"امريکايي پوځيان نږدې راتلونکي کې افغانستان نه پرېږدي"

مارک میلي د انځور حقوق Getty Images

د امريکا د لوى درستيزانو د جرگه گۍ مشر ويلي امريکايي پوځيان نږدې راتلونکي کې افغانستان نه پرېږدي.

جنرال مارک ميلي افغانستان کې د امريکايي پوځيانو حضور د امريکا د ملي گټو لپاره وباله.

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې وايي، دا ډله د امریکايي چارواکو دغه ډول دریځ په کلکه غندي:

"د افغانستان د اشغال په دوام سره به بیا هم امریکا د تیرو اتلسو کالو په شان ناکامه وي او هيڅ به هم تر لاسه نه کړي".

خو جنرال مارک ميلي له امريکايي اې بي سي تلويزيون سره مرکه کې ویلي، امريکايي ځواکونه د سپتمبر له پېښو وروسته په دې موخه افغانستان ته ورغلل چې ډاډ ترلاسه شي دغه هېواد بيا د هغو توندلارو په ځاله بدل نشي چې ښايي امريکا په نښه کړي او دا ماموريت لا نه دى بشپړ شوى

د هغه په خبره، امريکايي ځواکونه ښايي د نورو څو کلونو لپاره افغانستان کې پاتې شي.

د جنرال ميلي په باور افغانستان کې د ماموريت بشپړېدو لپاره اړتيا ده چې افغان حکومت او افغان ځواکونه د خپل کورني امنيت د ساتلو جوگه وي چې د ترهگرو مخنيوى وکړي:

"چې د نورو هېوادونوپه ځانگړې توگه د امريکا پر وړاندې د بريد لپاره د هغوى خاوره ونه کاروي".

د جنرال ميلي دا وروستۍ څرگندونې د ولسمشر ټرمپ له څرگندونو سره ظاهرا" په ټکر کې برېښي.

ولسمشر ټرمپ وار وار ويلي چې د امريکا د اوږدو جگړو د پاى ته رسولو وخت را رسېدلى او له سوريې د يو شمېر امريکايي ځواکونو د ايستنې پر مهال هم ورته خبرې کړې وې.

خو د امريکا د لوى درستيزانو د گډې جرگه گۍ مشر وايي په سوريه کې به هم د دوى ځواکونه د يوې پام وړ مودې لپاره پاتې وي.

نوموړی سوريه کې د امريکايي سرتېرو د پاتې کېدو لامل په اسلامي دولت نومې ډلې د فشار ساتل بولي او د نوموړي په وينا ښايي شاو خوا ٥٠٠ سرتېري هلته پاتې شي.

د انځور حقوق Getty Images

اوسمهال شاو خوا ١٤٠٠٠٠ امريکايي سرتېري په افغانستان کې دي چې د دغو ځواکونو وتنه د سولې لپاره د طالبانو اساسي غوښتنه ده.

افغان سولې لپاره د امريکا استازي ويلي و چې د سولې د خبرو اترو په بهير کې په اصولو کې پر دغه ټکي هوکړه شوې وه.

خو ولسمشر ټرمپ طالبانو سره د امريکا د سولې خبرې چې ظاهرا" بشپړېدو ته نږدې وې د يوه ټويټ په خپرولو لغوه کړې.

ښاغلي ټرمپ د سولې خبرو د لغوه کولو لامل تېر سپتمبر په کابل کې د طالبانو يو بريد په گوته کړ چې پکې د يوه امريکايي په گډون دوولس تنه وژل شوي وو.

ورته مطالب