د جګپوړو طالبانو خوشي کول
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جګپوړو طالبانو خوشي کول

افغان ولسمشر اشرف غني ويلي د انس حقاني په ګډون به درې لوړ پوړي طالب چارواکي خوشي کوي. له دې مخکې افغان حکومت ویل ګنې د حقاني شبکې د مشر د ورور خوشې کول ورته سره کرښه ده.

خو ولسمشر غني بیا نن په یوه ځانګړې غونډه کې ویل چې دا سخته پرېکړه یې له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل او د طالبانو له خوا د افغانستان امریکایي پوهنتون د دوو استادانو د خوشي کېدو په نیت کړې ده.

انس حقاني د افغانت مجاهدينو پخواني قوماندن جلال الدين حقاني زوی دی. ښاغلی غني وویل چې د دغو طالب بندیانو خوشې کولو په اړه یې له نړیوالو شریکانو په تېره له امریکا سره نژدې او هر اړخیزې مشورې کړې دي.

په کابل د امریکا سفیر او افغان امریکایي پوهنتون د دې پریکړې هرکلی کړی خو طالبانو بيا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب