لغمان کې د سپرلۍ موټرو سوځېدل؛ امریکایان وايي ملکیان په نښه کول یې هدف نه و

د کابل- جلال آباد پر لویه لاره بهرنیو ځواکونو د سپرلۍ څو موټر په ګاز لرونکو ګولیو ویشتلي د انځور حقوق Gulab Ibrahimi
Image caption د کابل- جلال آباد پر لویه لاره بهرنیو ځواکونو د سپرلۍ څو موټر په ګاز لرونکو ګولیو ویشتلي

د لغمان چارواکي وايي، د کابل - جلال اباد پر لویه لار بهرنیو ځواکونو د سپرلۍ پر څو موټرو ګاز لرونکې مرمۍ ویشتلې چې د عیني شاهدانو په وینا، ځینې مساپر یې ژوبل کړي دي. خو بهرني ځواکونه وايي، دوی د خپلو ګاډو یوه کاروان ته د ورنږدې کېدونکو موټرو د درولو لپاره ګازي لمبې ویشتونکي کارولي دي.

د کابل- جلال آباد پر لویه لاره بهرنیو ځواکونو د سپرلۍ څو موټر په ګاز لرونکو ګولیو ویشتلي او د عیني شاهدانو په وینا یوشمېر مساپر یې ژوبل کړي دي.

د لغمان چارواکي پیښه تائیدوي او وایي، تېر ماښام هغه مهال رامنځ ته شوه چې د سپرلۍ موټرو د دوی په ټکو د بهرنیو ځواکونو د درېدو اشارې ته پام نه دی کړی.

د لغمان د والي وياند اسدا لله دولتزی وايي، ګازداره مرمۍ وروسته تر هغې نورو تېرېدونکو موټرو ته ور اچول شوي چې د درېدو ورته ویل شوي وو، خو دوی نه و درېدلي. پېښه کې دوه موټره بشپړ سوځېدلي او دوه تنه ژوبل دي.

خو د پیښې عیني شاهدان او خپله زیانمن شوي بیا د ټپیانو شمېر ډېر ښيي. دوی وایي، د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ کاروان له سیمې تېرېده چې ناڅاپه یې د سپرلۍ پر موټرو ګازلرونکې ګولۍ ویشتل شوې.

د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون وايي چې د پرونۍ پېښې له امله دوی ته درې تنه ټپیان چې سوځېدلي ور وړل شوي چې دوه یې تر لومړنیو درملنو وروسته رخصت شوي دي. خو د لغمان د روغتیا مسولین وايي د پېښې یو سوځېدلی ټپي نژدې یوه کلینک ته وروړل شوی او د ښې درملنې په پار نوموړی هم ننګرهار ته لېږدول شوی دی.

دې پېښې په خواله رسینو کې هم پراخ غبرګونونه پارولي دي.

د انځور حقوق IMAD DAWRAN
Image caption د پیښې عیني شاهدان او خپله زیانمن شوي بیا د ټپیانو شمېر ډېر ښيي

په دغو رسنیو کې د موټرو هغه انځورونه لاس په لاس کېږي چې په بشپړ ډول سوځېدلي دي. ځینو کاروونکو د بهرنیو ځواکونو دا کار غندلی او د حساب کتاب غوښتنه یې کړې.

بل خوا په ولسي جرګه کې د لغمان استازی عبدالمنیر ترهخېل بي بي سي ته وویل، پېښه کې پر درېیو موټر سربېره دوه دوکانونه هم سوځېدلي. دوی وایي، د پیښې عاملین باید وپوښتل شي او له زیانمنو سره عدالت وشي.

د ښاغلي تره‌خیل په خبره، یاده موضوع یې کابل کې له اړوندو امنیتي ادارو سره هم شریکه کړې. دی وایي، که د موضوع سپیناوی ونه شي، بدې پایلې به ولري او د ولس او دولت ترمنځ به واټن لا ډېر شي.

خو بهرني ځواکونه د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره وايي چې نه يې غوښتل ملکیانو ته زیان واړوي او د پېښې پر مهال يې ملکي وګړو ته د زيان اوښتو نښې نه دي ليدلې. خو وايي چې اوس ملکي ګاډو ته د زیان اوښتو له رپوټونو خبر شوي او دا پېښه به په جدي ډول وڅېړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب