تباته امارال، د برازیل کانګریس ممتازه غړې

Tabata Amaral د انځور حقوق Anexo
Image caption تباته د څه باندې ۲۶۰۰۰۰ رایو په ترلاسه کولو سره کانګریس ته بریالۍ شوه.

۲۵ کلنه تباته امارال، چې د ساو پاولو په یوه بې وزله کورنۍ کې زیږېدلې، خو غواړي په تعلیم دودولو سره د بې وزله او په نشه د روږدو وګړو له کړاوه ډکه نړۍ په بهر کې د هوسا ژوند لرونکو برازیلیانو له نړۍ سره نژدې کړي.

څو میاشتې وړاندې د پوهنې له وزیر سره د هغې د خبرو وېډیو ډېر کتونکي پیدا کړل، چې د نړیوالو رسنیو سرټکي شول، همدا وو چې تباته د امریکا د کانګرس له یوې غړې السکندریه اوکاسیو کارټیز سره پرتله شوه.

دا وايي د دوو نړیو ترمنځ جګړه کې راګیر وه، چې په وینا یې "د نړۍ تر بل هر ځای مې خپل وطن خوښ دی."

نوموړې وايي، کله چې پينځه ویشت کلنۍ کې دومره پرمختګ وکړې دا هرڅه دي، خو وايي هغه اجنډاوې چې دې ته تر هرڅه ارزښت لري اوس په خطر کې دي.

"نو دلته به مې مبارزه روانه ساتم. په کانګریس کې هره ورځ راته ښکاري چې خلکو ته خوند نه ورکوي چې ښځي په سیاست کې ویني."

تباته امارال، د دوو نړیو ترمنځ جنګېږي.

"خلک رانه پوښتي، خامخا به د کوم مهم کس لور یم، چې واده به مې کړی وي، ځکه ډېری خلک په دې نه پوهېږي، چې زه خپل استعداد تر دې ځایه رسولې یم."

امارال وايي، له تاوتریخوالي په یوه ډکه ټولنه کې دې نړۍ ته راغله. ښوونځي ته په تګ به یې پر سړک پراته مړي پر لار لیدل. جرمونو او نشه يي توکو یې پنځلس کلن ملګری ترې واخیست:

"پلار مې په ۳۹ کلنۍ کې نشه يې توکو را وواژه. زما ډېری ملګرو ښوونځی او لېسه سرته ونه رسول. نجونې په ډېر کم عمر کې میندوارې کېدې، خو ما د زدکړو هغه اسانتیاوې درلودې چې په کلي کې مو نورو نه درلودې."

دا وايي، بریا یې د ریاضي له یوې سیالۍ پیل شوه. سکالرشیپونه یې ترلاسه کړل او د امریکا په یوه ډېر ښه پوهنتون کې مې زده کړې وکړې.

Image caption د برازیل په کانریس کې د ښځو شمېر ۱۵ سلنه دی. تباته ته د "جوري" په نامه د ولسي جرګې د ممتازې کاندیدې جایزه ورکړه شوه

برازیل کې د بې وزله او بډای ترمنځ واټن کمول یوه پېچلې چاره ده. تباته په ۲۰۱۸ کال کې په ۲۴ کلنۍ کانګریس ته ځان ونوماوه. په برازیل کې یې د زدکړو د ښه کولو لپاره کمپاین وکړ:

دا وايي: "کله چې سړی فکر کوي ما دومره امکانات لرل چې هېڅوک یې نه لري، بیا نو یوازېنی کار چې زه یې کولای شم دا دي له ځانه وپوښتم د نابرابرۍ په اړه به زه څه ځواب ورکړم او هغه ځواب چې ما غوره کړ زدکړه ده."

Image caption تباته د برازیل د کانګرس ځوانه غړې ده

تباته د څه باندې ۲۶۰۰۰۰ رایو په ترلاسه کولو سره کانګریس ته بریالۍ شوه. دا د ۷۰ کاندیدانو ترمنځ شپږمه لوړه رایه وه. دا د برازیل په تاریخ کې د ګانګریس په ځوانو غړو کې راغله.

په داسې حال کې چې د برازیل اوسنی حکومت ښي اړخی دی، تباته د ښي اړخو او کیڼ اړخو ترمنځ تعادل غوره کړی:

"د ژوند په اړه زما لیدلوری له حکومته ډېر توپير لري. دا د دیموکراسۍ یو اړخ دی او داسې پېښېږي، خو خلک باید واقعیتونه له پامه ونه غورځوي."

"موږ داسي پالیسۍ نه شو زغملای چې یوه یا دوو کسانو جوړه کړې وي او پر میلیونو انسانانو اغېز لري، په تېره هغه وخت چې د ښځو د تاوتریخوالي پر وړاندې پالیسۍ جوړېږي."

Image caption امارال وايي، له تاوتریخوالي په یوه ډکه ټولنه کې دې نړۍ ته راغله.

د برازیل په کانریس کې د ښځو شمېر ۱۵ سلنه دی. تباته ته د "جوري" په نامه د ولسي جرګې د ممتازې کاندیدې جایزه ورکړل شوه:

"یوه څه دي چې ما لاهم کار ته هڅوي: موږ په کار کې له هر ډول ځورونو سره مخ کېږو، پر موږ ټوکې کېږي او خلک مو خبرو ته رالوېږي، نور بیا پېغور راکوي. اوس دا راته واضح شوه چې یوازې سل کاله کېږي ښځې رایه ورکولای او کاندیدېدای شي. نورو ښځو ډېر زیار ایستلی چې زه دې موقف ته ورسېږم او موږ لا هم یو غټ سفر په مخ کې لرو."

اړونده مطالب