ولسمشرۍ ټاکنې: درې ټاکنیزو ډلو د رایو له بیا شمېرنې سره پرېکون وکړ

ټاکنې د انځور حقوق IEC

دریو ټاکنیزو ډلو د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغې پرېکړې سره پرېکون اعلان کړی دی چې پر بنسټ یې په ټول افغانستان کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د شاوخوا ۸ زرو محلونو رایې بیا شمېرل کېږي. د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت او د رحمت الله نیبل په مشرۍ د امنیت او عدالت ټاکنیزو ډلو ، خپلو ټولو څارونکو ته ویلي چې د بیا شمېرنې بهیر و نه څاري.

خو د محمداشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي ټاکنډلې د کمیسیون د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی او غوښتنه یې کړې ده چې دا چاره دې بشپړه او لومړنۍ پایلې دې اعلان شي.

د ټاکنو کمېسیون له څارونکو غوښتي چې د وخت کمښت ته په پام سره څارنې او مشاهدې ته حاضر شي.

Image caption په پام کې ده د رایو شمېرل ژر پیل شي

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې ویلي، ددغه ټیم مشرتابه "د خلکو د پاکو رایو د دفاع په پار" خپلو ټولو ولایتي ټاکنډلو او څارونکو ته سپارښتنه کړې چې "له پاکو رایو د ناپاکو هغو تر چاڼ" پورې په دې بهیر کې ګډون ونه کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د اعلان پربنسټ، یوازې هغه رایې باوري دي چې بایومټریک نښه ولري. تر اوسه جرمني دېرما لاګ شرکت چې د افغانستان د ټاکنو تخنیکي بهیر یې مخته بېوه، د بایومټریک نښې لرونکو باوري رایو شمېر یو میلیون او ۷۴۳ زره او ۱۰۷ اعلان کړې وې.

دغه شرکت وړاندې د بایومټریک لرونکو نښو لرونکو رایو شمېر یو میلیون او ۹۲۹ زره او ۳۳۳ اعلان کړی و، چې په وروستۍ ارزونه کې یې څه باندې ۸۴ زره رایې د معیار خلاف بللې وې.

اختلاف چېرې دی؟

د عبدالله ټیم وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون "د باطلو او بایومټریک پرته رایو له جلا کېدو او چاڼ او د چاڼ شویو رایو له شمېر مالومولو مخکې" بیا رایې شمېرل پیل کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۸۴۹۴ محلونو د رایو بیا شمېرلو پرېکړه کړې ده. له دې څخه ۲۴۲۳ داسې محلونه دي چې د ستونزو له کبله یې رایې بایومټریک وسیلې ته نه دي داخلې شوې چې د کمېسیون په وینا، د دغو رایو برخلیک باید مالوم شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وروستۍ ناسته کې چې دوو بهرنیو غړو هم ګډون پکې درلود، پرېکړه وشوه چې دا رایې په دوو پړاوونو کې وشمېرل شي.

تېره ورځ، د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وویل، هېڅ یو ټاکنیز ټیم باید د ټاکنو کمېسیونونو په چارو کې لاسوهنه و نه وکړي او نه باید فشار پرې راوړي.

د نوي مهالوېش له مخې ټاکلې، چې لومړنۍ پایلې د روانې لړم میاشتې په ۲۳ اعلان شي.

ورته مطالب