غني: تر بل هر وخت اوس سولې ته نژدې شوي یو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
غني: "د تلپاتې سولې لپاره عدالت پکار دی.''

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د میلاد النبي یوې لمانځغونډې ته وویل، اوس افغانان تر بل هر وخت سولې ته نژدې شوي دي، خو شرط یې دا و چې د جنګ اور باید مړ او د جګړې باطله لار پرېښودل شي.

ښاغلی غني، چې د ولسمشرۍ ورځې یې د ګوتو په شمار پاتې دي او د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلو ته، چې ځان یې هم پکې نوماند کړی و، اعلانېدو ته په تمه دی، وویل، "د تلپاتې سولې لپاره عدالت پکار دی. داسې حالت پکار دی چې هېڅوک ځان مظلوم او بې برخې ونه ګڼي."

محمد اشرف غني د جګړې د اور مړه کول د افغان دولت تر ټولو مهم لومړیتوب وباله، چې په خبره یې پر جګړه ټینګار د باطل لار او سوله د حق لار ده.

ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د سولې اوه ماده یي طرحه اعلان کړه، چې ویاند یې صدیق صدیقي دا "پلان د سولې بهیر کې د راتلونکو ګامونو پایښت باوري کوي."

خو عبدالله عبدالله، چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند دی، دا طرحه "یوازې هیله" بللې وه.

ارګ وايي، دا طرحه د ټیکاو لپاره د تېرو هڅو او پورته شویو ګامونو لړۍ ده چې موخه یې ژر تر ژره د وینې بهولو مخنیوی دی.

د طالبانو او امریکا له نهم پړاو خبرو وروسته تمه وه چې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي، خو کابل کې د طالبان په یو ځانمګی برید کی د یوه امریکاي په ګډون د ۱۲ کسانو وژل کېدو سره د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا خبرې لومړی وځنډولې بیا یې مړې وبللې.

مګر له هغه راهیسې افغان کشاله کې ښکېل لوري د دې خبرو بیا پیلېدل غواړي.

تمه ده چې روانه میلادي میاشت د افغانانو خپلمنځي خبرې په چین کې وشي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغان سولې مزل اوږد او له لوړو او ژورو ډک دی

د طالبانو - امریکا خبرې له پیله تر اوسه

تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو اوه پړاوونه تېر شوي؛ شپږ ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې.

لومړی پړاو: د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر دوحه کې پیل شوې.

دویم پړاو: د دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې.

درېیم پړاو: د ۲۰۱۸ کال د دیسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوي ته خبرو کې د ګډون اجازه ورکړه.

څلورم پړاو: د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې.

پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل. د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.

شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د تېر غوايي پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.

اوم پړاو خبرې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول.

اتم پړاو کې، چې د اګسټ پر درېیمه پیل شو، د زلمي خلیلزاد په وینا، له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او پر تخنیکي جزییاتو یې خبرې وکړې، خو د اټکلونو خلاف دا ځل هم ددې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو.

نهم پړاو د اګسټ پر ۲۲مه پیل شو او د سپتمبر تر لومړۍ یې دوام وکړ. په دې خبرو کې امریکایانو او طابانو په اصولو کې یوې خپلمنځي هوکړې ته ورسېدل. زلمي خلیلزاد وویل، که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم وو، په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیان به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې له ۵ پوځي اډو ووځي.

ورته مطالب