هرات کې د زعفرانو ګل پنځم کلنی جشن

نن په هرات کی د زعفرانو د ګل جشن پنځم کلنی جشن ترسره شو. په دې مراسمو کې په هرات کې د تولید شویو زعفرانو بېلګې نندارې ته وړاندې شوې. زموږ همکار محمد قاضي زاده هم ورغلي و.

Image caption د ډېرو هراتیانو لپاره زعفران کاروبار او د زعفرانو موضوع یو ذوق ګرځېدلی.
Image caption هرات په افغانستان کی د زعفرانو د تولید اصلی مرکز دی او د دې هېواد ۹۰ سلنه زعفران همدلته تولیدېږي.
Image caption چارواکي وایي تېرکال ۱۵ ټنه زعفران په هرات کې تولید شوي.
Image caption له هراته د افغانستان شاوخوا شلو نورو ولایتونو ته هم د زعفرانو د کښت تجربی لېږدول شوي.
Image caption زعفران د نړۍ تر ټولو قیمتی بوټی دی او د افغانستان دولت هڅه کوي د کوکنارو بدیل کښت یی وګرځوي.
Image caption ډېری زعفران کاران په هرات کې وایي چې تراوسه مناسب بازار نه لري.
Image caption د زعفرانو پياز څه باندې دوې لسیزي مخکې له ایرانه چې په نړۍ کې د زعفرانو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد دی افغانستان ته راولېږدول شول.
Image caption د افغانستان زعفران د کیفیت یا څرنګوالي له پلوه په نړۍ کی شهرت لري خو د تولید کچه پکې تراوسه ټیټه ده.