افغانستان کې د ډي اېن اې ازموینې وسایل شته، خو معاینې بهر ته استول کېږي

د انځور حقوق Getty Images

افغانستان له هغو څو هېوادونو دی چې پکې د امکاناتو د نشتوالي له کبله د ډي اېن اې معاینات نه کیږي.

خو د افغانستان د عدلي طب اداره وايي له کلونو انتظار وروسته يي د ډي اېن اې ټیسټ لپاره د لابراتوار اتیا سلنه تجهیزات اخیستي خو لا يي هم د ژر فعالیت تمه نشته.

دا وخت عدلي طب له کاناډا سره د یوه تړون له مخې د ډي اېن اې معاینات هغه هېواد ته لیږي.

* د چپ لاسو خلکو ډي اېن اې کشف شوه

* هالنډی ډاکټر د ۴۹ کسانو پلار ثابت شو

ډي اېن اې ګرانبیه طبي معاینې دي چې په افغانستان کې د نه کیدو له کبله د دغه هېواد محکمې هم د قضیو د څيړنو په وخت کې له خنډ او ځنډ سره مخ دي.

ډي،این، اې، یا «د نوکسي نیکولیک اسید، جن» د ژوندیو موجوداتو کروموزومونه دي چې له یونسل څخه بل ته ارثي ځانګړتیاوې لیږدوي.

د ډي، این، اې، معاینات د یوه کس جنیتیک هویت او د ډېرو ارثي او جنايي کړنو رېښه معلومولی شي.

ډاکټران د مور ـ پلار او نسب د معلومیدو لپاره د DNA معاینه تر ټولو مهمه لار ګڼي.

Image caption نجلا راحل بي بي سي ته وویل په افغانستان کې د ډي اېن اې معاینو امکاناتو د نشتوالي له کبله ځينې دوسیي تر میاشتو میاشتو ځنډیږي.

دا وخت د ډېرو هېوادونو په محکمو کې د عادلانه پرېکړې او یا هم د تورن د بې ګناهۍ یا جرم د ثابتولو لپاره دې معاینو ته مخه کیږي

خو په افغانستان کې لا هم د امکاناتو د نشتوالي له کبله DNA معاینې نه کیږي.

په افغانستان کې د عدلي طب د جوپړونو د برخې مشر ډاکټر خلیل احمد پښتونیار وايي دوی د اړتیا پر مهال د ډي اېن اې معاینې کاناډا ته لیږي.

* ملاریا څنګه انسان وژونکې شوه؟

* اول ځل د انسان هګۍ لیبارټري کې وده وکړه

دی وايي افغانستان تازه د ډي اېن اې معاینو ځينې ماشینونه اخیستي او په پام کې ده چې تر یوې بلې میاشتې په افغانستان کې د ډي اېن اې اړوند ځينې ساده او لومړنۍ معاینې تر سره کړي.

خو ښاغلی پښتونیار وايي د اړتیا وړ ډي اېن اې معاینو لپاره ممکن لږ تر لږه دری کاله نور کار پاتې وي.

له دې وړاندې وخت نا وخت امریکايي ځواکونو د افغان ادارو د غوښتنې پر مهال د بګرام په اډه کې د ډي اېن اې ټيسټونه کړي، خو هغه لابراتوار هم اوس افغان لوري ته سپارل شوی، مګر ګټه ترې نه اخیستل کیږي.

په افغانستان کې د دې معاینو امکاناتو د نشتوالي له کبله په ځينو مواردو کې محکمې هم له ستونزو سره مخ دي، چېځ ینې پېښو کې د ډي اېن اې ټېسټونو ته اړتیا وي لکه جنسي تیري او جنايي یا ډله ییزې وژنې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په عدلي او قضايي برخه کې د DNA معاینو د مخ پر زیاتیدونکې اړتیا تر څنګ ډيری افغانان د امریکا او اروپايي هېوادونو د ویزې اخیستلو په وخت کې پلارتوب او مورتوب د ثابتیدو او عمر معلومولو لپاره پاکستان او هندوستان ته له کړاو او مصرف ډکه لار وهي.

د افغانستان د مدافع وکیلانو د ټولنې مرستیالې نجلا راحل بي بي سي ته وویل په افغانستان کې د ډي اېن اې معاینو امکاناتو د نشتوالي له کبله ځينې دوسیي تر میاشتو میاشتو ځنډیږي.

"په ځانګړي ډول د وژنو، تیري او د نسب د ثابتیدو لپاره د DNA معاینې هم ډېر اهمیت لري او هم ورته اړتیا ډېره ده، په قانون کې دې معاینو ته اشاره شوې خو مونږ يي په افغانستان کې نه لرو" .

د هغې په خبره، هر ځل چې محکمه، څارنوالۍ یا د قضيي یو لوری د دې معاینې غوښتنه کوي دویږ په دوه برخو کې له ستونزو سره مخ وي:

"یو دا چې دا معاینې باید له هېواده بهر ولیږل شي بل دا چې دا ګرانبیه دي او ډېر موکلین يي وس نه لري".

په عدلي او قضايي برخه کې د DNA معاینو د مخ پر زیاتیدونکې اړتیا تر څنګ ډيری افغانان د امریکا او اروپايي هېوادونو د ویزې اخیستلو په وخت کې پلارتوب او مورتوب د ثابتیدو او عمر معلومولو لپاره پاکستان او هندوستان ته له کړاو او مصرف ډکه لار وهي.

د افغانستان د عدلي طب ادارې د معلوماتو له مخې هغه ډي اېن اې معاینې چې دوی يي کاناډا ته لیږي پرې شاوخوا ۵۰۰ ډالره مصرف راځي خو که له نورو لارو لیږل کیږي بیه يي دوه برابره کیږي.