له ککړې هوا ځانونه څنګه ساتلی شئ؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له ککړې هوا ځانونه څنګه ساتلی شئ؟

د روغتيا نړيوال سازمان وايي د هوا ککړتيا د نړۍ لروبر هر کال اټکل اووه ميليونه کسان وژني. د دغه سازمان شمېرې ښيي چې د لوخړو او لوګي له امله له لسو نهه کسان داسې هوا تفس کوي، چې ککړ توکي په کې وي. د هوا دا ککړتيا روغتيا او چاپېريال لوی ګواښ سره مخامخوي. د ډبيلو اېچ او، په وينا د کور دننه او بهر هوا د ککړې هوا له امله هر کاله اوه میلیونه کسان له وخته مخکې تر ډېره د سکتې، زړه ناروغيو، د سږو ناروغيو، د سږي سرطان او تنفس سختو ناروغيو له امله مري. د روغتيا نړيوال سازمان وايي د نړۍ له ۸۰ سلنې دېر خلک داسې ښاري سيمو کې اوسېږي، چې د ککړتيا کچه يې د دغه سازمان له لارښونو اوړي. د بي بي سي پښتو تلویزون ستاسو غږ پروګرام کې پر دې خبرې شوي چې د ژمي په راتلو افغانستان او پښتونخوا کې د ډېرو ښارونو هوا خورا ککړېږي، د هوا ککړتيا مخنيوی او هم له ککړې هوا ځانونه څنګه ساتلی شئ؟

اړونده مطالب