. ''

ښاغلی دانش چې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د ''دولت جوړونکي '' ټاکنیز ټیم دویم مرستیال دی، زیاتوي چې ټول ټاکنیز ټیمونه حق لري چې خپل ټاکنیز شکایتونه په مستند او قانوني بڼه وړاندې کړي.

نوموړی وايي د دوی ټاکنیز ټیم د ټاکنیزو کمېسیونونو پرېکړو ته درناوی کوي او د ټاکنو پایلې به ومني. ښاغلی دانش له نورو ټاکنیزو ټیمونو هم وغوښتل چې د کمېسیونونو پرېکړو ته درناوی وکړي.

د انځور حقوق Aiec

له دې مخکې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون چارواکو وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو ۸۵۰۰ محلونو رایې به له سره وشمېرل شي، خو په ورته مهال اندېښنه ښيي، چې که د یو شمېر نوماندانو څارونکي د دوی د کار پر وړاندې د خنډونو جوړول روان وساتي، د لومړنیو پایلو د اعلان د بیا ځنډېدو وېره شته.

د کمېسون چارواکي وايي، د دې محلونو د رایو بیا شمېرل د روڼتیا د ډاډمنولو لپاره کوي.

د ټاکنو کمېسون د دارالانشا مشر، حبیب الرحمان ننګ د بي بي سي خبریال همکار عصمت بهیر ته وویل د رایو د بیا شمېرلو لپاره هر ډول تیاری نیول شوی دی:

"موږ نږدې اته نیم زره محلونو رایې ټول افغانستان کې شمېرو، ټول لوجسټیک او مالي او انساني سرچینو تیاری نیول شوی دی. حساس مواد او بیا شمېرلو کې کارېدونکي مواد تیار دي".

* افغان ټاکنې؛ کومو ولایتونو ډېرې او کومو کمې رایې لرلې؟

* د افغانستان ټاکنې؛ 'باوري رایې یو میلیون او ۸۴۳ زره دي'

د نوموړي په خبره، د درملاګ کمپنۍ د وروستي رپوټ د مالوماتو له مخې منظم نوملړ جوړ شوی او له څو ورځو خبرو وروسته پرېکړه شوې چې دا رایې وشمېرل شي.

مخکې د عبدالله عبدالله ټاکنډلې ویلي وو، چې کمېسون د باوري اعلان کړو رایو له منځه شاوخوا یو لک او دېرش زره هغه رایې چې دې ډلې ناسمې بللې بېلې کړې نه وي، د رایو بیا شمېر دې نه پیلېږي.

د نوي مهالوېش له مخې ټاکلې، چې لومړنۍ پایلې د روانې لړم میاشتې په درویشتمه اعلان شي.

حبیب الرحمان وايي، که د نوماندانو څارونکي د دوی کار کې جنجال جوړوي، نو ممکن دا مهالوېش بیا وځنډېږي:

"ښکاره خبره ده، زموږ ارزونه ښيي چې که موږ یو کار یوه ګړۍ کې کوو، د څارونکو د مزاحمت له امله یې دریو ګړیو کې کوو".

د انځور حقوق AFP

د نوموړي په خبره، که نوماندان او څارونکي مزاحمت کوي، یا اقلیمي شرایط نه وي درملاګ کمپنۍ په خپل وخت رپوټ برابر نه کړي، نو دا نېټه بیا هم ځنډېدلی شي.

دا په داسې مهال ده چې د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسون مشرې زهره بیان شینوارې کابل کې د پنجشنبې په ورځ (د نومبر۷) خبري غونډې ته وینا کې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو پر ممکنه ځنډېدو اندېښنه وښوده:

"د لومړنیو پایلو ځنډول له قانون سرغړونه ده او ولس او د شکایتونو کمېسون ته د منلو نه دي".

مېرمن شینوارې پر ټاکنو خپلواک کمېسون غږ وکړ چې 'کومې رایې بیا شمېرلو ته اړتیا لري، باید ژر تر ژره یې وشمېري. '

ورته مطالب