د افغانستان رسمي او نارسمي کارځایونو کې ځورونه او زورواکي

کارګر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزات هم تاییدوي چې په کاري ماحول کې ځورونه لویه ستونزه ده

په افغانستان کې د ځورونې ستونزه دې حد ته رسېدلې چې د دولتي او خصوصي ادارو کارکوونکي هره ورځ لس شکایتونه د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې ثبتوي.

په دغو شکایتونو کې څه دي؟ د دولتي او خصوصي ادارو کارکوونکي تر ډېره له څه ډول ځورونې سره مخ دي او دې کار له روحي پلوه په هغوی څه اغېز پرېښی؟ په کابل کې د بي بي سي خبریال ابراهیم صافي په همدې اړه راپور چمتو کړی.

په کارځای کې یو تن چې له ځورونې سره مخ شوی او نه یې غوښتل نوم یې واخيستل شي بي بي سي ته وویل، هغه مهال چې یې د کار د زدکړې وخت و په دې موده کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی.

دغه کس وايي، له یوې خوا له کوره مساپر و او له بلې خوا بیا په کارځای کې به د استاد او هغه ورور ورته ستونزې جوړولې.

هغه چې اوس د کابل ښار په یوه څنډه کې د موټرو او کورونو د کیلۍ جوړونې کار کوي وايي، تر اوسه یې د هغه وخت سختې ورځې ځوروي.

دی وايي: "ما د خپل استاد له ورور سره د کیلي جوړونې کار کاوه، ما غوښتل چې کار زدکړم او د دوی هره نادوده مې زغمله."

په کار ځای کې سپکاوی، د نورو په کارونو کې په ناحقه ډول د یوه کس ګرم بلل، بې ځایه نیوکې، له حده زیات د یوه کار اوږدول او یو شمېر نورهغه څه دي چې په کارځای کې ځورونه یا کړونه ګڼل کېږي.

یو بل کس چې د ده په غوښتنه مستعار نوم یې فریدون دی د افغانستان په یوه قرادادي دولتي اداره کې کار کوي.

فریدون له دې ویرې چې مجازات نه شي، له ما یې غوښتنه دا وه څو د اصلي نوم او کارځای په اړه یې یادونه ونه کړم.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د رسمي شمېرو له مخې، د افغانستان د ۹ میلیونه په شرایطو برابرو کسانو له ډلې یې دا مهال اوه میلیونه په کار بوخت دي.

وېرونکی اقدام، له دندې لېرې کول، له تنخا محرومول، د رخصتیو نه ورکول، هغه څه دي چې په کارځایونو کې د فریدون په خبره هر وخت یې همکاران په کارځای کې ورسره مخ شوي دي.

فریدون وايي، دغه چلن دی او همکاران یې سخت زړه تورن کړي دي: "له دوه درېیو میاشتو وروسته کله چې رییس راغی، په هغه ځای کې چې موږ همکاران ورسره مخ شي، زموږ یوه همکار ورته وویل، ما تنخا نه ده اخیستی او زه کار ته نه شم راتلی، زموږ رییس ورته په غوسه وویل که کار نه کوې کار مه کوه، دلته تنخا همدا ډول دی نور دې خوښه، موږ اړ یو چې دلته کار وکړو ځکه پېژندګلوي نه لرو او په دې هم پوهېږو چې په افغانستان کې کار نشته نو پر همدې اساس اړ یو چې هرڅه وزغمو، په دغه ځای کې چې موږ کار کوو له همدې ځورونې او کړونې نور په دغه اداره کې له کار کولو زړه تورې کړي یو، لکه څه ډول چې زموږ شخصیت دی دلته ورته درناوی نه کېږي، هیله لرو چې ورته ستونزې په نورو ادارو کې نه وي."

له لسو د دولتي او خصوصي ادارو نه یوازې فریدون هغه کس و چې بې له نوم اخيستلو یې مرکې ته غاړه کېښوده.

د یو شمېر نورو دولتي او خصوصي ادارو کارکوونکي هم په ادارو کې د ځورونې ستونزه مني او ان ځينو یې له همدې امله دندې پرېښې دي.

میاشت کې ۱۰۰ شکایتونه

که څه هم د افغانستان د کار د قانون له مخې په کارځایونو کې هر ډول توپیري چلند، نامشروع غوښتنې او ناوړه حرکتونه منع دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د یو شمېر نورو دولتي او خصوصي ادارو کارکوونکي هم په ادارو کې د ځورونې ستونزه مني او ان ځينو یې له همدې امله دندې پرېښې دي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزات هم تاییدوي چې په کاري ماحول کې ځورونه لویه ستونزه ده، هغه ستونزه چې د دغه وزارت د ویاند عبدالفتاح احمدزي په خبره هره ورځ په دې اړه شاوخوا لس شکایتونه تر لاسه کوي: "په ورځ کې موږته شاوخوا لس شکایتونه راځي، تېرکال زموږ وزارت له ۹۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ پورې شکایتونه وڅېړل شول او وروسته حل شول."

د ښاغلي احمدزي په خبره، ناوړه غوښتنې، پرته له کوم لامله له کاره ایستل، د تنخا کمښت او پر وخت نه ورکول، ناوړه چلند او یو شمېر نور هغه شکایتونه دي چې د کارکوونکو له لوري دې وزارت سره ثبت شوي دي.

احمدزی وايي، یو شمېر شکایتونه عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل کېږي، د ده په وینا د دغو پښو عاملان د قانون له مخې سزا ویني.

د رسمي شمېرو له مخې، د افغانستان د ۹ میلیونه په شرایطو برابرو کسانو له ډلې یې دا مهال اوه میلیونه په کار بوخت دي، خو په حکومتي ادارو کې د پراخ فساد له امله زیات شمېر یې د دندې له لاسه ورکولو له د وېرې څه نه وايي او دا هر څه زغمي.

ورته مطالب