په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

برتانوي ځواکونه د افغانانو په ناقانونه وژنو تورن شوي

د برتانيا حکومت او وسله وال ځواکونه یې د هغو ناقانونه وژنو پر پټولو تورن شوي چې د موندنو له مخې برتانوي پوځیانو افغانستان او عراق کې کړې دي. د بي بي سي پانوراما او سنډې ټايمز ورځپاڼې يوې څېړنې کې له يوولسو برتانوي پلټوونکو سره خبرې شوې، چې وايي دوی د جنګي جرمونو کره بېلګې موندلې دي. خو څېړونکي وايي د پياوړو قضيو محاکمه نه ده شوې. د بريتانيا دفاع وزارت دا ادعاوې رد کړې دي. يادونه کوو چې په دې رپوټ کې چې د ٢٠١٢ کال په ترڅ کې د هلمند په لوى باغ کلي کې د جنگي جنايت ادعا کېږي، ځينې برخې يې ښايي درته خواشينوونکې وي.